|
کاکاجان سهار
د
انټر نټ په مخ د پښتو برېښنا پاڼود پاملرنې وړ
دا
د خدای شکر دی چه په ډېر لږو کلونو کې د انټرنيټ په مخ د پښتو په لسګونو برېښنا
پاڼې د هغه پښتوپالو افغانانو له خوا را منځته شوېدي، کوم چه د خپل ولس او ژبې د
چوپړ سره سپېڅلې مينه لري. دا پښتون پاله افغانان د خپل وخت د خرڅولو اوبې درغه
مالي لګښتونو په بيه د خپلې مورنۍ ژبې دا مينه پالي. او که نه نو لکه خوشحال بابا
چه وايي:
که زه
نه وای عشق به تاله رابلل څوک
په
پالنګ به دې دا هسې درختل څوک
بدرګه
که محبت راسره نه وای
يو
تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
رېښتيا
هم که د پښتو ژبې دا مينه وال نه وای نو کوم هېواد او کومې دولتي واکمنۍ به د وخت
ددې مظلومې ژبې لپاره د انټر نيټ دروازې سپړلې وای؟؟ او چابه ورته د برېښنا پاڼو
په مخ د دمره پراخه واکمنی جرئت ور کړې وای. په هر صورت د پښتني ژوند په دغه کواکه
او لړزانده پېرکې به نه يوازې پښتون ولس بلکه د پښتنو راتلوونکی پېښليک هم د پښتو
برېښنا پاڼو چلوونکو د نني چوپړارزښتونه ډېر لوړ وبولي.
له نېکمرغه که ننيو
پښتو برېښنا پاڼو ته ځير شو برسېره پردې چه هلته ډېر شمير ديني ، علمي، سياسي، او
روځنۍ تودې خبرې تر لاسه کولای شو،بلکه ليکوالان او د پېښو مفسرين هم د پښتون ولس
د خبرتيا لپاره په زړه پورې مطالب د خپرلو لپاره ږدي، چه دا کار پخپله د پښتون ولس
د علمي اوسياسي سطحې د لوړوالي په لاره کې يو ډېر په زړه پورې ګام ګڼلای شو.
ولې که زما په شان د
پښتو ژبې د لوست مينه وال هره روځ او هره شېبه د پښتوژبې د بيلا بيلو برېښنا پاڼو
پلوونه اوچتوي هغه وخت چه زړه يې باغ باغ کېږي او د خوشحالۍ په جامو کې نه ځاېږي،
ددې سره جوغت يې په يو څه نيمګړتياوو سره هم سترګې لګېږي. دا نيګړتياوې هسې څه نه
دي چه د برېښنا پاڼو لپاره به يې سمون څه له واکه وتلی کار وي بلکه له دې کبله چه د
لوستونکو لپاره دبرېښنا پاڼو تلوسه نوره له زوږه ډکه شي ښه به وي چه د پښتو برېښنا
پاڼو چلوونکي دغه نيمګړتياوو ته پام وکړي او د خپلو پښتو برېښنا پاڼو د کيفيت يا
کورنيو ارزښتونو د لوړوالي لپاره پخپلو هلو ځلو کې لازياتوالی راولي.
زه هره ورځ زياتې
پښتو برېښنا پاڼې ګورم او تر اوسه پورې مې دا لاندې شيونه د نيګړتياوو په توګه
محسوس کړيدي. چه ستاسو پاملرنه ورته غواړم.
1)
که د رنګ له يوازيني
توپير څخه تېر شو، زياتره پښتو برېښنا پاڼې بېخي سره ورته ډېزاين لري. که څه دا د
برېښنا پاڼو په ننيو ارزښتونو دومره ډېر اثر نلري. خو د لوستونکو لپاره يو اوږد
يورنګوالی ښکاره کوي. ښکاره ده چه ژوند د يوه رنګ پر ځای د ډېرو رنګونو سره خوږ
لګي.
2)
تر ټوله مهمه داده
چه زياتره پښتو برېښنا پاڼې بيخي يو بل ته ورته مضامين او مقالې خپروي. ددې علت
دافکرکېږي چه زياتره ليکوالان لدې بېرې چه ليکنه يې بې خيرېدو پاته نشي، خپله
ليکنه د څو برېښنا پاڼو په ادرسونو لېږي او بيا د برېښنا پاڼو تر منځ د هم غږی په
نشتوالي کې همغه ليکنه د لوستونکو لپاره د ټولو پښتو برېښنا پاڼو په مخ په عين وخت
کې اېښودل کېږي. زما په اند دا هغه نيګړتيا ده چه د برېښنا پاڼو د چلوونکو زياته
پاملرنه غواړي ځکه چه هره معلوماتي ليکنه تر يو ځل لوستلو وروسته د لوستونکي لپاره
بې خونده کېږي، نوځکه يې دبيا لوستلو څخه مخ اړوي، او سره ددې چه دا کار د برېښنا
پاڼوچلوونکو د نويو او هر اړخيزه هڅو او هاندونو په لاره کې هم د پام وړ ورو والئ
منځته راوړي. له بله پلوه د يو زيات شمير نورو ليکنو لپاره هم د خپرېدو ځای او چانس
تر فشار لاندې نيسي . هيله ده چه برېښنا پاڼې به پدې هکله يو د بل سره يوټاکلی
پروتوکول ولري، ترڅو بيله خبرونو څخه نورې ټولې ليکنې د يوه ډول اصولو له مخې د
برېښنا پاڼو په مخ داسې راشي چه هم د څو برېښنا پانو په مخ تکرار نه شي او هم د
خپرولو څخه پاتې نه شي.
3)
کله کله د ځنو پښتو
برېښنا پاڼوزياته برخه پاړسي ليکنو نيولې وي. د پښتو برېښنا پاڼو د چلوونکو هدف د
پاړسي ژبو وروڼو ښه پوهاوی فکر کېږي. خو دوی دا له پامه باسي چه پوهاوي ته پښتانه
تر بل هر چا زياته اړتيا لري. ځکه موږ بايد نظر نورو ته د خپل سنګر په کلکولو کې
ډېرکوښښ کړو. ليکوالان کولای شي د پاړسي ژبې ليکنې د پاړسي ژبې برېښنا پاڼو ته د
نشر لپاره وسپاري. زما په اند د پارسي ژبې هغه ليکوالان چه موږ په پاړسي ليکنو
پوهوي ښه لاره داده چه موږ هغوی په پښتو پوه کړو. که دوی خدای (ج) د پوهاوي ددې
نعمت څخه محروم کړي وي نو بيا خو يې موږ نشو پوهولای.
4)
پښتو برېښنا پاڼې د
ليکوالانو زياتره هغه ليکنې چه د نورو پښتو ضد ليکوالواندېښنې پکې منعکسې شوې وي،
ډېر خپروي. چه دا په حقيقت کې پخپله د هغه پښتني ضد پروپاګندو د پراختياپه لاره کې
يوه مرسته کيدلای شي. د بېلګې په توګه يو چا د رحمن بابا او خوشحال بابا په هکله
چېرته کومه نا مناسبه ليکنه لوستلې وه، چه دده په شان به ډيرو لږو نوروخلکو هم هغه
پوچه ليکنه لوستلي وي، ولې دغه ليکوال بيا ددې لپاره چه د خوشحال بابا او يا رحمن
بابا ثابت شخصيتونه يې يو ځل بيا ثابت کړي وي د بې شمېره برېښنا پاڼو په مخ خپله
هغه ليکنه خپره کړه چه په هره کرښه کې يې د پښتون ولس دښمنه ليکوال هغه پوچې
اندېښنې ټکي په ټکي منعکسې کړې وې. دده دا کار ددې سبب شوی چه زما په شان په زرهاوو
نور خلک هم د هغه پښتون ضد ليکوال له دغه اندېښنو څخه خبر شي، چه هېڅ لازم نه وو.
ځکه موږ بايد ددښمنانو خبرې د خپلو ثبوتونو لپاره ونه پړسوو. لکه چه وايي:
ددښمن
په خوله چه ورشي هغه وايي
په
خبرو يې سرمه باسه خپل کارکړه
زما په اند به دا ښه
وه که ددې پښتون ليکوال زړه ډېر دردېدلی وای نو د رحمن بابا او خوشحال بابا په
ژوند به يې يونوي څه د خپرېدو لپاره ليکلي وای. زه پدې هکله د پښتو برېښنا پاڼود
چلوونکو تر څنګ د ليکوالو پاملرنه هم ضروري بولم. ځکه که هر سړی را پورته کېږي او
موږ ته وايي چه غوږ د سپي يووړو، او موږ په هر سپي پسې منډې وهو دا به موږ د خپل
ژوند د خوند او هاند څخه وباسي، له بلې خوا پدې کار سره دښمنان نور هم زموږ تر خوږ
ګوته نيولوته هڅول کېږي. او موږ به ټول عمر مجبوريږو، تر څو ددې پر ځای چه په نويو
اړخونو کې د پښتو د پراختيا لپاره کار وکړو، د خلکو په خولو د پاستيو په ورغوړولو
تېرکړو.
5)
په پښتو برېښنا پاڼو
کې د پښتون ماشومانو لپاره ډېر زيات څه نشته. له د امله چه نن سبا ډېر پښتانه
ماشومان د خپل پښتون چاپېريال څخه لرې د نړۍ په نورو برخو کې اوسېږي، او انټرنيټ
يوازينی وسيله ده چه دا ماشومان هره شيبه د خپل مورني او پلارني ولس د غېږي سره
اشنا کولای شي. ځکه زه پدې هکله دپښتو برېښنا پاڼو د چلوونکو او پښتون ليکوالو
زياته پاملرنه غواړم ترڅو زموږ د ولس ټولې حماسې، تاريخي برياوې، رواجونه او د نړۍ
د اتلانو نکلونه په لنډواو خوږو ليکنو کې د پښتون ماشومانو د پښتني غرور د بيا
راژوندي کولو لپاره خپرولو ته وهڅوي.
په دا ټولو برسېره
به دا ډېره ضرور وي چه ټولې پښتو برېښنا پاڼې د ماشومانو لپاره د پښتو ليک او لوست
يوه سره ورته خونه ولري چه بايد د اواز(سونډ) سهولتونه هم پکې موجود وي ترڅو
پښتانه ماشومان د نړی په هرګوټ کې چه وي په اسانی سره د هغه په وسله د خپلې مورنی
ژبې ليک او لوست زده کړي.
6)
په زياتره پښتو
برېښنا پاڼو کې کې څه هم د تازه خبرونو برخه ډېره د ستايلو وړ ده، خو په ځنو
برېښناپاڼو کې د زړو، يو اړخيزه اود ناسمو(چه حقيقت نه وي) خبرونو خپرول
لوستونکي د برېښنا پاڼو د درنښت په هکله د يو څه شک سره مخامخ کوي.
7)
د ځينو پښتو برېښنا
پاڼوسره د اړيکو د نيولو لاره ستونزمنه ده حتې تردی پورې چه برښنا ليک يې په
پښتوژبه ليکلدود نه شي زغملای.پدې هکله برېښنا پاڼې بايد يو د بل سره له سخا څخه
کار واخلي او خپل شته د نورو د ښه والي څخه ونه سموي.
8)
په پښتو برېښنا پاڼو
کې د اعلانونو برخې زياتره نه ليدل کېږي او يا هېڅ نشته. فکر کوم چه د پښتو برېښنا
پاڼو په مخ د اعلانونو د برخې منځته راوړل به نه يوازې دبرېښنا پاڼو د چلوونکو
لپاره د يوه واړه مالي لګښت سره مرسته وکړي بلکه پښتانه بازاري هنرونه او
استعدادونه به هم لدې لارې وکولای شي ترڅو د پښتنو په منځ کې خپل شهرت ته لاره
اواره کړي.
په پای کې، د ځنو
پښتو برېښنا پاڼو لپاره به دا ډېره د پام وړ وبولم که دا برېښنا پاڼې تر دې چه هر
څه پخپله غېږه کې په نيمګړي توګه وزنګوي ښه به وي چه خپله لاره مشخصه کړي او هغه څه
چه دوی يې د ښې پالنې وس ولري مخ په وړاندې يوسي. لکه د سلام او ليکوال برېښناپاڼې
چه د سلام پښتو برېښنا پاڼې خپلې ليکنې د هېواد د لرغونو اثارو لپاره مشخصې کړېدي.
هيله ده چه د سلام برېښنا پاڼه به نه يوازې زموږ افغانانو لپاره د افغانستان د
لرغون پژندنې يوښوونځئ شي بلکه د نړيوالو لرغون پوهانولپاره به د نړۍ د لرغونو
اثارو د يوه ښه معلوماتي مرکز کوربه هم شي. د ليکوال برېښنا پاڼه يوه بله ښه بېلګه
ده چه دپښتو ليکوالو د ليکنو په هکله يې دغټوزېرموجوړولو ته ملاتړلې ده. همدارنګه د
بېنوا برېښنا پاڼه چه تر اوسه يې د زياتو معلوماتي زېرمو په لرلو سره ډېر زيات
لوستونکي خپل کړيدي.
په پوره پښتني
مينې سره
|