|
پښتانه ولس ته زيـــرى
!
پښتو په وينډوز چليز سيستم كې شامله
ژبه شوه
چې غوټې پسې
وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې گوهر نشته
ستر خوشال بابا
دا
دى دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو تر ټولو سترې
موسسې
Microsoft چليز
سيستم
Windows
ته
د
نړۍ يولس نورې ژبې
( چې له نېكه مرغه
پښتــــــو ژبه هم پكې شامله ده ) ورډېرې
او
Update
(نوى كوونكى)
فايل
يې
په 27-05-2005
نيټه جوړ او پرون ورځ
( د
2005
كال د اگست په نهمه نيټه
) يې
د انټرنټ له لارې مينه والو ته وړاندې كړ .
دغه
يوولس ژبې به دWindows XP ServicePack 2
نوې(Updated)
بڼې
ته
ورډېرې شوې دي
او وروسته
لدې به
ټولو راتلونكو
Windows
چليز سيستمونو
كې موجودې وي .
كه چېرې
ستاسې په كمپيوټر كې
Windows XP ServicePack 2
چليز سيستم ولرئ نو
د
يوه نوي كوونكي
Windows XP –KB
897338-V2-X86-ENU.EXE
نومي فايل په
ښكته كولو سره
به
مو
په
Windowsكې
پښتو Pashto(Afghanistan)
سره
له
كره كليدړې ورډېره
شي .
لارښـــــــــــــود:
ددغه
Update
د كښته كولو
لپاره:
۱ـــ
لومړى
كښته
كول Download
كښېكاږئ.
۲ـــ
بيا وروسته :
ـــ د سمدلاسه
Instalation
لپاره
همدغلته په
Open
يا
Run
كليك
وكړئ
.
ـــ
كه غواړئ
فايل كښته كړئ ، وه يې ساتئ
او بيا يې كوم بل وخت
Install
كړئ
نو
Save
يا
Save this program to disk كښېكاږئ
.
او يا هم دا http://www.microsoft.com/downloads/details.aspx?FamilyID=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displaylang=en
كرښه كښېكاږئ
او ورپسې
په نوموړې پاڼه كې دDownload
تڼۍ كښېكاږئ .
د
نوموړي نوي كوونكيupdate
file ځينې
ځانگړنې :
د فايل نوم:
Windows XP
-kw89338-v2-x86-ENU.exe
1.0
:Version
دجوړېدو نېټه
:
27-05 -2005
د خپـرېدو نېټه :
09- 08-2005
ژبه :
انگرېزي
English
(
له
انگريزۍ
پرته
د
نورو ژبوWindows XP ServicePack 2
درلودونكي كولاى شي نوموړى
Update
file
د
مايكروسافټ
له اړوندې سيمه
ايزې
څانگې څخه
د خپل
چليز سيستم له ژبې سره سم
د
هماغه ژبو
دWindows
لپاره
دغه
Update file
تر
لاسه او په Windows XP
ServicePack 2
يې ورډېر كړي .)
1792KB
: Downloading
size
د كښته كولو كچه
د كښته كولو تخميني
وخت :
له يوې تر پينځو دقيقو
(ستاسې د انترنت سروس په ډول اوچټكتيا
اړه لري.)
پر دغه كره كليدړه باندې دپښتو تورو:
د ويش ترتيب

نورمال حالت

د Shift
سره حالت
پدې توگه
د
Microsoft
موسسې د تخنيكي څانگې
د كاركونكو څخه چې دې كار ته يې وخت او ارزښت وركړ ،
او همدارنگه له ټولو هغو پښتنو ورونو څخه چې پدې لار كې يې زيار كښلى
او نوموړې
موسسې ته يې د پښتو ژبې او په
Windows
سيستم كې يې د شاملولو ارزښت ور په گوته كړى
او يا يې نورې مشورې
ورلېږلې دي او هڅولي يې دي ، د زړه له كومي مننه كوو
او د دغه كاميابۍ مباركي ورته وايو .
په درنښت
د
تل افغان وېب پاڼې اداره
|