د تــــل افغــــــان خبـــــره
د انسان، فکر او قلم د پنځوونکي ذات په نامه :
د شلمــــې پېړۍ بشـــر سره د
دې چې (( اسفل سافلين )) شو او ځانته يې دوه
سترې نړيوالې جگړې ډالۍ کړې ،
د پوهې او تخنيک په ډگر کې يې ښه چټک گامونه
واخيستل او ان دا چې د لوړې
ټکنالوژۍ په برکت يې د نړۍ خورا بېل بېل ولسونه په
يوه کلي کې داسې سره راغونډ کړل چې اوس له يوه
کوچني خبر يا پېښې څخه د ثانيو په
تېرېدو ټول کلی يا په بل عبارت د ټولې
نړۍ وگړي خبرېدای شي .
د دې لپاره چې افغان ولس د نړۍ د پرمختگ له
کاروانه څخه وروسته پاتې شوی نه وي ، پکار ده
چې پدغه کلي کې ځانته ځانگړی ځای ولري او له
دغو کليوالو سره د پوهاوي
ژبه
او راکړه
ورکړه
ولري .
شلمه
پېړۍ که
د
پښتو
ژبې
لپاره
د
کار
پېړۍ
وه ، که څه هم
هغومره
چې
پښتو
ژبه
ورته
اړه
وه
په دولتي کچه ورته ډېر لږ كار
وشو خو ډېرو ښو ښو (( ککريو ))
ورته يو څه ورکړل او يو څه يې هم
برسېرن کړل؛ يوويشتمه پېړۍ زموږ څخه
پښتو ژبې او افغاني فرهنگ ته د لا ډېــــر
کــــار او له نړيوالو سره د پوهاوي د
جوگه کېدو او پوره سيالۍ غوښتنې لري . يو
له دغو زرگونو غوښتنو څخه د انترنت په
نړيوال جال کې د پښتو پاڼو شته والی
دی .
اوږد مهالو افغان
او په تېره بيا د پښتني فرهنگ وچكالۍ ځپلو پراخو شاړو او
للمو ته په كتو، د زرغونتيا او سمسورتيا د مسـئوليت د
احساس په ټوله مانه يې ، او همدارنگه افغاني فرهنگ او خپلې
ژبې سره د مينې پر بنسټ مو دا وپتيله چې له خپله وسه سره
يې د لوى څښتن (ج) له لورې د لورېدونكو ورېدنو په مرسته د
دغو للمو زرغونتابه ته د همت مټې راونغاړو، د افغان فرهنگ،
سياست او پوهې پياوړي او مخكښان په يو ټغركښېنوو، د هغوۍ
په مرسته د ځوانانو هڅې وهڅوو له كږو او ښوېدو يې وژغورو
او خپلو دغه شان هڅوته د جالپاڼې په قالب كې (( تـــــل
افغـــــان )) نوم وركړو.
ــــــ
تـل افغـان وېب پاڼـــــه د كـوم ځانگـړي سياسي
(( قام و قبيله )) نه ده ، په عمومي توگه
د انسانيت ، اسلاميت او افغانيت د ارزښتونو
د ساتنې په لارکې خپلو هڅو ته دوام ورکوي .
ــــــ
تـل افغان د ټولو ( لرو او برو)
افغانانو وېب پاڼـــــه ده .
ــــــ
ورسته لدې په تل افغان وېب پاڼـــــه کې
ليكنې د دې لپاره چې ((
يو)) او څرگند پښتو کره ليکدود ته مو عموميت
ور کړى وي ، ټول پرې
پوهېدلي وي او راتلونکي نسل ته مو د(( څنگه يې
وليکو؟)) پوښتنه حل کړې وي
کوښښ کوو د پښتو کره ليکدود په
تله برابرې وي .
ــــــ
په تېرو
څو
نشراتي کلونو
كې مو يو څه
هغه د چا خبره د دوستانو زړونه ساتل
، خو وروسته لدې د خپلې پښتو
زړه ساتو . که موږ ته څوک ليکنې په
تل افغان وېب پاڼه کې د خپرېدو لپاره راليږي
مانا به يې دا چې زموږ د دغه پاليسۍ سره
کومه ستونزه نه لري او په دې کار
خپل تندي نه گونځې کوي . دا خبره په وار
وار ځکه کوم چې
په تېرو کلو كې موږ دغه ډول
ستونزو سره زښت ډېر مخامخ شو ان
تر دې چې يوه رالېږل شوې
ليکنه په موږ درې ځله
ټايپ شوې ده، په وار وار موږ دې
ته اړ شوي يو چې اصلاح کړی
متن بيا له سره
په ناسمه املا ــــ انشا ټا يپ کړو .
ــــــ
تـل افغان وېب پاڼـــــه يوازې د ليکنو
د املايي ـــ انشايي غلطيو سمښت راولي .
د ليکنو منځپانگې ته د بدلون
نه ورکولو ضمانت کوي .
ــــــ
په تـل افغان وېب پاڼـــــه کې د خپرو شوو ليکنو
منځپانگه پخپله د ليكوال د اند او نظر څرگندويه دي ، وېب
پاڼـــــه يې يوازې د خپرولو وسيـــله ده. حتمي نه ده چې
موږ دې د ليکنې د روحيې او منځپانگې
ننگــــــه ياغندنه وکړو. موږ يوازې هغه
ليکنې نه خپرو چې پکې انسان
، اسلام ، او افغان ته سپکاوی شوی وي .
او يا پکې کومې ځانگړې ادارې او يا په
مشخص ډول چا ته سپکې سپورې او ښکنځلې
شوې وي .
ــــــ
د دې لپاره چې ټولې ليکنې مخکې له
خپرېدو يو ځل کتل غواړي که د ليکنو په
خپراوي کې (
زموږ لخوا د ليکنو د ژر خپراوي د کوښښ
سره سره ) ځنډ راته نو درانه
ليکوال به د پاڼې له چلوونکي څخه
دد غه ځنډ له امله خپگان نه کوي . هر څومره چې د
ليکنې بڼه معياري او منځپانگه يې لوړه وي ، هغومره
به يې د لومړيتوب او ژر خپرېدو چانس لوړ
وي .
ــــــ
د مطالبو په خپراوي كې مو معيار ((چا ليكلې يا
ليكلى)) نه بلكې ((څه او څنگه ليكلې يا ليكلى)) دی . په
بله وينا د چا ليكلي پرځاى د ليكنې يا اثر منځپانگې ته
ډېر ارزښت وركول كيږي . د ليکنو په
انتخاب او لومړيتوب کې د پوره دقت سره سره
كېداى شي په جالپاڼه كې مو د ((ډېرو ښو ))، ((ښو))
او ((منځنيو )) ليكنو او مطالبو تر څنگ، ((خرابې )) او يا
((ډېرې خرابې )) ليكنې لكه د ښو معطرو گلانو ، لويو دنگو
ونو او ميوه لرونكو بوټو تر څنگ هرزه بوټي او واښه هم تر
سترگو شي ، چې دا به د لوى لاس ( قصدي ) كړنه نه بلكې
زموږ د پام نه اوښتو او يا هم ليکوال ته يې د ښې راتلونكې
د سود كولو له امله وي .
ــــــ
تـل افغان وېب پاڼـــــه يوه ثبت ( راجستر)
شوې پاڼه ده . په وېب پاڼـــــه کې د
خپرو شوو ليکنو ټول حقوق
خوندي دي . د سايټ د مسول له اجازې او
يا هم د منبع له ښوولو پرته ، لدې
پاڼې څخه د محتوياتو کاپی کول او نشرول
په هره بڼه چې وي منع دي .
ــــــ
كوښښ به مو دا وي چې تل افغان ډېره ځانگړې او يوه
مخيزه بڼه و نه لري . هر راز او د هر چا د طبعيت او ذوق د
خړوبولو لپاره څه ولرو، او هر افغان لوستونكى د ځان لپاره
پكې يو څه وويني او ولولي .
د تل افغان جالپاڼې د لا سمسورتيا او د تشود ډكون لپاره
غواړو تاسې ټولو ته د هغه څه رالېږلو چې ستاسې په
اند روزونكي ، پالونكي او د تشو ډكونكي دي، بلنه دركړو.
په
ټولې افغاني او فرهنگي مينې
د تل افغـــان وېب سايټ
مسئـــول چلونـــــكى