ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 
 

 

د
 
Windows XP  Service Pack 2   چليــــز سيستــم لپاره  پښتو  ملاتړى  فايل نوى شو

      دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو سترې  موسسې  مايكروسافت چې د تېركال د  اگست  په مياشت كې   يې د  Windows  XP Service Pack 2چليز سيستم  لپاره   د پښتو په  شمول د  نړۍ يولس نورې ژبې ،  د يوه  نوي كو ونكي  فايل    ( Update File)   په   وسيله ور ډېرې  او نوموړى  فايل  يې چې يوازې انگرېزي وينډوز  لپاره جوړ شوى و   د انټرنټ له   لارې وړاندې كړى  و ، دا دى د سږ ۲۰۰۶  ز كال  د مى په يوولسمه   نيټه   يې د  نو موړي  نوي كوونكي  فايل  دريم  ورژن   جوړ   او د جون په شلمه يې  خپور او مينه والو ته وړاندې كړ .  د  نوموړي  فايل   د دريم  ورژن  يو  ښه والى  پدې كې دى چې  د  نړۍ  د  نورو   ډېرو ژبو  وينډوز   لپاره  بېلې بېلې  نمونې لري   .  د انتر نټ په مخ   د  ژبې په  ټاكلو سره  د هماغې  ژبې اړوند  نوى كوونكى فايل په اسانۍ كښته او بيا  وروسته   د استفادې وړ گرځېداى شي  . خو په خواشينۍ سره    د  پښتو  ژبې  د كليدړې  هاغه  زړه  ستونزه   چې د   حمزه  لرونكې  يې ( ئ )   د مخكني  او وروستني  توري  سره  د  نه نښتون   څخه عبارت  وه  ، هماغسې   لاينحله  پاتې ده  ،  هيله ده د  ستونزې  د حل په  باب  د  مخابراتو  وزارت  چارواكي  او نور چارپوهان   سره  همغږي او د مايكروسافټ  موسسې   له اړوندې  برخې  سره    اړيكې ونيسي .

د دې كرښې   په  كښېكاږلو  د  مايكروسافت  له انترنټ پاڼې  څخه
  خپل كمپيوتر ته  د دغه نوي كوونكي پاكټ نوې بڼه
 
(The new language update (897338) for Windows XP Service Pack 2)
راكښته او بيا كارولاى  كولاى شئ   .

په كښېكاږو هم راكښتهكولاى شئ .

د انگريزي وينډوز لپاره يې  د دې نښې 

 

په درنښت

د تل افغان وېب پاڼې  اداره

 

 
 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.