محمد يونس برهان ــ کابل
په
انټرنټ کې د پښتو نوي پرمختګونه
په روانه اونۍ کې ګوګل Google
د خپل پراخ څو ژبنيز پروګرام په ترڅ کې پښتو هم د
همدې ماشين د لټون ژبه کړه. د نړۍ له څو ژبو چې له
پښتو سره يوځاى ګوګل ته ورزياتې شوې، کمبوډيايي،
کروشيايي، قزاقي، تاجيکي، تاتاري او څو نوري دي.
له همدې سره د ګوګل د ټولو ژبو شمېره ١١٦ ته
ورسېده، چې د انټرنټ پر مخ دا ويبپاڼه تر ټول ګڼ
ژبيزه ګرځوي. ګوګل تر اوسه توانېدلى چې تر خپلو
ډېرو پياوړو سيالانو، لکه ياهو، MSN, او ان تر
مايکروسافټ د لټون، نرمکاليو جوړونې او د ډېرو ژبو
اسانتيا په برخه کې مخکې شي. ګوګل د ژبو د
ورزياتونې کار د داوطلبو ژباړنانو لخوا پر مخ
بيايي او غواړي شته او پرمختلونکيو کمپيوټري
اسانتياوو ته د نړۍ په ډېرو ژبو كي پراختيا ورکړي.
خو بيا هم هېښوونکي داده چې داسې کمپنۍ چې نږدې
څلور ميليارده ډالره تر لاسه کوي، څنګه خپل کار په
داوطلبو ژباړنانو کوي.
که څه هم په اوس کې چې د پښتو ژبې کوم ډول ګوګل
ته ورزيات شوى دى، معياري نه دى، خو د دغه سايت د
نورو معلوماتو Data په کتنه داسې ښکاري چې د ګوګل
د پښتو ژباړي کار يې نږدې ٨٠ په سلو کې بشپړ شوى
دى. خو اوس چې کومه د ګوګل پښتو بڼه ښکارېږي لا هم
هوکړه شوې يا وروستۍ منل شوې بڼه نه ده، بلکې تر
اوسه د وړانديزونو او د سمونو (ايډيټ) کار پرې
روان دى چې هر څوک کولاى شي د ګوګل ته د پښتو ژبې
د کره والي په اړه وړانديز او ورسره مرسته وکړي. د
(کې ) پر ځاى د کښې ليکل، بېځايه د (ء) کارونه او
په ځينو ځايونو کې ناسمه پښتو ژباړه د ژبې
نامعياريتوب ښيي. خو دا لا تر اوسه پيل، او بيا هم
يو ښه ګام دى. د ګوګل د پښتو بڼې ويب پته داده:
http://www.google.com/webhp?hl=ps
د يادونې وړ ده چې ګوګل تر اوسه د ١١٢ هېوادونو
لپاره، د هغوى په نوم او ډومېن (Domain) خپلې
Location پاڼې هم جوړې کړې دي، چې تر اوسه
افغانستان پکې نشته.
دا پرمختګ له هغه وروسته راځي چې نږدې يوه مياشت
مخکې د نړۍ تر ټولو سترې د کمپيوټر جوړونې کمپنۍ،
مايکروسافټ، په لومړي ځل پښتو په خپل وينډوز کې
ورزياته کړه. البته دا هم په ازمايښتي ډول و، چې
اوس داسې ښکاري چې هماغه معياري کوي.
دې دوو او نورو ورته پرمختياوو ته په کتنه، د
پښتو ژبې لپاره سږکال د بېساري پرمختګ کال دى.
په انټرنټ کې د پښتو د غځېدنې په ترڅ کې دوه نور
وروستي پرمختګونو ته هم نغوته کولاى شو، چې د دې
لاري د لارويانو د لا هڅولو لپاره بايد ياد شي.
خبر شوي به ياست چې په وروستيو کې د کښته کولو
وړ انګريزي - پښتو ډيکشنريانې په لومړي ځل د دوو
ويبپاڼو لخوا وړاندې او په وړيا توګه د لاسرسي وړ
شوې. AfghanIT.net او
www.Qamosona.com
دواړو نږدې يو ډول ويېپانګې يو د بل پسې د وړيا
کښته کولو لپاره پرليکه کړي. خو په دې لړ کې نوى
پرمختګ دادى چې د
www.AfghanIT.net چلوونکي، اسرار احمد کريمزي،
اوس خپله پخوانۍ انګريزي - پښتو ډيکشنري په دوه
ژبيزه بڼه ، يانې پښتو – انګريزي, او انګريزي -
پښتو نوې کړې ده، چې مينه وال يې له
http://www.afghanit.net/downloads.asp نه
ترلاسه کولاى شي.
بل پرمختګ دا دى چې د بي بي سي پښتو څانګې خپله
ويبپاڼه په روانه اونۍ کې په نوې او لا معلوماتي
بڼه جوړه کړه، چې دا كار د پښتو خبري ويبپاڼو په
ډګر کې لا مخکې له مخکې اړين برېښېده. په اوس کې
ډېر لږ شمېر داسې پښتو خبري ويبپاڼې په انټرنټ کې
شته، چې په سمه او ناپيېلي توګه کار وکړي. د بي بي
سي د نورو ژبو پاڼې لا وړاندې په ډېر تفصيلي ډول
جوړې شوې، خو د پښتو لپاره يې دا وروستۍ بڼه په
لنډو خبرونو، اوږدو راپورونو، شننو او بېلابېلو
پروګرامونو سمباله ده.