ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

شاغاسي احمد

كمپيوټر ته د كښته كوونې  وړ
لومړنی  انگرېزي  ــ پښتو قاموس
 

     قاموسونه ټکی کام يوه کمپيوتري پروژه ده چې څه کم يو کال وړاندې يو څو افغاني ځوانانو پيل کړې ده. ددغې پروژې موخه په لومړي پړاو کې د ټولو چاپ شوو پښتو قاموسونو راټولول او د هغوۍ په کمپيوتر کې ځېرمه کول دي. د پروژې پر مخ بېونکي دا هم په نظر کې لري چې په دوهم پړاو کې د انټرنټ د کارونکو په مرسته يوه داسې پر کرښه يا آن لاين پروژه جوړه کړي  چې د کومې له مخه به د انټرنټ کارونکي وکولای شي چې پخپله پر کرښه نوي لغاتونه و قاموسونو ته ورواچوي. د دغه راټول شوو موادو سمون به بيا د ژبپوهانو په مرسته تر سره کيږي.
    پداسې حال کې چې و کمپيوتري پښتو قاموس جوړولو ته څو تجارتي شرکتونو هم ملا تړلې ده د قاموسونه ټکی کام پروژه پدې وتوانېده  چې له دغو تجارتي شرکتو نه وړاندې يو کمپيوتري قاموس په وړيا توګه د نړۍ و انټرنټي جال ته واچوي. دغه کوچنی پروګرام چې حجم يې 3.4 مېګابايټه دی، د پښتو ټولنې لخواچاپ شوى د انګليسي پښتو قاموس پر بنسټ جوړ شوی دی. دغه پروګرام د هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزي په وياړ دپروژې پرمخ بېونکو لخوا  افغانانو ته ډالۍ کيږي. دغه پروګرام د هر انټرنټ کارونکي لپاره په وړيا توګه د کښته کولو يا ډاونلوډ کولو لپاره دقاموسونه ټکی کام پر انټرنټي پاڼه اېښودل شوی دی. دغه پروګرام د قاموسونه ټکی کام او د برېښنا ټکی کام په ګډو هلو ځلو مينځ ته راغلی دی. دپروګرام جوړونکی پنځه ويشت کلن ځوان اجمل حمزه دی.
     دقاموسونه ټکی کام د پروژې پر مخ بېونکي ژمنه کوي چې خپل پر اوسني انګليسي پښتو کمپيوتري قاموس به نور کار هم کوي او د نورو اسانتياوو د راوستلو تر څنګ به د انګليسي او پښتو لغاتونو شمېر هم پکې زياتوي. په پام کې نيول شوې چې ډېر ژر به د پښتو فرانسوي کمپيوتري ډکشنري هم پر ليکه شي. د قاموسونه ټکی کام پروژه اوس پر لاندنيو  پروژو کار کوي:
ــ پښتوـ فرانسوي آن لاين او کمپيوتري قاموس (لږ کار يې پاته دی)
ــ فرانسوي ـ پښتو آن لاين او کمپيوتري قاموس
ــ الماني ـ پښتو آن لاين او کمپيوتري قاموس
ــ پښتو پښتو تشريحي کمپيوتري او آن لاين قاموس
د قاموسونه تکی کام پر مخ بېونکي د خپلو ټولو هيواد والو نه د کومک غوښتنه کوي. هر هغه څوک چې په کمپيوتر او يا ژبپوهنه کې پوهه لري کولای شي چې پدغه پروژه کې ونډه واخلي.
 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.