د
ډاكترصيب دوران
فيضان
لخوا
د جوړې شوې لېږديز لمريز ـــ
لېږديزسپوږميز
او زېږيز کاليزې او د نيټو د يو پر بل د
اوښتون د پروگرام جوړولو زيرى

په ډېرې خوښۍ سره مو د يوه
برېښنا ليك له لارې د ښاغلي ډاكتر
دوران فيضان
لخوا د يو داسې كالښود
پروگرام د جوړولو زيرى تر لاسه كړ
چې دلېږديز لمريز
(هـ ش )، لېږديزسپوږميز(هـ ق) او زېږيز( ع ، م
) سيستمونو ټولې نېټې يو په بل په
ډېرې اسانۍ سره اړوي او په
يو وخت او ځاى د نېټو دښكاره كېدو توان
لري .
د تفصيل او
كښته كولو لپاره دا
پته كښېكاږئ:http://www.geocities.com/dawran
دښاغلي قلموال
او فرهنگي دوست
ډاكترصيب
فيضان لخوا د جوړې
شوې لېږديز لمريز، لېږديزسپوږميز او زېږيز
کالښود (جنترۍ) او د نيټو د يو پر بل د اوښتون
د پروگرام جوړولو له امله
ښاغلي فيضان ته
مباركي وايو ، د ده دغه زيار ته د
قدر په سترگه گورو او په راتلونكي كې
ورته د نورو ارزښتمنو پروگرامونود
جوړولو د بر مټ غوښتونكي يو .
په فرهنگي درنښت
د تل افغان وېب پاڼې مسئول مشر