كتــــــــــــــــــــاب     ۲

 
 

 

نوموړی ناول د خوست ولايت د ځوانې ليکوالې بي بي سيده عارف لومړنی اثر دی .
پرکتاب سريزه ښاغلي استادمحمد اصف صميم
  ليکلې ده ،چې دده په اند ((ددې ناول پر هنري ښکلا سربيره يوه ځانګړنه دا هم ده ، چې ليکوالي په ډېر کم منګ کې ددغسې يوې سپېڅلې ولولې او برلاسې هنري ژبې په زور د يوه داسې درانه پېټي وړو ته د همت مټې رانغښتې ، چې له کتاب ، لوست او قلم سره ددې د لېونۍ مينې اندازه ترې له ورايه لږيدای شي))
دناول کيسه تراژيدي
 پيښې انځوروي ،د يادولو وړ ده چې  بي بي سيده عارف لومړنۍ پېغله ده چې په اوولس کلنۍ کې يې ناول ليکلی دى.
کمپوز او ډيزاين يې ذبيح الله عارف کړی دى  .
د چاپ چارې يې په پېښور کې د ميهن کتاب پلورنځي لخوا ترسره شوي  دي ، چې په سپين کاغذ ، رنګه پښتۍ او په ښه صحافت
  چاپ شوی دى.
د تر لاسه کيدو ځای
ميهن کتاب پلورنځی
بورډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان

ټيليفون شميرې
پېښور :03219895621
پېښور :033392600398
کابل : 0799820749

 

 

 مرجانه ناول دخوست ولايت د ځوان ليکوال ذبيح الله عارف لومړنی اثر دی ، چې اوس اوس په پېښور کې له چاپه راوتی دى .
ناول په زړه پورې رومانټيکه کيسه لري ، چې په يوې مينې راڅرخي ، دذبيح الله عارف عمر ته په کتنې سره ددې ناول ښکلا په دې کې ده چې ، ساده روانه ژبه او انځوريز نثر لري ، نوموړي مخکې له دې د خوست  ولايت په الفتح عالي ليسه کې د بيړۍ په نوم ديوالي جريده چلوله
.
 کتاب په  ښکلې رنګه پښتۍ ،سپين کاغذ په
۱۳۰ مخونو کې چاپ شوى دى . د چاپ چارې يې  ميهن کتاب پلورنځی تر سره کړي دي.

  د تر لاسه کېدو ځای

ميهن کتاب پلورنځی

بورډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان

ټيليفون شميرې

بشير- پېښور :  03219895621

بشير-  پېښور :033392600398

کابل : 079982074

 

 

 

د پښتو ادبي چمن ټل لخوا تېر کال د دويم نړيوال کنوينشن ٢٠٠٥ په موقعه اورول  شوې مقالې د "پښتو: پرون، نن او سبا" په نوم په يو دروند کتاب کې چاپ شوې.

دا کتاب چې په  425 مخونو کې په سپين معياري کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى ټول دري څلوېښت سرليکونه لري چې پکې برسېره د کنوينشن پر مقالو ځينې نورې ارزښتمنې مقالې هم چاپ شوې دي.

د کتاب د ترتيب کار اسير منګل او سليم بنګښ کړى دى، د کمپوزنګ، ډيزاين او پروف ريډنګ چارې يې عبدالهادي حيران ترسره کړې دي، تړون يې د کمپيوټري نړۍ د يوې پېژندل شوې څېرې "لېوال" په نوم شوى دى او بيعه يې ٣٠٠ کالدارۍ ده.

د ادبي کره کتونکو په فکر دا په ٢٠٠٦ء کال کې د پښتو لومړى مهم اثر دى چې د پښتو مينه وال به ترې زياته علمي او ادبي ګټه واخيستلاى شي.

 

 

 

د محترم اجمل خټک د شعرونو يوه درنه ټولګه ده چې څو ورځې د مخه د يونيورسټي بک ايجنسي پېښور لخوا چاپ شوې ده. دا کتاب چې د اعلى معيار په سپين کاغذ او زړۀ راښکونکې سرپاڼه چاپ شوى دى، په پنځو برخو (١) نظمونه، (٢) غزلونه، (٣) رباعيات، (٤) ژوند او خوند او (٥) جلوه د جانان ويشلى شوى دى او په څلور نيمو سوو خواوشا مخونو خور دى.
په دې کتاب کې د محترم اجمل خټک د ژوند په مختلفو وختونو او مختلفو ځايونو کې ليکل شوې شاعري راغونډه کړى شوې ده چې د هغوى د نورې شاعرۍ په څېر ژوندي لفظونه، زړۀ راښکونکى جوړښت، مسرت بخښونکى اهنګ او د جذبې تودوالى لري. د بېلګې په توګه دغه څو شعرونه يې ولولئ چې د ژوند بېلابېل رنګونه لري:

خداى خو هر څۀ راپيدا کړۀ ښکلي ښکلي
خو سپېرۀ غټان يې بيا کاندي ناولي
د جنت ښائست د دې دپاره نۀ دى
چې به دا د هوس ګوډي ورته زغلي
جنت هر چرته چې دى زما او ستا دى
چې مو زړۀ ورته د ګل هسې صفا دى
ملنګ يم خو لعلونو نۀ، خالونو پسې ګرځم
کچکول چې ګرځوم نو ديدنونو پسې ګرځم
د کلي خلکو! ما لېونى مۀ بولئ مئين يم
صحرا کې د ليلا په ديدنونو پسې ګرځم
اوس هم پکې د ماتو بنګړو نښې نښانې شته
دا ځکه خو په شاړو ګودرونو پسې ګرځم

دا کتاب چې د همدې کال د فبروروي په مياشت کې چاپ شوى د پروف او ترتيب چارې يې محمد زبير حسرت ترسره کړي او کمپوزنګ يې ذيشان شاهد کړى دى. بيه يې ١٥٠ روپۍ ده.
دا کتاب يوه د کمپوز ښکاره غلطي لري چې د کتاب نوم "د ژوند چغه" دى خو د ټول کتاب د هر مخ په سر (Header) باندې د کتاب نوم "د وخت چغه" ليکل شوى دى.  
مينه وال دا دواړه کتابونه د هر لوي کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولاى شي.

 

 

د پښتو ژبې د ستر ليکوال، شاعر، اديب، پوهان او ملتپال سياستپوه محترم اجمل خټک د ياداښتونو کتاب دى چې لومړۍ برخه يې تازه له چاپه راوتلې ده.
دا کتاب چې په پنځه سوه او نوي مخونو خور او څلورو دورونو، يوه ضميمه او يو مضمون مشتمل دى د ډېر زيات ارزښت وړ په دې دى چې محترم اجمل خټک د دې سيمې په سياسي او ادبي چارو کې ډېر فعال رول لوبولى دى او پرته له تجربې، مشاهدې او مطالعې ځينې داسې پټ رازونه هم ورته معلوم دي چې ډېرو خلکو ته نۀ دي معلوم. هغه د قامي مشرانو نه نيولې تر لويو سياستمدارانو، پوځي شخصياتو او نامتو شاعرانو او اديبانو سره نژدې پاتې شوى دى او پخپله يې هم د سياست او ادب په ډګر کې د ځانګړو لارو رهبري کړې ده. لدې امله د ښاغلي اجمل خټک د ياداښتونو دا کتاب هم لکه د هغوى د نورو کتابونو په څېر يو ډېر ارزښتمند اثر دى چې د ادب مينه وال به ډېره ګټه ځينې واخلي.
د کتاب په دې لومړۍ برخه کې د ګڼ شمېر پښتنو ليکوالو، پوهانو او شاعرانو پېژندګلو ورکړى شوې دي او د هغوى د ادبي هلو ځلو په هکله يې خپل ياداښتونه پکې راغونډ کړي دي چې په منځ منځ کې يې تاريخي او ناياب انځورونه هم ورسره زيات شوي دي.
د دې کتاب د چاپ چارې رياض بک ايجنسي کالج روډ تحصيل بازار چارسده ترسره کړې دي، اهتمام يې وريدخان رځړ کړى دى او بيه يې ١٩٠ روپۍ ده. سريزه يې ښاغلي اجمل خټک پخپله او د ښاغلي اجمل خټک په هکله يوه ليکنه وريد خان کړې ده.
د کتاب په شا د محترم اجمل خټک د کتابونو د ورکړاى شوي فهرست څخه څرګندېږي چې هغوى په همدې ډول د سياسي ژوند ياداښتونه هم ليکي چې دا به هم يو ډېر ارزښتمند اثر وي.

 

 

دا د پښتو ژبې د وتلې او پياوړې شاعرې ناهيد سحر دوهمه شعري ټولګه ده چې تازه په پېښور کې له چاپه راوتلې ده.

مېرمن ناهيد سحر  د نااشنا او عجيبه عجيبه رواجونو او بندېزونو په جال کې د ګېرې پښتنې ټولنې هغه شاعره ده چې خپل يو ځانګړى سوچ لري او د دغه سوچ د څرګندولو لپاره د شعر نوى انداز  پکار راولي او د ښاغلي سعد الله جان برق په وېنا چې "د ناهيد سحر ځانله يوه بېله خپله دنيا ده. هغه دنيا چې وجود يې نشته خو دا غواړي چې دغسې دې وي، دغسې دې وشي يا کاش چې دغسې وى. خصوصاً د دې په ازادو نظمونو کې دغه دنيا ډېره ښکاره محسوسېږي".

لدې وړاندې د ناهيد سحر د هائيکوګانو ټولګه د "خپلو خوبونو له تعبير لټوم" په نامه چاپ شوې وه چې په پښتو شاعرۍ کې خپل ځانګړى مقام لري او په ادبي نړۍ کې يې ښۀ نوم جوړ کړى دى.

دا کتاب (زه به دريادېږمه) چې زړه راښکونکې سرپاڼه لري او په سپين معياري کاغذ چاپ شوى دى په څه دپاسه درې سوه مخونو کې بلها رنګين او د جمالياتي اړخ لرونکي خواږه نظمونه، غزلونه، هائيکوګانې او نور شعرونه لري. تړون يې د هر هغه پښتون په نوم شوى چې په صحيح معنو کې د پښتو سره پښتو کوي.  کمپوزنګ يې امجد امين کړى دى او بيه يې ١٨٠ روپۍ ده. په پښتونخوا کې د هر لوي کتابپلورنځي څخه ترلاسه کېدلاى شي.

 

 

 بله پاڼه       لومړۍ پاڼه      تېره پاڼه

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.