ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

د كمپيوټر د گرافيك پروگرام په
 
Adobe Photoshop CS كــــــــــې
 د پښتـــــو متن ليكنې او ديزاين  مينه والو ته زيرى

 


         د رب (ج) لورينې دي پښتو ژبې په دې وروستيو څو كـــــلو كې د تخنيك او  كمپوټر  په برخه كې د پښتو مينو ځوانانو له بركته د پرمختگ ښه او جوت گامونه واخيستل .

         په كمپيوټري پروگرامونو كې د پښتو ژبې د پرمختگ په لاره كې دا دى اوس  د يو بل ګام په توگه  ، پخپله په Adobe Photoshop CS كې نېغ په نېغه د پښتو تورو (Text) د ليكلو او ديزاين د جوگه كېدو زيرى دركوو .

         د ويال سافټ مسئول او د تل افغان ويب پاڼې تخنيكچارى ډاكتر نيك محمد ويال د خپلو هڅو په دوام په دې وتوانېد چې نوموړي   گرافيك پروگرام ته پښتو ژبه وروپېژني اوهغه هم په داسې ډول چې نوموړى پروگرام متن په ډول ډول ليكبڼو (Fonts)  ومني او په پروگرام كې  موجودو  ټولو دندو ته هركلى ووايي  .       

         د تل افغان وېب پاڼې اداره  د خپل  همكار  دغه  نوښت او همدارنگه  د  ښاغليو ورونو كمپيوټر پوه  اسرار احمد كريمزي  او كمپيوټر پوه اجمل حمزه  نووښتونو او زيار   ته  د قدر په سترگه گوري او پدې لار كې  د لاډېرو  برياوو  هيله   ورته څرگندوي .

په درنښت
 د تل افغان وېب پاڼې مسئول چلوونكى
د
۲۰۰۶ ز كال د جولاى پنځلسمه

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.