|
د ازبك كره چې وزېږي اوزبك شي ايتنيكي هويت كه له يوې خوا تاريخي محدوديت دى، خو له بلې خوا بيا تاريخي واقعيت هم گڼل كيږي. دا محدوديت او واقعيت چې دواړه د زوكړې له نېټې څخه راپيل كيږي، د اجتماعي عادت له پخېدو سره تقريباً د فطري طبيعت درجې ته ځان رسوي. ځكه نو دا خبره بې څه نه ده چې وايي عادت دوهم طبيعت دى. كه په دې واقعيت څوك ځان سم وپوهوي نو بيا د خپل محدوديت په خواصو هم ډېر ښه پوهېداى سي. له دې واقعيت څخه كه څوك تېر سي او يا له دې محدوديته څخه ځان راوباسي خو د بل چا ذهنيت چندانې نه سي ور اړولاى، ځكه هغه كه خپل وي او كه بل، د ځاني محدوديت او واقعيت په عذر تاسې هر كله د همدې محدوديت او واقعيت په هنداره كې ويني او بس. د دې راز تاريخي محدوديتونو پېژندنه او د واقعتيونو پوهنه د نن ورځې د اجتماعي ضرورتونو په جمله كې يوه خورا مهمه مسئله گرځېدلې ده. هغه پوښتنې چې د كوم ايتنوس (توكم) د موجوديت او يا له نورو ايتنوسونو سره د هغه د اړيكو په مناسبت منځ ته راځي، ټوله د دغه شان محدوديتونو په پېژندنه او واقعيتونو په پوهنه كې خپل ټيك جوابونه پيدا كولاى سي. له دې جهته نو د هر چا لپاره د اوسنۍ نړۍ په گڼو جرياناتو كې چې د تخنيكي گډېدنې او شعوري بېلېدنې دواړې اجتماعي او انفرادي پديدې يو ځاى په بېړه مخ په وړاندې بيايي، دا خبره په كار ده چې ځان هم په خپله او هم په نورو باندې سم وپېژني. د دې ملي دندې په احساس چې د انساني رسالت يوه برخه يې هم بولم، غواړم د خپل ايتنيكي هويت پر هغه محدوديت او واقعيت باندې يو څه رڼا واچوم چې د ژبې، شعور، خصلت، سيرت، عادت او چلند پر بنا يې له ما څخه يو پښتون جوړ كړى دى. دا زما شخصي انتخاب نه دى، بلكې تاريخي انتخاب دى چې د پښتني كلتور په قالب كې يې زما كړو وړو ته پښتني شكل وركړى دى . دا شكل چې زما په خيال د نورو شكلونو په پرتله نه ډېر نتلى او نه ډېر وتلى دى خو هر څه چې دى په تاريخي لحاظ يې زما سرنوشت راټاكلى دى. پښتون د ايتنيكي هويت په څېر يو خپور او غوړېدلى قوم دى چې له ډېرو پېړيو راهيسې يې په دې سيمه كې خپل اجتماعي، اقتصادي، سياسي او نظامي نقش په يوه او بل رنگ كې لوبولى دى. خو د دوى د تاريخي ماهيت په باره كې دوې څرگندې خطاوې موږ ته په مخه راځي. له يوې خوا د هيجاني مبالغو په زور له يوې پښتو سندرې څخه داسې هنگامه جوړيږي چې بايد د نړۍ د سترو شهكارونو په سر كې ځاى ونيسي. خو د بلې خوا بيا د دې ستر ملت موجوديت چې د هغه په عيني او مشهود واقعيت كې د تاريخي بهيرونو گڼې پديدې تثبيت سوې دي، د يوې بلې سندرې په تاله باندې د صفر درجې ته د خولې په تشو خبرو راوستل كيږي. د دې لپاره چې د حقايقو په پېژندنه او پوهنه كې د چپه او راسته تمايلاتو تر سياسي جذباتو لاندې نه څوك سپك سي او نه څوك ورك سي نو لازمه ده چې زموږ په وړاندې پښتون ملت چې نن ورځ نړيوالو جرياناتو د هغه نقش ته د خپلو منافعو په حساب يو ځل بيا ډېره خاصه توجه راگرځولې ده، د خپل جوړښت، پرورښت او پايښت په واقعي مسير كې تر پلټنې لاندې وپېژنو. په دغه منظور يو شمېر اصولي مبادي چې د پښتنو د ټولنيز تاريخ ځينې اړخونه ټاكي دلته وړاندې كيږي چې ښايي په همدې مېتود باندې به يې نور جدي پلټونكي ښه ترا وڅېړي او د بشپړتيا تر امكانه به پراختيا وركړي.
كابل تاريخي انتخاب د مځكې مخ نن ورځ په دونه بېلابېلو قومونو يا ولسونو پوښلى دى چې وايي د ژبې په شاخص يې مجموعي شمېر نږدې څلور زرو توكميزو واحدونو ته رسېداى سي. دوى ټوله په يوه گړۍ او ناڅاپه د سترگو په رپ كې نه دي را پيدا سوي، بلكې د يوې اوږدې مودې په اوږده دوران كې، د پرلپسې زېږېدنو، مړه كېدنو، بدلونونو، اوښتونو، گډېدنو، بېلېدنو، خپرېدنو، لېږدېدنو او ټكرونو له گڼو استحالو او پېچلو بهيرونو څخه راوتلي او د همدې اوسنيو ټاكلو ايتينكي هويتونو يا ملي واحدونو بېلابېلو مراحلو او درجو ته را رسېدلي دي. د دې ښورانده ټولنيزې پروسې په روان سيل كې چې اوس څوك تر مخ، څوك بل چېرې د بېلابېل كميت او كيفيت په حساب په يوه يا بل وطني او ملي تركيب كې خپل پايښت ته ادامه وركوي، البته د بقاء او د موجوديت د ډول ټوله داخلي او خارجي عوامل يې په هغه مقوله كې توحيد كېداى سي چې ښايي د بيالوجۍ "د طبيعي انتخاب" پر موازات په ټولنپوهنه كې "د تاريخي انتخاب" نوم پر كښېښوول سي. "د تاريخي انتخاب" مقوله كه څه هم تر اوسه پورې په تيوريكي ډول تر علمي تدوين لاندې نه ده راغلې خو د هغې مبادي او مفردات كېدلاى سي چې د قومونو او ولسونو د راڅرگندېدو، ودې، وړاندې تگ، تر شا پاته كېدو، له منځه تلو او داسې نورو بهيرونو په تاريخي پديدو كې تر يو ځايه وموندل سي. له دې خبرې سره نو د ټولنيز تاريخ واقعي څېړنه د ټولنيزو هويتونو د پايښت او پرورښت په منظور خورا زيات حياتي اهميت كسبوي او د ټولنې ذهنيت هغو علمي قانونمنديو ته راگرځوي چې د ټولنيزې هستۍ د مړيني او ژوند جريانونه اداره كوي. "د تاريخي انتخاب" په مقوله كې بنيادي ټكى چې بايد د هغه په ملاحظه د ايتنيكي يا ملي واحدونو د پايښت او پرورښت جريانونه وكتل سي او د تاريخي قانونمندۍ بېلابېل عوامل يې وموندل سي، په عمومي الفاظو كې "د ثبات او بدلون" په نومو يادېداى سي. هغه ثبات چې له بدلون سره مل وي او د دواړو تر منځ يوه مناسبه موازنه قايمه وي، يعنې ثبات په بدلون كې او بدلون په ثبات كې خپل موجوديت څرگندوي، نو د دې عواملو د تركيب په نتيجه كې هغه څه منځ ته راځي چې تكامل ورته ويل كېداى سي. خو كه چېرې ثبات بدلون ته مجال نه وركوي او يا بدلون پر يوه مخ ثبات له منځه اخلي، نو هلته د تكامل ځاى ارو مرو د انقراض يا نفي له خوا څخه نيول كيږي. د بيالوجيكي جرياناتو په طبيعي انتخاب كې هم هغه انواع او اصناف چې د ثبات نهايي حد ته ورسيږي او نور نو په خپل وجود كې د بدلون استعداد ونه لري، نو كه څه هم د يو ډول شرايطو په زمينه كې خورا تكړه بلل كېداى سي، لاكن د خپل دغه شان اختصاصي هويت په وجه د انقراض په لاره كې د نفي تر سرنوشته ځان رسوي. له بله پلوه بيا د بدلون عمليه هم دا غواړي چې بايد د يوه ثبات په زمينه كې خپل ځان څرگند كړي . تكامل نو څه په طبيعي او څه په تاريخي ساحه كې يو داسې حالت دى چې د ثبات او بدلون د متضادو او پرله اخښلو پروسو له توازنه څخه منځ ته راځي. لكه څنگه چې د طبيعي انتخاب د جينيټيكي قانونمنديو په رڼا كې د پوهنې له لارې د كورنيو حيواناتو او نباتاتو د توليد او تكثير لپاره "مصنوعي انتخاب" منځ ته راغلى دى، دغه رنگه دا خبره د امكان په ساحه كې دننه ده چې د تاريخي انتخاب د اجتماعي قانونمنديو په رڼا كې د پوهنې په وسيله هغه لارې او چارې وموندل سي چې "د شعوري انتخاب" تر نامه لاندې د استفادې وړ وگرځي. د نړيوال تاريخ په روانه دوره كې چې څو كلونه پرلپسې د سوسياليزم او كاپيټاليزم تر منځ ډېره شديده مقابله جاري وه، نو هر يوه د هغه بل د ړنگېدو يا مغلوبېدو په منظور د ايتنيكي يا ملي شعور د راويښېدو او پياوړي كېدو لپاره زيار ايستى او د همدې متقابلې پروسې نتيجه يې وبولئ چې اوس د نړيوالو تضادونو په غېږ كې ورو ورو ايتنيكي هويتونه يا ملي واحدونه زموږ تر سترگو لاندې په سياسي واحدونو باندې هم تبديلېږي. له دې جريانه سره نو نن تر بل هر وخت "د شعوري انتخاب" نقش خورا ډېر را سربېره سوى دى. په شعوري انتخاب كې چې له تاريخي انتخابه څخه نتايج اخلي، تر ټولو ستره پوښتنه له داسې ټكو سره اړه لري :
د ثبات يا بدلون په گڼو اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي مسايلو پورې مربوط د شعوري انتخاب يا اختيار مسئله له هغه تاريخي انتخاب يا اجبار سره مخامخ اړه پيدا كوي چې د چا د ټولنيز تاريخ په پروسه كې يې خپل نقش لوبولى او تثبيت كړى وي. ټولنيز تاريخ وايي دا خبره د لومړي ځل لپاره په علمي مفهوم د ارستو له خولې راوتلې ده چې "انسان مدني بالطبع" دى. د نن ورځې په تعبير د دې څرگندونې معنا دا ده، چې ټولنولي يا د اجتماعيت روحيه له لويه سره څخه د بشر په خټه كې اخښلې ده. د انسان د مدني يا اجتماعي واقعيت منشأ زياتره د سترو پوهانو له خوا څخه د يوې طبيعي يا غريزي پديدې په څېر ښوول سوې ده . د مثال لپاره اينگلس يو ځاى ليكي : "په هغه تكامل كې چې انسان له مېمونه څخه راكړى دى، د عواملو په جمله كې يې زما په عقيده يوه ډېره اساسي رافعه اجتماعي غريزه ده . لومړنيو انسانانو ارومرو په ډله ايزه توگه ژوند كاوه، او څونه چې د تېرې زمانې تر حالاتو پورې زموږ ليد رسېدلاى سي نو وينو چې همدې خبرې حقيقت درلودى، (1 – ش، 369 – م)". بشري ټولنه په غريزي حساب يوه طبيعي پديده ده چې په بيالوجيكي سطحه كې له حيواني ټولنې څخه چندانې توپير نه لري. خو د دې ټولنې د بشري او حيواني حالت تر منځ اساسي توپير له هغه ځايه راپيل كيږي چې انسان په توليدي چارو لاس پورې كوي. د دې بيان په توضيح كې د اينگلس هغه څرگندونه د يادونې وړ ده چې وايي : "د بشري او حيواني ټولنې تر منځ اساسي توپير په دې خبره كې دى چې حيوانان منتها (ټولونه) كوي، خو په داسې حال كې انسانان بيا توليد سر ته رسوي، (1 – ش، 368 – م)". ماركس چې كله د حيوان او انسان تر منځ د وېش پوله ټاكي نو د توليد پر ټكي داسې زور اچوي : "انسانان كېدلاى سي د شعور، مذهب او يا كوم بل شي په وجه چې ستاسې خوښ وي، له حيواناتو څخه را بېل سي. خو دوى په خپله ځانونه هغه گړى له حيواناتو څخه را بېل كړه چې د خپل ژوند د لوازمو په توليد يې شروع وكړه، (2 – ش، 31 – م)". د پورتنيو څرگندونو په رڼا كې دا ټكى تر يوه حده روښانه سو چې د حيواناتو حياتي فعاليت يوازې تر دې ټكي رسېداى سي چې د قدرت تيار طبيعي پيداوار د ځان د مصرف لپاره راټول كړي، خو انسانان بيا د طبيعت په ورشو كې يوازې د همداسې تيارو پيداوارو په راټولونه غاړه نه باسي، بلكې له خپلو اړتياوو سره سم د هغو توليد ته هم لاس اچوي. اوس نو هغه ټولنه چې د توليدي چارو په روابطو كې يو ځاى كيږي له غريزي نوعيته څخه د تاريخي خصلت ساحې ته انكشاف راكوي او د زمانې په اوږدو كې يې د مادي توليداتو او معنوي ايجاداتو زېرمې پرلپسې هم بدليږي او هم پراخيږي. دا كټ مټ داسې مثال لري لكه د توالد او تناسل عمليه چې د انسان په مورد كې د حيوان په څېر د ژوند يوه بيالوجيكي پديده ده، خو كله چې دا پديده په اجتماعي زمينه كې ځاى نيسي نو خورا ډېرې كلتوري چارې ورسره را پيدا كيږي چې بېلابېل شكلونه او ډولونه يې د تاريخي موسساتو په شان د ژوندانه په تعاملاتو كې خپل پياوړى نفوذ ساتي. د توليدي چارو په روابطو كې را يو ځاى سوې ټولنه چې د همدې روابطو په وجود كې يې تناسلي دودونه، كلتوري پيوندونه، ژبني اشتراكونه، اعتقادي چلندونه، سياسي هويتونه او داسې نور په لسهاو تاريخي، اجتماعي بعدونه د تشكل او تكامل ناپايه لار په خوله وركوي، نو دغه ټوله څو اړخيزه متحركه او متحوله مجموعي پروسه له سره څخه تر اوسه د ټولنيز تاريخ په نامه يادېداى سي. په علمي زمينه كې هغو معلوماتو ته د ټولنيز تاريخ نوم وركول سوى دى چې د يوې دغسې ټولنيزې مجموعې تاريخي بدلېدني او اووښتنې د زمانې په اوږدو كې تر پلټنې لاندې نيول كيږي. د اجتماعي علومو په يو معتبر قاموس كې د ټولنيز تاريخ لپاره داسې يو تعريف تدوين سوى دى : "د ټولنيزو روابطو د بدلېدونكې شبكې، د ټولنيزو مؤسساتو د ودې او د ټولنيزو خيالاتو او ارزښتونو په برخه كې د اووښتنو څېړنې ته ټولنيز تاريخ ويل كيږي، (3 – ش، 655 – م) ". د ټولنيز تاريخ بنيادي توپير له بل هر راز انفرادي تاريخ سره دا دى چې دا د يوه ژوندي او موجود واقعيت سره په مخامخ رابطه كې د هغه سابقه تر څېړنې لاندې نيسي، خو پرته له دې نور تاريخونه بيا عموماً سر تر پايه د مړو په باره كې د تېرو زمانو تېر سوي نكلونه گڼل كيږي. د انفرادي تاريخ يا د مړو كسانو د نكلو په مضمون كې كېدلاى سي چې هر راز تخيلي او ادبي مبالغې په يوه او يا بل نيت هلته وويل سي، لاكن په ټولنيز تاريخ كې چې د هغه مضمون ژوندى قوم يا ولس وي او په خپله د يوې تاريخي محصلې په څېر د هغه واقعي وجود ستاسې په وړاندې له خپله تاريخه څخه سمه دمه نمايندگي كوي، نو دا راز بې بنياده بيانو ته چې مخامخ له موجود واقعيته سره سر نه خوري، د منلو مجال نه پاتيږي. بل مهم تفاوت چې ټولنيز تاريخ يې د تاريخ له نورو ډولونو سره لري، په دې برخه كې دى چې د ده منابع او مدارك هيڅ لازمه نه ده چې ارو مرو به د انفرادي وگړو د خپل وخت د خيالاتو او انتباهاتو كتبي پديدې وي، بلكې د ده مدارك تر ډېره حده د توليدي طرزونو، ژبنيو پديدو، كلتوري مؤسساتو، اعتقادي جرياناتو، رسوماتو او داسې نورو اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي حالاتو له تېرو او موجودو واقعيتونو څخه جوړيږي. د پښتنو د ټولنيز تاريخ عيني منابع د تاريخي انتخاب هغه پروسه چې زموږ د سيمې د غرونو او رودونو په طبيعي ورشو او ناوو كې يې د پښتانه د موجوديت خټه اخښلې او د هغه د ځانگړي ايتنيكي هويت لويه پرگنه يې د گڼو جينيټيكي، اجتماعي، كلتوري او سياسي شرايطو د التقايي بهيرونو له منځه څخه را ايستلې او د تاريخي ثبات يوې ټينگې او پخې درجې ته رسولې ده، له هره پلوه په دې ارزي چې د بشري ټولنې د بېلابېلو هويتونو د تشكل او تكامل د قانونمنديو د پوهېدنې په برخه كې يوه په ځان پوره او بشپړه كلاسيكه نمونه وگڼل سي. د پښتنو د جوړښت، پرورښت او پايښت زياته برخه چې د غرنيو ټاټوبو په ښو يا بدو شرايطو كې د پياوړې پوونده گرۍ او د وړې پيمانې د ازادې كرونده گرۍ او هم د دې دواړو توليدي طرزونو تر منځ د اختلاط په روابطو كې تېره سوې ده، نو د همدې قوم په وجود كې يې يو شمېر اجتماعي خصلتونه را پيدا كړي دي چې د "ثبات" عناصر يې هر وخت د "بدلون" تر عواملو غالب ليده كيږي. دا چې تر نن ورځې پورې د پښتنو په ولسي ژبه كې، د پښتنو په دودونو كې، د پښتنو په ټولنيزو تعاملاتو او يا په مجموعي توگه په "پښتونواله" كې د لېرې او لرغونې زمانې څرگندې بېلگې ژوندۍ ساتل سوې او پالل سوې دي، د همدغه تاريخي ثبات نتيجه يې وبولئ چې پايه يې بې له شكه د توليد د طرز تر ثباته پورې رسېداى سي. د ښه او بد خبره يې دلته نه سي مطرح كېداى، ځكه هغه د ټولنيز ژوند د ارتقايي موازينو له مخې پرېكړې ته رسېږي. (1) - څرنگه چې ټوله پښتني پرگنه د كُل په توگه يوه كلتوري مجتمع گڼله كېداى سي او هم يې "ژبنى جمعيت" د نامه او محتوا په حساب له "ايتنيكي هويت" سره تر ډېره ځايه پوره سمون خوړلاى سي، نو ځكه ژبني مدارك يې تر هر څه لومړى په ډاډه زړه د ايتنيكي مداركو په څېر د ټولنيز تاريخ لپاره كار وركولاى سي. دا خبره مې څو كرته كړې ده او يو ځل يې بيا هم كوم چې د پښتو او پښتون سر يو د بل سره په تاريخ كې تړلى دى. له هره ځايه څخه چې كوم يو را پيل كيږي، د هغه بل مبداء هم بايد په هغه ځاى كې ولټول سي. د پښتو ژبې په واحد وجود كې د "ښ، ږ" او "خ، گ" دوې لويې لهجوي څانگې كېدلاى سي چې د پښتون په واحد وجود كې دوې لويې منطقوي څانگې او يا خو د ډېرې لېرې زمانې په نهايي تحليل كې بېلابېلې ايتنيكي او جينيټيكي څانگې هم موږ ته راوښيي . په هره څانگه كې دننه گڼ شمېر بېلابېلې لهجې او وراشې كېدلاى سي چې موږ ته گڼ شمېر بېلابېلې قبيلې او تپې راڅرگندې كړي. د لويو ښارونو په مركزي حوزو كې بيا د گڼو ولسونو سيمه ايزه لهجه هم د ښاري پښتنو د گڼو قومونو تر منځ د اجتماعي توحيد او اقتصادي انكشاف ژوندۍ نمونه بلل كېداى سي. د ژبې ښاري او كليوالي توپيرونه يې پر نورو علايمو سربېره د ښاري او كليوالي ټوليو پر پېژندنه باندې هم څرگند دلالت كوي. هر څوك چې په هره رابطه خپل ځان له بل سره پيوندوي او يا يې ځنې رابېلوي خو يوازې علمي شاخص يا واقعي څرگندوى چې د پښتني رابطې په حقيقي پېژندنه كې سم كار وركوي، هغه پښتو ژبه ده او بس. د همدې ژبې تاريخي نتيجه ده چې څوك د پښتون په ټول راكښېوتلى او يو بل څوك بيا ځنې وتلى دى. پر ژبني مفهوم سربېره د پښتو كلتوري مفهوم همدارنگه د پښتنو د اجتماعي دودونو او رسمونو په څرگندونه او پېژندنه كې سمه لاره ښوولاى سي. (2) - د ژبنيو بېلگو په جمله كې د پښتو شفاهي ادبيات چې د پښتني ټولنې د ذهني او عيني ژوند په عملي جريان كې رازېږېدلي دي او د پرگنو تاريخي حافظې البته د حياتي اړتيا په غوښتنه له يوه پښته څخه بل ته د ژبې په زمينه كې د تېرو زمانو د پاته يادگارونو په څېر تر دا اوسه لا ژوندي ساتلي دي، رښتيا هم د خورا كره منابعو او مداركو په شان د پښتنو د ټولنيز تاريخ لپاره تر استفادې لاندې راتلاى سي. په دې ټل كې په تېره بيا متلونه، لنډۍ او هم يو شمېر ژبني اصطلاحات په زيات دقت ارزي. ځكه په هغو كې د اجتماعي، اقتصادي ژوند گڼ خصوصيات چې د رشد ځينې مرحلې هم ځنې معلوميږي د سوچه ژبې په سوچه كلتور كې ثبت شوي او د پښتنو د غالبې بې سوادې پرگنې له بركته بې له كومې څرگندې لاسوهنې، ثابت او سالم را رسېدلي دي. (3) - په دې پسې د پښتون ملت كورنۍ، كهولونه، خېلونه، قبيلې او قومونه چې جلا جلا او هم سره يو ځاى د پرله پورې او تمام عيار سيسټم په څېر د تاريخي تشكل او تكامل په ټاكلي قالبونو كې ايجاد سوي او د نسبي نقش ټولنيز آثار يې حتى تر دې آنه لا هم ادامه لري، په مجموعي توگه د قبيلوي نظام يو داسې بشپړ كلاسيك مثال څرگندوي چې ټولو اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي ابعادو يې تر خپلو نهايي امكاناتو پورې كامل انكشاف كړى دى او زما په فكر د پښتنو، د تاريخي ټينگوالي په وجه د سيمې يا نړۍ په سويه ښايي دا نظام په خپله نوع كې د بشپړوالي له پلوه ډېر لږ ساري ولري. په دې برخه كې هم د ثبات عناصرو هغه نقش لوبولى دى چې دا سيسټم يې د تخريبي عواملو له پياوړو اغېزو سره د يو ټيپيك تاريخي اثر په توگه سالم را رسولى دى. د پښتنو د قومي نظام په بېلابېلو واحدونو كې چې د اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي قانونمنديو ټولې خواوې يې په ښكاره ليده كېداى سي، داسې زيات فاكتونه سته چې د بشري ټولنې د انكشاف له نظره پر زياتو تاريخي اړخونو باندې رڼا اچوي. په پښتني پرگنه كې لوى او واړه نسبي هويتونه چې په خپل منځي او دباندني مناسباتو كې پاس او ټيټ دريځونه هم لري، په پښتو ژبه كې يې داسې خاص نومونه له ځانه سره خوندي ساتلي دي چې د ژبني خصوصياتو له پلوه د هغو په باره كې دا حدس وهل كېداى سي چې خورا لرغوني دي او لفظي مفاهيم يې د تاريخ په ډېرو لېرو تاريكيو كې ډوب دي. په دې جمله كې البته ځينې نوي نومونه هم په مخه راځي چې تاريخي دلالت يې سمدم د اسلامي دورې په زمانه كې تثبيت كېداى سي. (4) - نسبي شجرې چې د پښتنو په خپل كلتور كې له لويه سره څخه شفاهي ميراث دى او بيا يې په وروستنيو زمانو كې د وخت له ايجابه سره كتبي ساحې ته هم انكشاف راكړى دى، په دې معنا د پښتنو د ايتنيكي جوړښت يو شمېر خصوصيات انعكاسوي چې بېلابېل ټولنيز واحدونه يې تر خاصو نومو لاندې په يوه ټاكلې زمانه كې ثبت كړي دي او هر قومي واحد چې هلته يوازې د تناسلي پيوند محصول گڼل سوى دى هغه د شجرو د سطحي او روايتي تعبير پر خلاف په اصل كې د اوږدې زمانې د اجتماعي، اقتصادي واحد يو جوړښت بلل كيږي. تر خاصو او عجيبو نومو لاندې د قومي واحدونو زيات شمېر چې په نسبي شجرو كې په مخه راځي، يو داسې غښتلى مدرك جوړوي چې سربېره پر نورو خبرو د پښتنو د تاريخ ديموگرافيك شرايط هم څرگندولاى سي. (5) - پښتونواله چې د ټولنيزو تعاملاتو، قوانينو، عاداتو، اخلاقو، دودونو او يا په بل لفظ د پښتني ټولنې د داخلي روابطو او خارجي مناسباتو تاريخي مجموعه احتواء كوي او په يوه يا بل مقياس نن ورځ د هغې په وجود كې مثبت او منفي عناصر هم دواړه موندل كېداى سي، ټوله يو ځاى د كُل په توگه داسې كلتوري منبع ده چې د دولت تر مؤسسې وړاندې د پښتنو د اجتماعي ژوند پر ټوله تاريخي پروسه باندې پوره رڼا اچوي. ځكه پښتونواله چې په نړيوالو معتبرو آثارو كې له وختي څخه لا په همدغه خپل نامه تسجيل سوې ده د عامې رايې د نظر او عمل په ټولنيزه زمينه كې د تقنينيې، قضائيې او اجرائيې ټول هغه عناصر يو ځاى په ځان كې لري چې د بشري جامعې د نظم لپاره ټولنيز تاريخ زېږولي دي. (6) - هغه مېتولوجيكه روحيه چې په ټولنيزه حافظه كې د پښتنو تر منځ په كړنو، ټوټكو، او انگېرونو كې تر دې وخته لا پاته ده د پښتنو په ټولنيز تاريخ كې د اجتماعي شعور گڼې چارې پوره ښكاره كوي. د تيولوجۍ په برخه كې يې داسې شواهد ښوول كېداى سي چې دې ولس ويديزم، بوديزم او زردشتيزم ته تر سوونو كلونو گروهېدنې وروسته د اسلامي تعليماتو بلنه په ارگانيك سويه د ځان لپاره منلې ده او د ځينو څرگندو وجوهاتو په دليل يې خپل بارز نقش د مسلمانۍ په خپرېدو او ټينگېدو كې لوبولى دى . د مېتولوجۍ او تيولوجۍ ژورې اغېزې يې په كلتوري زمينه كې اوس لا هم په سمه توگه مطالعه كېداى سي. (7) - پښتانه د پوونده گرۍ د ژوند په اوږدو آزمويښتونو كې د سيمې د اراضيو د رنگا رنگ سړو او تودو شرايطو سره هم له كوچي پلوه او هم له اقتصادي پلوه تر هر چا زيات په دقيقه توگه آشنا سوي دي او له دې بابته نو د حياتي سوقياتو په زمينه كې هم د بري او هم د تېښتې په امكاناتو پوره پوهېدلي دي. د كوچي ژوند په دايمي پروسه كې د پښتنو نظامي نقش چې په خپل وخت كې سياسي ښېگڼې هم ورسره مل وې، ډېر پخوا راسربېره سوى دى. د غزنوي امپراتورۍ له زمانې راهيسې د پښتني قبيلو واحدونه د مركزي دولتونو په نظامي سيسټم كې داخل سوي دي او پر هند باندې د مغلو په اوږده واكمنۍ كې هم د ځينو اقوامو ونډه څرگنده ده. د اجتماعي، اقتصادي رشد سره موازي د پښتنو د نظامي خصلت پياوړي كېدو دلته هلته د يو شمېر وړو او لويو قبيلوي اتحاديو په تكوين كې ځان راڅرگند كړى دى چې كلاسيكې نمونې يې د يوسفزو په ستره كانفدريسۍ راپيل كيږي او د غلجو د كانفدريسۍ او تر هغې وروسته د درانو د كانفدريسۍ په وجود كې د غټې دولتي امپراتورۍ درجې ته ځان رسوي. دغه كانفدريسي گانې چې يو په بل پسې د رشد او تكامل له مرتب انكشاف څخه نمايندگي كوي د پښتنو د ټولنيز تاريخ پر عيني پروسه باندې پوره رڼا اچوي. پورتني موارد هغه كلي مدارك او واقعي منابع دي چې د سم تحليل په اساس د پښتنو د ټولنيز ژوند مادي او معنوي پروسه د خپل تاريخي واقعيت په زمينه كې موږ ته راښوولاى سي.
د
پښتنو د ايتنيكي "هندو اروپايي" علمي اصطلاح چې د (1813 م) كال راهيسې د ژبنيو څېړنو په نتيجه كې استعمال ته لوېدلې ده، يو شمېر هغه خپلوانې ژبې افاده كوي چې په مشترك ټاټوبي كې د لرغونې كورنۍ په حساب البته د (آريايي) په نامه باندې هم يادېداى سي. د ژبپوهنې له دريځه كه څه هم ژبې له اقوامو څخه تجريد كيږي او په هوا كې د دوى پر ږغونو، كلماتو او داسې نورو خصوصياتو باندې علم راوستل كيږي، خو په ټولنپوهنه كې چې له واقعيت سره سم ژبه پرته له ټولنې او ټولنه پرته له ژبې څخه نه سي تصور كېداى، نو د ژبې سره ارومرو د هغې د خلكو تصور هم ساتل كيږي. په دې ډول نو كله كله د هندو اروپايي يا آريايي ژبو تر منځ د صوتي او لفظي خپلويو له يادېدو سره د هندو اروپايي اقوامو تر منځ د ايتنيكي خپلويو خبره هم ارومرو راولاړېږي. د ژبنيو پديدو اشتراك په تېره بيا په لرغونو زمانو كې چې د انتقالاتو تخنيكي، اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي زمينې زيات وسعت نه لري بې له شكه د ايتنيكي مباديو پر اشتراك باندې هم لږ يا ډېر دلالت كولاى سي. پښتو چې د ژبې او پښتون چې د ايتنيك په لحاظ د آريايي حوزې په مركزي ټاټوبي كې د خپل تكوين او تثبيت لرغونې مرحلې تېرې كړې دي نو دا هيڅ عجبه نه ده چې د ژبې په سوچه مشتركاتو كې د ايتنيكي مشتركاتو څرك هم وموندل سي. لومړى د (ټ)، (ځ)، (څ)، (ډ)، (ړ)، (ږ)، (ښ)، (ڼ) اروپايي او هندي ږغونه چې د پښتو ژبې په جوړښت كې يې يو ځاى خپل پوخ موجوديت تثبيت كړى دى، يوازې د وچ صوتي تصادف زېږنده نه ښكاري بلكې د اروپايي او هندي ولسونو د سيمه ايز اشتراك په مركزي نقطه كې د پښتني تركيب پر ايتنيكي خټه باندې هم څرگند دلالت كوي. د التقاء په دغه منځنۍ نقطه يا پښتني ټاټوبي كې چې د لرغوني تاريخ گڼ بهيرونه يو د بل سره اخښل سوي دي، د پښتو او پښتنو په ژبني او ايتنيكي تركيب كې يې د هرې خوا آثار په بشپړه توگه يوځاى توحيد ته رسولي دي. همدا دليل دى چې ژبپوهان د زياترو ژبو په پرتله پښتو د ږغونو په حساب ډېره بډايه گڼي. ځكه هغه هم اروپايي او هم هندي ږغونه دواړه په ځان كې لري. په دې پسې غواړم دلته د مثال په توگه د پښتو ژبې يو دوو بنيادي كلمو ته پام راوگرځوم چې سترې اجتماعي، اقتصادي مقولې افاده كوي او د ايتنيكي شواهدو څرك هم په لاس راكوي. زما له معلوماتو سره سم لومړۍ كلمه يې هم د هندي او هم د اروپايي حوزې له معادلو كلماتو سره ډېر نږدې لفظي او معنوي يووالى لري، خو دوهمې يې البته يوازې په هندي حوزه كې خپل تاريخي موجوديت ساتلى دى. لومړۍ كلمه (گنۍ) او دوهمه يې (ورهڼه) ده. د (گنۍ) په باره كې ما د (1985 م) كار راهيسې په ځينو ليكنو كې يادونې كړې دي خو په (1988م) كال كې مې يوه مقاله پر وكښه چې د يو شمېر مقدماتي څرگندونو سره پر دغه مضمون په يو څه تفصيل ږغېدلى يم. ښه يې بولم چې د هغې مقالې متن دلته را دمخه كړم : (١) گنۍ : "د ژبې او قوم (ايتنوس) تر منځ مسئله د هغو خبرو له جملې څخه ده چې په تيوريك ډول په ايتنولوجۍ او په امپيريك ډول په ايتنوگرافۍ كې تر څېړنې لاندې نيول كيږي. تر هغه ځايه چې د ژبې او قوم رابطه د بشري تاريخ په سابقه كې په عمومي توگه تعقيب كېداى سي نو له يوې خوا څخه ليده كيږي چې يو شمېر ژبې د خپل اصلي قوم د اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي انكشاف په دليل له خپلې ايتنيكي محدودې څخه وتلې او نور بېلابېل ايتنيكي هويتونه يې هم په خپله حوزه كې راكښېايستلي وي. خو بل پلو ته بيا داسې ژبې په مخه راځي چې دغه راز انكشاف يې نه وي په برخه سوى، بلكې د قوم نوم او د ژبې نوم يې يو له بل سره تړلي پاته وي او په هم دې اساس يې "ژبنى جمعيت" له "ايتنيكي هويت" سره بشپړ مطابقت كوي. كومې ژبې چې د اقتصادي، اجتماعي، كلتوري او سياسي رشد په نتيجه كې يې د خپل قوم له نامه سره اړيكې شلېدلي وي او بېلا بېل ايتنيكي واحدونه يا قومي هويتونه يې په خپله غېږ كې را يو ځاى كړي وي، نو د كلماتو او الفاظو تاريخي بېلگې او داسې نورې ژبنۍ پديدې يې يوازې د يو ځانگړي قوم پخواني جريانات نه انعكاسوي، بلكې د متعددو قومونو او گڼو ولسونو د ژوند حالات بيانولاى سي. اما داسې ژبې چې د يو شمېر عواملو تر اغېزې لاندې د خپل قوم له بومي ساحې څخه نه وي وتلې او د هغه له نامه سره يې خپله رابطه نه وې شكېدلې نو ضرور د هغه قوم د اجتماعي، كلتوري او اقتصادي سابقې په نسبت د تاريخي مداركو او منابعو په توگه ژبني ذخاير وركولاى سي. زموږ د هيواد په ژبو كې پښتو تقريباً هغه راز ژبه ده چې تر ډېره حده يې د پښتنو له قومي هويته سره د خپل نامه تاريخي رابطه تر نن ورځې پورې ټينگه او ژوندۍ ساتلې ده . كه څه هم ځينې واړه گاونډي ايتنيكي واحدونه يې دلته هلته د خپل نفوذ په ساحه كې راكښېايستلي دي اما نه د كميت په لحاظ او نه هم د كيفيت په لحاظ، پر دغه محدوده پراختيا باندې لويه تاريخي محاسبه بنا كېداى سي. په دې اساس نو دا علمي فرضيه مطرح كېداى سي چې پښتون د خپلې پښتو سره يو ځاى د واحدې دورې يو همزولى محصول دى او له هره ځايه چې د پښتو مبداء را نيول كيږي بايد د پښتون مجوديت له هم هغې زمانې څخه په پام كې ونيول سي، ځكه په دې مورد كې چې د قوم او د هغه د ژبې نوم يوه لغوي ريښه لري نو د قوم او ژبې تاريخي سوابق او مظاهر يې هم يو د بل په روښانه كولو كې متقابله مرسته كولاى سي . په دې ترتيب نو هر څه چې يې د ولس تاريخ وي، هغه يې د ژبې پر تاريخ رڼا اچوي او هر څه چې يې د ژبې تاريخ وي هغه يې د ولس تاريخي حالات روښانه كولاى سي. د دې خبرې ويلو ته ډېر ضرورت نسته چې ژبنۍ بېلگې په دغسې مواردو كې هغه شان مدارك او منابع نه سي كېداى چې د يوه پخواني سلطان او قهرمان شخصي بيوگرافي او يا فردي گزارشات په كرونولوجيك توگه موږ ته راوښيي. بلكې په كُلي او مجموعي ډول د يوه ولس يا قوم د ټولنيز تاريخ په روښانه كولو كې لازمه مرسته كولاى سي. مثلاً په هغه ليكنه كې چې ما (د پښتنو په ټولنيز تاريخ كې د مرييتوب پديده)(1)، تر عنوان لاندې خپره كړې ده پر نورو منابعو سربېره مې د پښتو د خپلو ذاتي كلماتو او تركيبي اصطلاحاتو په استناد هم د نوموړې پديدې تاريخي واقعيت او موجوديت د پښتني ټولنې په سابقه كې ښوولى دى . بايد وويل سي چې د ژبې خپل لغات او اصطلاحات چې د ولس په كلتور كې دننه رازېږي، او د پرگنو تر منځ منل كيږي، هيڅ كله خوشې واهي او يا چټي تصادفي پديدې نه گڼل كيږي، بلكې زياتره د ټولنيز ژوند د ضرورت او اړتيا زېږنده دي چې د ژبې په پراخه كلتوري زمينه كې د استعمال او تثبيت درجې ته رسېږي. هغه ولسونه چې د ټولنيز جوړښت سكليټ يې تر اوسه پورې لږ يا ډېر پاته وي او ژبه يې له ايتنيكي جوړښت څخه چندانې دباندې نه وي وتلې نو د ژبې، فولكلور، كلتور، ټولنيز سكښت او اجتماعي شعور له بېلگو څخه يې د ټولنيز تاريخ د تدوين په مورد كې د ډاډمنو منابعو په توگه كار اخيستل كېداى سي. د وړاندې مقدماتي خبرو پر بنا غواړم په پښتو ژبه كې د (گنۍ) هغې لرغونې كلمې ته پام راگرځوم چې زموږ د ژبې، كلتور او ولس اړيكې د اروپا او آسيا له آريايي سابقې سره تړي او يوې داسې گډې لرغونې رابطې ته چې د ټولنيز تاريخ له پلوه خورا زيات اهميت لري، زموږ علمي توجه را اړوي. (گنۍ) (ganai) مروجه پښتو كلمه ده چې د لاحقې په بڼه همدا اوس لا د (اباگنۍ)، (پلرگنۍ) او (خسرگنۍ) په تركيبي حالت كې په ملي سويه ژوندى استعمال لري. سربېره پر دغه ژوند يې د مفهوم په افاده كې دونه ډېر سيك لا هم پاته دى چې د نورو تركيبونو په جوړښت كې لازمه استفاده ځنې وسي. مثلاً ښاغلي رشاد په خپله يوه ليكنه كې د (نيكه گنۍ) له نوي تركيبه څخه د پخوانيو تركيبونو په اقتفاء كار اخيستى دى(2). ما هم په پوره ډاډ او بې له كومه تكلفه د (مورگنۍ) يو نوى تركيب چې البته په ژبه كې د گنۍ د خپلې سابقې په حكم د ښكاره مفهوم د افادې لپاره بې له مقاومته څخه په عامه محاوره كې منل كېداى سي، يو چېرې او بل چېرې استعمال كړى دى(3). د پښتو په هغه فولكلور كې چې درې څلور سوه كلونه وړاندې (د آدم خان او درخانۍ) له نكله سره پيوند لري او د يوسفزو په خورا تاريخي حوزه كې د پښتني كلتور سابقه انعكاسوي، موږ ته داسې يو مدرك په لاس راځي چې د پلرگنۍ تركيب هلته هم له ادبي پلوه او هم له كلتوري پلوه خورا ډېر ښه په دې ډول استعمال سوى دى: لورې درخانيه درته وايم لور مې مه سې سكنيه آدم پرېږده پايو وكه درخو لورې پايو پټ په پلرگنيه يو بل مورد چې البته د لږ څه لفظي تغير په وجه په هغه باندې پوره ډاډه نه يم او زما په فكر له ژبني اصولو سره سم بايد تر څېړنې لاندې روښانه سي، هغه د (شكر گينى) تركيب دى چې د كندهار په پښتو لهجه كې د غالبوزو كور چې د تجمع ډېره ښه نمونه ده په دغه راز نامه سره افاده كيږي. د (گنۍ) د كلمې معنا له ورايه څخه قرابتي ډله او يا د خپلوانو ټولۍ ده. دغه پخوانى مفهوم يې همدا اوس لا د پښتو په عامه محاوره كې د تركيبي لاحقې په توگه په يو څو كلماتو كې له ځانه سره ساتلى دى. كه د (خسرگنۍ) او (خسرخېل) مروج او مترادف تركيبونه يو د بل سره پرتله سي نو موږته د دې خبرې روښانه څرك په لاس راكوي چې (گنۍ) د (خېل) سره په معنا كې برابرېداى سي(4). ځكه نو داسې ښكاري چې (گنۍ) ښايي په خپل وخت كې هغه ټولۍ وه چې د اجتماعي او اقتصادي مقياس په حساب يې د (خېل) وړوكى عشيروي واحد جوړاوه. (ډانگي) چې د هند يو منلى عالم دى د خپلو څېړونو په نتيجه كې د (گنۍ) يو سوسيولوجيك تعريف داسې تدوين كړى دى : "د گنۍ نظام نو د ابتدايي اشتراكيت په اساس د وگړو هغه سازمان دى چې هلته توليدي پيوند په عين زمان كې قومي پيوند هم دى، (4 – ش، 65 – م) ". د دغو خبرو په شهادت نو دا گمان د يقين درجې ته ور نږدې كېداى سي چې په پښتو كې د "گنۍ" فوسيل د هندي ژبې "گڼه" او د اروپايي ژبو "گينز" يا "جينز" ټوله په تاريخي لحاظ د هغو خلكو تر منځ د لومړني كمون (جمعيت) مشترك نوم دى چې په لرغونې آريايي حوزه كې يې يو د بل سره كلتوري نږدېوالى يا گډون درلودى. څرنگه چې د پښتنو غټ اكثريت د سلهاو كلونو په ترڅ كې د اجتماعي او اقتصادي شرايطو تر ثبات لاندې يو پوخ او منجمد كلتور په خپله مېنه كې د ځان لپاره خوندي ساتلى دى، نو عموماً يې د ژبې د الفاظو او مفاهيمو تر منځ نسبتونه او دلالتونه هم يو له بل څخه ډېر نه دي بېگانه سوي. په همدغه دليل نو په پښتو كې د سلهاو كلونو ډېرې پخوانۍ "گنۍ" نن ورځ لا هم په ژبنۍ افاده كې خپل لرغونى خصلت ساتلى دى او د خپلوانو د ټولۍ يا د عزيزانو د مشترك جمعيت په زړه معنا استعمالېداى سي. له همدې جهته دا امكان د غور وړ دى چې د پښتو د "گنۍ" له كلمې څخه اروپايي او هندي مترادفو يا معادلو كلماتو د توضيح او تشريح لپاره د يو سوچه فوسيل او اصلي مورينې په څېر كار واخيستل سي. ځكه په اروپايي او هندي حوزه كې چې زيات تاريخي انكشافات سر ته رسېدلي دي، نو داسې ښكاري چې هلته يې يو زيات شمېر سيمانتيك تغيرات هم خوړلي دي. د "گنۍ" ډېره مهمه كلمه چې خپل لفظي او معنوي خصوصيات يې تر اوسه پورې په پښتو ژبه كې خوندي ساتلي دي، په ډېره آسانۍ تر لرغونې آريايي ريښې پورې ځان رسولاى سي. كه موږ د "گ"، "ج" او "ك" د ږغونو يو په بل تبديلېده د ژبپوهنې په اساس په نظر كې ونيسو، نو د "گنۍ" د كلمې په باب د (اينگلس) دا لاندې تشريح ډېر په زړه پورې مطالب لري چې د موضوع په تاريخي څېړنه كې ځينې حقايق او د دې كلمې يو شمېر مشتقات په لاس راكولاى سي. (اينگلس) د "گنۍ" پر معادلو كلماتو باندې د يوه بحث په ترڅ كې داسې ږغېږي : "د “gens” لاتيني كلمه . . . لكه د هغې معادله د genos يوناني كلمه د “gen” له مشتركې آريايي ريښې څخه مشتق سوې ده . (په جرمني كې چې د قاعدې سره سم آريايي "گ" په "ك" اوښتى دى نو kan ځنې جوړ سوى دى) چې معنا يې زېږول (beget) دى. gens، genos ، د سانسكريټ janas د گوتي ژبې kuni (د پورتنۍ قاعدې سره سم) د ناردي او اينگلو ساكسون kyn، د انگرېزي ژبې kin د منځني پاس جرمني kunne ټوله د "زيي" او نسبت مفهوم افاده كوي . خو په لاتين كې د gens كلمه او په يوناني كې د genos كلمه خاص د هغو خپلوانو افاده كوي چې په مشترك نسبي اصل وياړي او د يوه نيكه په گډ نامه كې يو د بل سره خپلوان كيږي، (5 ش، 84م). څرنگه چې د "گنۍ" نوم په اصل كې د خپل اجتماعي مفهوم له پلوه خورا زيات تاريخي اهميت لري او اينگلس په پوره تفصيل په هغه اثر كې ورباندې ږغېدلى دى چې (د كورنۍ، خصوصي ملكيت او دولت منشاء) نوميږي، نو ځكه دلته لازمه ايسي چې د موضوع پر دغه اړخ باندې چې د ټولنيز تاريخ ځينې حالات او اوضاع روښانه كوي، هم يو څو ټكي وويل سي. د "گنۍ" سوسيولوجيك ماهيت په علمي توگه د هغه امريكايي عالم له خوا وار دواره كشف سو چې "مورگان" نومېدى. نوموړى څېړونكى په (1877 م) كال كې په دې بريالى سو چې د گنۍ د ټولۍ هغه حدود وښيي چې د لومړي ځل لپاره د نسبي او تناسلي روابطو له خوا تشكل مومي. مورگان د خپلو څېړنو په نتيجه كې دا خبره اثبات ته ورسوله چې "گنۍ" يوه داسې مؤسسه ده چې تر هغه وخته چې د بربري دورې خلك د تمدن مرحې ته را داخلېږي، او حتى تر هغه وروسته لا هم د ټولو بربريانو تر منځ عموميت لري. بايد وويل سي چې د مورگان په نظر كې د بربريت دوره د ژوندون د وسايلو د انكشاف په حساب د كلالۍ له فن سره راپيل كيږي، او په ختيځ كې د حيوانانو په اهلي كېدو او په لوېديځ كې د كرهڼې لپاره د اوبو لگولو او خوراكي نباتاتو د كرلو په لارو چارو سره تكامل كوي . په دې دوره كې چې د مالدارۍ او كرنې له پلوه وگړي په خپل توليدي ظرفيت كې زياتوب راولي نو د خپل انكشاف په سلسله د اوسپنې په ويلې كېدو سره اوج ته ځان رسوي. اينگلس ليكي چې : "د دې خبرو اثبات نو د سترگو په رپ كې هغه ډېرې مشكلې مسئلې روښانه كړې چې د قديم يونان، روم او جرمني په پخواني تاريخ كې لاينحله پاته وې، (5 – ش، 84 – م)". مورگان د خپلو څېړنو په ترڅ كې دا خبره هم وړاندې كړه چې د ټولنې په ابتدايي تاريخ كې لومړنۍ "گنۍ" هغه وه چې د مور له خوا نسبي رابطې جوړوله. بيا د تاريخي ودې او تكامل په سلسله له دې "مورگنۍ" څخه هغه "خېل" راوزېږېدى چې د پلار په نسبي رابطه كې يې خپل قومي هويت څرگند كړ، (5 – ش، 18 – م). اينگلس د مورگان د كشف پر دغه اړخ باندې داسې تبصره ليكي : "د دې حقيقت څرگندونه چې لومړنۍ "مورگنۍ" د هغې "پلارگنۍ" مقدماتي مرحله وه چې د لرغونې زمانې د مدني خلكو په منځ كې ليده كيږي، د لومړنۍ ټولنې د تاريخ لپاره كټ مټ هغسې اهميت لري، لكه د "ډاروين" د تكامل نظريه چې يې د بيالوجۍ لپاره او د ماركس د اضافي ارزښت نظريه چې يې د سياسي اقتصاد لپاره لري، (5 – ش، 18 – م). پلخانوف وايي : "د هغه ټولنيز سازمان كشف چې عشيروي نوعيت لري په څرگنده توگه په ټولنيز ساينس كې هغسې نقش لوبولاى سي لكه د (حجرې) كشف چې په بيالوجۍ كې لوبولى دى، (6 – ش، 64 – مخ)". دغه پورتنۍ خبرې سربېره پر هغه چې گنۍ د يوه ټولنيز واحد په څېر راښيي، همدا شان يې له "خېل" سره هغه تاريخي پيوند هم څرگندوي چې ښكاره بولگه يې د (خسرگنۍ) او (خسرخېل) دوو تركيبونو په واحد مفهوم كې سره يو ځاى كيږي. د "گنۍ" پښتو نسخه چې د پښتنو په ساتندويه (Conservative) كلتور كې يې لا د لرغونې افادې نښې په ښكاره ليده كيږي، كېداى سي چې په ډاډمنه توگه د هغو ټولو تحولاتو او تعبيراتو د توضيح لپاره هم د حل څرگندويه كيلي سي چې معادلې هندي نسخې يې په خپله پراخه حوزه كې د اجتماعي او اقتصادي انكشاف په وجه تر خپلې افادې لاندې كړې دي. په هندي حوزه كې د "گنۍ" لفظ نن ورځ په "گڼه gana" سره تلفظ او ليكل كيږي، "گڼه" چې په زياترو معناوو كې يې د "گنۍ" يا ټولۍ افاده څرگنده ده، د "ريگويدا" په هغو لرغونو متونو كې راغلې ده چې د يوه اوږده شفاهي دوران تر تېرېدو وروسته په يو زر او پنځه سوه قبل الميلاد كې د كاغذ پر مخ وكښل سوه. د "چاتوپدهيايا" په نامه هندي څېړونكى د گڼه (گنۍ) د كلمې په رابطه كې يو شمېر موارد او مطالب راغونډ كړي دي چې زما د بيان سره پوره مطابقت لري او د دې موضوع په علمي ثبوت كې كار ځنې اخيستل كېداى سي . هغه داسې وايي : (الف)"د "ريگويدا" په شپږمه ماندالا (Mandala) كې موږ وينو چې "اندرا" ته په خطاب كې داسې ويل كيږي : "بيا نو تاسې د گنۍ په منځ كې پر چوكۍ كښېنئ او دا بدله وواياست چې موږ خواړه لاس ته راوړو، يعنې موږ هغه كسان چې بدله وايو". "گنۍ" د ډلې په معنا او موږ به په وروستني فصل كې ووينو چې په خاصه توگه يې د هغه ډله ييزې ټولۍ معنا افاده كوله چې د قبيلوي ټولنې مشخصه گڼله كيږي. نو ځكه لرغوني ويدايي شاعران چې په خپلو گنيو كې اوسي، په دې ترتيب د خوړو غوښتنه كوي. دوى نو له "اندرا" څخه غواړي چې په دې گډه سندره كې برخه ورسره واخلي، (7 – ش، 110 – م)". (ب) د "گنۍ – پتي" (5) په باره كې دا وروستنۍ بېلگه ډېرې ښېگڼې لري. هغه مواد چې د كُل په توگه ده ته د الوهيت تر قايلېدو په دمخه مرحله پورې اړه لري، په شمېر خورا زيات دي. دغه مواد مستقيماً ده ته د قبيلوي سازمان د مسايلو سره پيوند وركوي. ځكه "گنۍ ــ پتي" د گنۍ د مشر معنا لري او گنۍ چې وروسته به يې موږ وگورو، د قبيلوي ټولنې په معنا ده، كه څه هم دا كلمه زموږ د اوسنيو پوهانو له خوا څخه بل راز درك سوې ده، (7 – ش، 128 – م)". (ج) "په ويدايي سمهيتاگانو كې د گنيو او گني پتيانو د برم خورا ډېر بيانونه راغلي دي، (7 – ش، 145 – م)". (د) د گنۍ گانو نوم په ريگويدا او د هغې په مشتقاتو كې څلور څلوېښت ځله يادسوى دى، (7 – ش، 147 – م)". ( . . . گنۍ كه څه هم د ډله ييز په معنا ده، لاكن دغه مفهوم يې په ساده توگه نه دى تعبير سوى . د دې لفظ د مفاهيمو په برخه كې گډوډي نه يوازې د وروستۍ زمانې خلكو را پيدا كړې ده، بلكې د "سايانا"(6)، (چې د څوارلسمې ميلادي پېړۍ ويدايي عالم دى) په بيانو كې هم ليده كيږي . "سايانا" د گنۍ د لفظ لپاره چې په ريگويدا كې راغلى دى پنځه معناوې ټاكلې دي : لومړۍ يې : ديواسمگها (Devasamgha) يعنې د ويدايي خدايانو ډله ييز سازمان. دوهمه يې : مانوسيا سمگها (Manusya – samgha) يعنې د بشري موجوداتو ډله ييز سازمان. دريمه يې : ياجامانا گانا (Yajamanan – gana) يعنې د ياجامانا گانو ټولۍ. څلرمه يې : سمگها بهوتا (Samgha – bhuta) يعنې د ډلې يا ټولۍ جوړوونكى. پينځمه يې : ستوتري سمگها (Storisamgha) يعنې د سندرو ډله، (7 – ش، 147 – م). " . . . زموږ په زړو ادبياتو كې د گنۍ گانو بيان وار د واره په ريگويدا كې را شروع سوى دى. خو زموږ د مؤرخانو خاصه توجه صرف د شلمې پېړۍ په دوهمه لسيزه كې دې موضوع ته راوگرځېده او كتابونه پر وكښل سوه، (7 – ش، 151 – م)". (هـ) "د گنۍ د لفظ تاريخي معناوې چې په قاموسونو كې راټولې سوې دي له دې جملې څخه دي : رمه (گله)، ډله، گڼ خلك، ولس، لښكر، قبيله، طبقه، مريدان (پيران)، د ټيټو خدايانو جمعيت، سازمان، گدۍ، مله او داسې نور، (7 – ش، 152 – 153 م)". "د دې ټولو كلماتو تر منځ ښكاره لفظي شباهتونه او مفهومي قرابتونه په خپله د يوه مشترك تاريخي دلالت څرگندوى هم گڼل كيږي، او هغه دا چې ارو مرو په يوه لرغونې زمانه كې د همدې ولسونو تر منځ د گډ تاريخ په حساب يو شمېر مفهومونه وه چې په همدې نومو سره نومېدله، (د مقالې پاى) (8 – ش، 10 – 20 م)". د نوموړې مقالې پر پورتنيو څرگندونو سربېره اوس د يوه بل ټكي يادونه كوم چې تازه مې ور پام سوى دى، او هغه د همدې مضمون په پلټنه كې زموږ څېړنېزې كتنې يو څه نورې هم وړاندې بيايي . بريتانيكا دايرة المعارف ليكي چې : "د افغان د نامه ډېر لرغونى استعمال د هغه هندي منجم په آثارو كې د "اواگنه" (Avagana) په بڼه تثبيت سوى دى چې "واراهامېهرا"(7) نومېدى او په شپږمه ميلادي پېړۍ (505 – 587 م) كې يې ژوند كاوه (9 – ش، لومړى ټوك 239 – م، نونسم ټوك 1035 – م). كټ مټ همدغه مطلب د هندي منابعو په حواله د "كانگوفسكې" په اثر كې داسې راغلى دى : "په هغو هندي آثارو كې چې د ميلادي پېړۍ د لومړۍ زرمې د نيمايي زمانې په تاريخ پورې اړه لري (يعنې د "پوراناگيانو" او "برهات سمهيتا"(8)، په يوه ليكنه كې چې د شپږمې پېړۍ ستورى پېژندونكى "واراها مېهرا" تهيه كړې ده، موږ د "اپاگا"(9)، او "اواگنه" په نامه هغه قوم (يا قومونه) موندلاى سو چې غالباً يې د نيمې قارې پر شمال لوېديزه څنډه باندې ژوند كاوه، (10 – ش، 128 – م). تر نورو اضافي خبرو چې تېر سو نو د "اواگنه" په كلمه كې چې د افغان د نامه منشاء هم بلل سوې ده موږ د گنۍ لاحقه وينو چې البته د "اوا" يا "اپا" او يا "ابا" د لومړي مېتولوجيكي يا ايتنيكي جز له يوه مخيزه روښانه كېدو سره به ښايي نهايي نتيجې ته موږ ورسوي. په دې صورت كې نو نه يوازې د گنۍ د ايتنيكي مفهوم لرغونى مستند اهيمت نور هم روښانه كيږي، بلكې د افغان د تاريخي نامه د توجيه او تعبير لپاره يو نوى مدرك هم په لاس راځي(10). (٢) ورهڼه : د آريايي عناصرو په ډېر لرغوني دوران كې چې توليدي افزارونو او له هغو سره سم توليدي روابطو زيات انكشاف نه و كړى، نو د دوى تر منځ د اقتصادي او اجتماعي تقسيم په اساس ټولنيزې طبقې يا پرې هم نه وې راپيدا سوې. خو كله چې د هغو پرگنې دې سيمې ته راغلې او دلته يې د توليدي موقعيت او ظرفيت د رشد په شرايطو كې د ليدنې وړ بدلون راغى نو يې يو په بل پسې په ټولنه كې د حرفې په اساس د "برهما، "كشترا"، ويشا" او "سودرا" په نومونو څلور ډلې را پيدا سوې چې هرې يوې ته په لرغونې ژبه كې يوه "ورڼه" ويل كېده. "ډانگي" ليكي : "دا پروسه د افغانستان او په تېره بيا د اباسين د ناوې او د پنجاب د جنوب په هماليايي سيمو كې منځ ته راغله چې آريايي گنۍ گانو د خپل انكشاف په سلسله د "ورڼي"، "ملكيت"، "طبقاتو" او مرييتوب خبرې راپيدا كړې. پخواني ويدايي فعاليتونه د دغې حوزې يادونه كوي، (4 – ش، 136 – م)". په تېر وخت كې چې د جينيټيك بيالوجيكي مقولې د ايتنيك له كلتوري مقولې څخه نه وې بېلې سوې، نو ځكه ايتنيكي توپيرونه هم په جينيټيكي توپيرونو سره تعبير كېدله. د دغه تمايل نتيجه يې وبولئ چې زموږ د تېر پښت ځينو پوهانو د "ورڼه" كلمه د پښتو د "برڼه" او بيا "بڼه" معادله بلله، څو په دې ډول د آريايي نژاد د سپينوالي او د هند د نورو ټيټو ولسونو د توروالي تر منځ جينيټيكي توپير وښيي، (11 – ش، 68 – م). خو څرنگه چې د بدن د پوستكي د تور او سپين په مقياس يوازې دوې ډلې (يا ورڼي) سره بېلېدلې نو د څلورو "ورڼو" له موجوديته سره يې سم سر نه سواى خوړلاى. نن چې د ورڼو د اجتماعي، اقتصادي موجوديت تاريخي ماهيت ډېر روښانه دى او دغه لومړني څلور حرفوي ورڼي د كار او كسب په نسبت په زرهاوو كاستونو ته رسېدلي دي نو دا خبره سپينه سوې ده چې "ورڼه" په خپل تاريخي اصليت كې حرفه ده، نه جينيټيكي خصيصه. د هندي ميراث لرغونې كلتوري پديدې چې د كندهار په تاريخي ټاټوبي كې زياتې موندل كېداى سي، نو په دې جمله كې "ورهڼه" هم هلته يوه مروجه پښتو كلمه ده چې د كار، شغل، وظيفې او حرفې په معنا اسعتمالېږي، مثلاً په داسې مواردو كې چې "پردل په څه ورهڼه اخته دى؟" او يا "كندل د هيڅ ورهڼې نه دى" په ښكاره د سانسكريټ د "ورڼه" له كلمې سره د لفظي او معنوي اشتراك تاريخي خپلوي ثابتوي(11). په دې ترتيب نو د "ورهڼې" كلمه چې د ويدايي كلتور د څلورو ورڼو او د هغو په اساس د څلورو ويداگانو د پيدايښت د لېرې زمانې له كلتوري بهيرونو سره تړلې ده، د پښتو ژبې په وجود كې يې خپل پايښت تر دې وخته لا ژوندى ساتلى دى. د "گنۍ" او "ورهڼې" پر دوو كلمو سربېره د پښتو ژبې د "مور" او "ادې" دوې كلمې هم په دې ارزي چې د لرغوني اجتماعي او كلتوري اشتراك په منظور تر دقيقې څېړنې لاندې ونيول سي. ځكه د "مور" كلمه چې د هندو اروپايي ژبو په ټولو څانگو كې د لفظ او معنا له پلوه له خپلو معادلو كلماتو سره څرگنده خپلوي لري خو د هند په مستند تاريخ كې بيا د پښتو په خپله بڼه د "موريا" په خانداني نامه كې ډېره روښانه ښكاري. ځكه په "تكسيلا" كې روزل سوى "چندرا گويتا موريا" چې د "مورياني" دورې لومړى پاچا و او د واكمنۍ نېټه يې (325 – 301) كلونه تر ميلاد دمخه اټكل سوې ده، وايي چې د ده روزونكې دايي "مور Mura" نومېده او د هغې په افتخار يې د "موريا" لقب ځان ته واخيستى، (12 – ش، 104 – م) . په دې ترڅ كې بايد ياده سي چې د "ملا" ماينې ته د ټولنيز درناوي په خاطر همدا اوس لا په پښتو كې "مورا" ويله كيږي، د "ادې" كلمه بيا چې د پښتو ژبې يوه خپره كلمه ده همدا شان د هغې ويدايي رب النوع په نامه كې لټول كېداى سي چې "اديتي Adity" نوميږي او د ټولو شيانو د پيدايښت مورينه گڼله كيږي، (4 – ش، 76 – م). لمن ليكونه :-
د پښتنو د ايتنيكي تكوين مسئله وچه دا خبره چې كوم قوم په پخوا كې را پيدا سوى دى او يا كوم قوم په وروسته زمانه كې منځ ته راغلى دى، يعنې د مشر او كشر خبره يې نه د چا لپاره د ستاينې او نه هم د چا لپاره د غندنې موجبات برابرولاى سي. پردل كه تر كندل دمخه زېږېدلى وي نو دا د دوى تر منځ د طبيعي سرنوشت يا تاريخي انتخاب يوه پېښه ده. د يوه لپاره د فضيلت او د هغه بل لپاره د فضوليت دليل نه سي كېداى. همدا شان كه يو ايتنيكې هويت تر بل ايتنيكي هويت وړاندې يا وروسته جوړ سوى وي، نو دا بيا د دوى په تاريخي سرنوشت پورې اړه لري. شرقي تاريخ ليكنې كه څه هم د لرغونتوب يا قدامت ذهنيت د تخيلي وياړنې لپاره خورا پياوړى ساتلى دى خو په واقعيت كې هم د فرد او هم د ټولنې تاريخ پر هغه مثبت يا منفي نقش باندې را بنا كيږي چې د اقتصادي، اجتماعي، كلتوري، نظامي او سياسي ژوندون په يوه يا ډېرو خواوو كې چا لوبولى وي. د تاريخي انتخاب هغه پروسه چې زموږ په سيمه كې يې د ايتنيكي تكوين رسالت اداره كړى دى، داسې ښكاري چې خورا وختي يې د پښتنو د قومي جوړښت خټه په لرغونې زمانه كې اخښلې ده. پر دې موضوع باندې هم خارجي او هم كورني پوهان له بېلابېلو لارو او دريځونو څخه ږغېدلي دي. د پښتني هويت د څېړنې په برخه كې له مېتودولوجيكي پلوه تر هر څه لومړى دا لازمه ده چې سړى د جينيټيكي او ايتنيكي مقولو تر منځ په علمي توپير ځان وپوهوي او دا دوې بېلابېلې طبيعي او تاريخي مقولې يو د بل سره گډې نه كړي، ځكه جينيټيك د نسلي يا طبيعي خصوصياتو سره اړه لري، خو ايتنيك بيا د كلتوري يا تاريخي جرياناتو محصول گڼل كيږي. د پښتون په نامه ايتنيكي مجموعه د تاريخي شرايطو او جاري شواهدو له مخې داسې ښكاري چې زيات جينټيكي عناصر يې د ځان په ايتنيكي وجود كې خپل كړي او د ملي توحيد درجې ته رسولي دي. د دې مجموعې په باره كې كه څه هم انتروپولوجيكي سروې نه ده سوې خو په هره تړه كې يې هر چېرې، د هرې بڼې او هرې څېرې له ساده كتنې څخه د سيمه ايزو جينټيكي عناصرو د كُلي اختلاط ټولې څرگندې نښې هر چا ته له ورايه څخه معلوميږي . تورې سترگې، تور وېښتان، خړې سترگې، خړ ويښتان، شنې سترگې، خرمايي ويښتان، جگې پزې، خړيتې پزې، پيتې پزې، پنډې پزې، نرۍ پزې، سرماتې پزې، غټې سترگې،چوغې سترگې، راوتلي باړخوگان، لوېدلي باړخوگان، گردي اوربزونه، اوږده اوربزونه، ستر قامتونه، ټيټې ونې، چاغ شلنډ بدنونه، وچ ډنگر اندامونه، سپين، تور، غنم رنگه، سره او ژړ مخان ټوله چې د يوه يا بل نسلي ارتباط بيالوجيكي نښې معرفي كوي، د دې واحدې ايتنيكي ټولنې په وگړو كې عام او مشهود موجوديت لري. زموږ په سيمه كې د تاريخي جرياناتو د التقايي شرايطو له كبله د پښتنو تر منځ د دغه راز څو توكميز اختلاط پديده يوه داسې څرگنده پېښه ده چې د هرې زمانې پوهانو په يوه يا بل تعبير د زړه د اخلاصه منلې ده. په روايتي نسبي شجرو كې د قومي ادغام، الحاق، يا الصاق عمليه د نسب په "وصلي" څانگو سره ښوول سوې ده . يو شمېر خارجي څېړونكو چې بيا د پښتنو يا بل قومي عنصر د ځينو مظاهرو يا مداركو په استناد چېرې موندلي دي نو يې د ټوله ملت ايتنيكي جمعيت هم هغه نسبي هويت ته منسوب گڼلى دى. "راورټي" چې د پښتني تكوين په باره كې بېلابېلې نظريې راټولې كړې دي، نو ليكي چې : "د يو شمېر پوهانو په عقيده افغانان يا د هندي سيتيانو، يا مېديانو (Medians) يا سغديانو، يا تركانو، يا تاتاريانو او يا منگوليايانو له خټې څخه راپيدا سوي دي. خو ځينې نور بيا وايي چې افغانان يو گرجي توكم دى او ژبه يې هم گرجي ده. ارمنيان بيا په دې فكر دي چې افغانان خپل زوزات بولي، (13 – ش، 4 – م)". ځينې كسان بيا دې ته زور وهي چې نسلي مبداء مو په يهودو كې وپلټي او ځينې بيا پر دې خبره باندې غاړې شنې كوي چې د آريايي ريښې پر ځاى د "توراني" ريښې افتخار را په برخه كړي . زموږ لوى محقق ارواښاد حبيبي د خپلو منابعو په استناد ليكي چې : "هيپتاليان هم مانند كوشانيان و كيداريان و ساكيان با مردم بومى آريايى نژاد و پښتون هاى اين سرزمين در آمېختند، و چون خود هم آريائيان سفيد نژاد، آريايى زبان و داراى فرهنگ آريايى بودند، در افغانستان نژاد قوى و مقتدرى را به وجود آوردند، كه بينى هاى كشيده و چهره هاى شاهان ايشان عيناً به جوانان قبايل غلجى و ابدالى افغانى مى ماند و نام قبيله هاى ابدالى و غلجى هم از اين ريشه به نظر مى آيد، (14 – ش، 57 – م)". تر جينيټيك اختلاط چې را تېر سو نو خبره د پښتنو د ايتنيكي جوړښت، پرورښت او يا پايښت هغې پروسې ته راځي چې څرنگه بېلابېل نسلي، جينيټيكي او په ځينو مواردو كې ايتنيكي عناصر له نسبي يا قومي توپيرونو سره ډېر وختي لا په يوه ملي حوزه كې د ژبې او زيات شمېر گډو كلتوري خصوصياتو او ارزښتونو په رابطه يو د بل سره د ارگانيك پيوستون او يووالي درجې ته رسېږي. د تېرو څرگندونو پر بنا نو پښتون په جينټيكي لحاظ هر څوك او په ايتنيكي لحاظ د همدوى له جملې څخه هيڅوك نه دى. بلكى ځانته بېل هويت لري چې خپل ذاتي استقلال يې د ځان لپاره ډېر ټينگ ساتلى دى له دې اصله سره نو داسې فرضيه واقعيت ته نږدې ښكاري چې په لرغوني تاريخ كې دلته يو شمېر لومړنۍ قبيلې ډېرې وختي د ايتنيكي جوړښت يا تكوين يو پاخه او په ځان پوره قبيلوي نظام ته رسېدلې دي . بيا نو د دغه نظام د انظباطي او انتظامي ارزښتونو له بركته چې په خپل وخت كې يې زياتې اجتماعي او اقتصادي ښېگڼې درلودې، په لېرې او نږدې گاونډيتوب كې يې هر څوك ځانته راجلبوله او په دوى ورگډېدله د ظلمونو له مركزو څخه فراره او د شرقي اسبتداد له دولتو څخه بېزاره پرگنې چې د دوى په گاونډيتوب كې يې پناه موندله، د دوى د ژوند لاره يې غوره كوله(1)، معلوميږي چې د پښتنو قبيلوي نظام چې د دوى د پايښت او پراختيا لپاره يې تاريخي نقش ادا كړى دى، د خپلو مشخصاتو له مخې په ټوله سيمه كې سارى نه لري. تر اوسه پورې د هغه د بقاياوو قوت او نقش هم د دغو خبرو د ثبوت دليل دى. وړاندې فرضيه چې د پښتنو جينټيكي پلوراليزم (تعدد) ته د دوى له ايتنيكي مونيزم (توحيد) سره سر وركوي، د پښتو ژبې په وجود كې هم د ثبوت يو روښانه مظهر لري. ځكه پښتو كټ مټ د پښتون په څېر په خپله بنيادي خټه كې چې البته ځانته پوره استقلال لري، د سيمې د لرغونو ژبو يو شمېر مواد په يوه يا بل مقدار له ځانه سره اخښلي او په ځان كې ساتلي دي . ډاكټر "بيليو" تقريباً يوه نيمه پېړۍ پخوا په دې حقيقت سم پوهېدلى دى چې پښتو ژبه د خپلو اصلي ريښو يو بنياد لري خو هغې ته د سانسكريت، عربي، پارسي كلمات او مشتقات ورغلي دي، (15 – ش، 20 – م). په دې باب چې د بېلابېلو توكمونو د پښتون كېدو ايتنيكي او كلتوري كوټالى به وار د واره د كومو پښتني قبيلو له خوا څخه جوړه سوې وي، په يقيني توگه څه نه سي ويل كېداى. خو په كرونولوجيكي مقياس د پښتنو يو شمېر لرغوني قومونه چې البته د هغو د اجتماعي، اقتصادي رشد او تبارز له كبله يې يوناني "هيرودوت" نوم ياد كړى دى او تر اوسه يې هم نښې پاته دي، ښايي چې د دغه جريان مخكښان وگڼل سي. د ډاكټر بيليو په حواله تر ميلاد څلور پېړۍ دمخه د هيرودوت په زمانه كې هغه هيواد چې د "پكتيا" يا "پكتيكا" په نامه بلل كېدى د اوسنۍ "پښتونخوا" سره پوره سمون خوري. د دغه ملك پولې د اباسين تر غاړې او د هغو سيمو د ولايت تر بېخي ليرو ختيزو برخو پورې رسېدې چې د "داريوش" امپراتوري ورباندې وېشلې وه. دلته يو په بل پورې څلور قومونه اوسېدل چې "گندهارى"، "اپاريتا"، "ستاگيدا" او "داديكا" نومېدله. "گندهاري" خو وختي لا د پېښور د هغې برخې د اوسېدونكو په څېر پېژندل سوي دي چې هلته نن "يوسفزي" او مهمند اوسي. خو ورپسې دوه قومونه چې تر دې گړۍ چا ته نه وه معلوم، هغه "اپريدي" او "خټك" بلل سوي دي. وروستى قام يعنې "داديكا" لا تر اوسه هم زياتې پلټنې ته ضرورت لري. خو زما په فكر د دې نوم نماينده گي د "دادي" په نامه هغه قبيله كوي چې وركېدو ته ور نږدې ده او د "ستاگيدا" د لرغوني هيواد پر جنوبي پوله باندې د كاكړو په منځ كې اوسي. دا د اعجاب له مخې د علاقې وړ خبره ده چې نن څه دپاسه د دوو زرو كلونو تر تېرېدو وروسته بيا هم دغه قومونه په سر سره پاته دي او خپل نومونه او موقعيتونه يې هم هغه شان خوندي او ژوندي ساتلي دي، لكه څنگه چې د لرغوني يونان ليكوال چې په حقه د تاريخ پلار بلل سوى دى، د دوى په باب څرگندونې كړې دي، (16 – ش، 98، 99، 100 – م). (د زيات تفصيل لپاره د بيليو هغه اثر وگورئ چې پښتو ترجمه يې "د افغانستان توكمونه" نوميږي). د پښتنو د ايتنيكي تكوين په واحده مجموعه كې كه چا غوښتي وي چې د ځينو عناصرو لرغوني مبادي ولټوي نو ښايي چې د هغو د قومي نومو په كلماتو، د پښتو ژبې د ځانگړو لهجو په خصوصياتو او د پاته كلتوري بېلگو په مظاهرو كې يې ومومي. د دغه تاريخي تكوين د لرغونو عناصرو په باب خارجي پوهانو خورا ډېر مدارك او منابع را سربېره كړي دي. كه څه هم د دې ثابتو فاكتونو د توضيح او تشريح په برخه كې بېلابېل نظريات وړاندې سوي دي، خو په هر حال دا فاكتونه موجود دي او په زياته څېړنه كې يې د لرغونې تاريخ ډېر بعدونه نور هم روښانه كېداى سي. لمن ليك :-
د پښتنو د ملي نامه مسئله پښتون چې د هرې تړې او هرې خټې وي داسې ښكاري چې په هر وخت كې يې خپل ځان په خپله ژبه پښتون يا د لهجې په لږ تغير پختون او پوختون بللى دى. د همدې ملي نامه سره يې د ژبې د ملي نامه يعنې پښتو، پختو يا پوختو اشتقاقي پيوند هم داسې فاكت دى چې د اجتماعي او اقتصادي هويت پر كلتوري توحيد باندې يې څرگند دلالت كوي. دا چې د پښتون او پښتو كلماتو د قوم او ژبې پر مفهوم سربېره د ټولنيزو دودونو او خويونو يو شمېر كلتوري نرخونه او ارزښتونه هم د خپل مفهوم په غېږ كې ځاى كړي او واحدې افادې يې د هر گوټ د پښتانه په اجتماعي احساس او ذهنيت كې خپل نفوذ ژوندى ساتلى دى، يوه داسې بېلگه گڼله كيږي چې د ملي هويت په پياوړو اركانو كې پوره حساب ورباندې كېداى سي. د مثال لپاره دا لاندې يو څو جملې وگورئ چې د هرې سيمې پښتانه ته د كلتوري او ملي ذهنيت د اجتماعي يووالي په حساب يوه ټاكلې عرفي معنا افاده كوي : - پښتون چې څه وايي هغسې كوي. - شاباس، دغسې كار د پښتون سره ښايي ! - پلانى هم اوس پښتون دى؟ - پښتون له خپله جيله (لج) دوزخ ته ځي. - په پلاني باندې د پښتون پزه پرې ده. - له پښتو څخه نه اوړم. - تا خو له ما سره پښتو كړې ده. - پر خپله پښتو ولاړ يم. - ولې داسې بې پښتو سوې؟ - څوك چې پښتو ماتوي، هغه پښتون نه دى. او داسې نورې په سلهاوو اصطلاحي جملې چې د پښتو په ژبني كلتور كې يې د ټول پښتون لپاره د ملي كلتور او كوډ يو شمېر تاريخي مواريث خوندي ساتلي دي. د همدې كلماتو په اشتقاقي لړۍ كې د پښتونوالي يا پښتونولۍ كلمه هم هغه شان په ملي سويه استعمال لري چې د حقوقي، اخلاقي، اجرايي او سياسي نورمونو يا نرخونو هغه ټولې برخې كښېباسي چې د دولت تر مؤسسې وړاندې د يو كلاسيك او بشپړ سمبال قبيلوي نظام په خپلواك ملي هويت كې د ټولنيز ژوند اړتياوې پوره كوي . دغه خاص اصطلاحي ټرم چې وختي يې لا د ختيځ پېژندونكو پام ځان ته را اړولى دى، د بريتانيكا دايرة المعارف په سويه په نړيوالو علمي محافلو كې هم منل سوى دى، (په اوولسم ټوك كې يې د پټهان كلمه وگورئ، ليكونكى). پر دې ټولو سربېره پښتنو خپل مورنى يا ابايي ټاټوبى وختي لا د (پښتونخوا) په ملي نامه باندې هم په خپله ژبه كې نومولى دى. دا چې له دونه تاريخي وضاحته سره پښتنو خپل ملي نوم په خپله ملي ژبه د بل چا تر غوږه پورې سم نه دى ور رسولى، البته يو شمېر عوامل يې اټكل كېداى سي. يو دا چې موږ هر څونه د پښتنو په تاريخ كې تر شا ځو نو دا بايد ومنو چې د توليدي طرز په غوښتنه مو هر وخت قبيلوي، طايفوي او كهولي يا خانداني واحدونه تر ملي هويت دمخه كړي دي. ځكه د قبيلې په عيني او ذهني محدوديت كې د مليت احساس څرگند موقعيت نه سي نيولاى. په كلي او كږدۍ كې كه له هر چا څخه پوښتنه وسي چې (څوك يې؟)، نو هغه بې له درنگه خپل او پردي ته تر هر څه (حتى تر خپل نامه لا هم) دمخه د كهول، خېل يا قبيلې نوم ور اخلي. په دغه سبب نو د پښتون ملي نوم، كه څه هم په واقعيت كې موجود دى، خو د پېژندنې په ځاى كې شاته لوېدلى او ډېر تبارز يې نه دى كړى. هر څونه چې اجتماعي، اقتصادي روابط د رشد له پلوه مخ ته ځي نو هغونه هغومره د كوچنيو نسبي او محلي حدبنديو پولې پيكه كيږي، او وگړي په لويو ملي اشتراكونو كې خپل هويت تثبيتوي. بله وجه يې دا خبره وبولئ چې زموږ د توليد كوچي او كليوالي طرز هغه عامل دى چې پښتون يې تر ډېرې زمانې پورې په خپل ژوند كې راضي ساتلى دى او د خپلې ژبې د خپل ليك د پروسې ضرورت يې د همدې ولس تر منځ ځنډولى دى. ځكه نو د خپلې ژبې لفظي او كتبي افاده يې په لېرې تاريخ كې چا ته نه ده رسولې چې دوى بايد په كوم نامه وبلل سي. خو څرنگه چې د پښتون مثبت يا منفي نقش، د ده فعال موجوديت په سيمه كې راسربېره كړى دى نو همدا زمان نورو ولسونو پر دې ملت باندې البته د پښتنو د خپلو ملي مشتركاتو په وجه د "اواگنه"، "افغنه"، "افغان"، "سليمان"، "اوغان"، "اوغو"، "پټهان" او "روهيله" يو شمېر ښه او يا بد ملي نومونه ايښي دي. دا چې د يو قوم تر خپل اصلي نامه هغه نوم ډېر رواج سي چې بل ولس ورباندې ايښى وي، يوه داسې پېښه ده چې د نورو اقوامو په تاريخ كې يې هم مثالونه تېر سوي دي. د مثال په ډول اينگلس ليكي چې د المانيانو لپاره د (دويچېن die Deutschen) د اصلي نامه پر ځاى د "جرمني" هغه نوم لومړى جامع تاريخي نوم وگرځېدى چې د سلټيانو له خوا پر دوى باندې ايښوول سوى و، (5 – ش، 91 – م). د پښتنو لپاره د غير ذاتي يا خارجي نومو په جمله كې "افغان"، او "پټهان" هغه خپاره نومونه دي چې د څېړنې لپاره له تاريخي پلوه د علمي اهميت په درجه كې راتلاى سي. پښتون چې د خپلې پښتونخوا د طبيعي پولو په پراخه ورشو كې د پوونده گرۍ او كرونده گرۍ له لارې خپل اوږد پايښت او ورو ورو انكشاف د زمانې په دورانو كې ساتلى دى نو له ايتنيكي پلوه يې د تاريخي انتخاب په حكم يوه خوا له پارسي او بله خوا له هندي كلتور سره په گانډيتوب كې راغلې ده. ښكاري چې پارسي كلتور دغه ملت له يوه مخه د "افغان" او هندي كلتور بيا يو مخيزه د "پټهان" په نامه بللى دى. كه د افغان او پټهان دوې كلمې د "پښتون" د كلمې سره په لفظي رابطه وكتل سي نو دا څرگنديږي چې "افغان" له پښتون سره نه د فونيم او نه هم د مورفيم په سطحه كومې څرگندې اړيكې لري. خو پټهان بيا د پښتون سره دونه څرگنده خپلوي لري چې كه د چا ماغزه د زړو مناقشو په تعبيرونو او تاويلونو كې ډېر نه وي سربداله سوي نو په ساده كتنه سره دغه نږدېكيت ډېر روښانه ليدلاى سي . ځكه د پښتو د كلمې د سر او پاى ږغونه دواړه د پټهان په لفظ كې پر خپل ځاى ژوندي پاته دي او كه د پټهان دالف ږغ څه د "واو" ږغ ته په خوله كې مايل سي نو قرابت يې ښه ترا ليده كېداى سي. د ډاكټر بيليو چې دې ټكي ته ور پام سوى دى نو په خپلو څرگندونو كې يې يو ځاى ويلي دي چې پټهان د "پوختانه" هندى شكل دى، (16 – ش، 97 – م) . كه د دې دوو كلمو تر منځ د نږدې والي او بېلوالي د علمي ثبوت نوره سلسله فني پوهانو ته پرېږدو خو دا حقيقت هر وخت موږ ته په مخه راځي چې د يوې ژبې نومونه په بله ژبه كې د بېلابېلو عواملو له كبله خپله بڼه لږ يا ډېره ارومرو يو ډول يا بل ډول اړوي. هغه څوك چې د يوې او بلې ژبې تر منځ يې د نومونو د تغيير چارې ته پام سوى وي نو په دې خبره يې پوره سد رسېږي چې د يوه كلتور نومونه په بل كلتور كې عجيب اريانوونكي شكلونه اخلي. مثلاً له نوروز څخه په عربي كې (نيروز) او له پښتون څخه په عربي كې (بشطون) جوړيږي. تركمن همداسې په (كوركمن) باندې اوړي او (چين) بيا په (صين) تبديليږي. محمدعيسى هر څوك په عادي پښتو كې (ماديسا) اوري او عبدالصمد هر څوك (اودول سمد) وايي. ښكاري چې پښتني پرگنې به د خپلې ژبې ذاتي نوم په لومړي سر كې په پارسي كلتور باندې نه وي اورولى او نو ځكه هغه كلتور له خورا وختي څخه دغه ولس د افغان په نامه بللى او پېژندلى دى. پارسي فرهنگ چې د سيمې د گڼو قومونو په اشتراك كې يې د ليك سطحې ته ځان وختي رسولى دى نو د كتبي رشد له لارې يې د (افغان) نوم د (پښتون) لپاره په يوه لوى جامع تاريخي او ملي نوم باندې اړولى دى . د نړۍ په هر گوټ كې د (پښتون) پېژندنه زياتره د (افغان) تر نامه لاندې سر ته رسېدلې ده . د همدې فرهنگي غلبې په اثر د پښتنو خواصو چې كله د پوهنې په ساحه كې كارونه كړي دي نو همدا د افغان كلمه يې حتى په خپله ژبه كې هم د خپل ملت د نامه په توگه د يوې بشپړي افادې لپاره په ورين تندي منلې ده. عوام پښتانه هم چې كله نا كله د خارجيانو سره مخامخ كيږي نو د خپلې ژبې پر ځاى د هغو سره د پارسي او يا اردو ژبې زده كړي كلمات رادمخه كوي او ځان د افغان په نامه ور پېژني. د هندي كلتور په خوا كې بيا خبره داسې څرگندېږي چې د ژبنيو او ټولنيزو خپلويو يا داسې نورو وجوهاتو له كبله د (پښتون) كلمه د هنديانو غوږ ته څه نا څه رسېدلې ده او د تصرف تر عمليې وروسته د (پټهان) په بڼه تثبيت سوې ده. د (پټهان) هندۍ كلمه اوس په پښتو ليكونو كې د (پټان) په املا سره رواج لري . د دې كلمې د مقدسو توجيهاتو له اصلي يا جعلي سابقې څخه چې راتېر سو نو زياتره د يوه سپكاوي له افادې سره يو ځاى موږ د كندهار په عامه محاوره كې له خلكو څخه اورېدلې ده. د دې ولايت هغه سوداگر چې هند به يې ليدلى و، نو موږ ته به يې داسې نكلونه كوله چې د (پټهان) نوم هلته د يو زيږ، سر زوره، ناپوه، بد سلوكه، سرټمبه او ساده وگړي په مواردو كې له هنديانو څخه اورېده كيږي. مطلب دا دى چې د پټهان نوم د خپلې ملي افادې لپاره پښتنو په ښه مخ نه دى منلى. ځكه نو ارواښاد حبيبي هم وايي چې (اسم پتهان كه سكنه هند به پښتون داده اند، تاكنون مورد نفرت پښتون خالص است نه افتخار !)(17 – ش، 386 – م). د افغان او پټهان نومونه كه څوك ښه بولي او كه بد، خو د پښتون د ټولنيز تاريخ لپاره يې ثابت فاكتونه په مستنده توگه را رسولي دي. د افغان د كلمې ليكلى تاريخ د (حدود العالم) په حواله تر زر كاله ها خوا ته اوړي او پټهان هم د پوهاند رشاد په احتمال اته سوه كاله پخوا په هندي متونو كې ثبت او د اوولسمې پېړۍ د سر په كلونو كې يې د تسمېې د وجه تلاښ د يو سياسي ضرورت په نتيجه كې د ليكنې ساحې ته راغلى دى، (18 – ش، 8 – م). د پښتني ملت لپاره دغه دوه غير ذاتي يا خارجي ملي نومونه د پښتني دولت د منځ ته راتلو او سياسي انكشاف له پياوړي نفوذه سره د افغانستان د ټولو اوسېدونكو توكمونو او قومونو لپاره د تابعيت يا وطني هويت عمومي حالت ته هم په وختي كې لا رسېدلى دى. د پښتني پرگنې ملي شعور او د وگړو تر منځ يې ملي اشتراك كه څه هم د ژبني او كلتوري شواهدو له مخې په خپله پښتنو او د دوى گاونډيو ته له سلهاوو كلونو راهيسې يو محسوس او ژوندى واقعيت دى خو د پښتون د ملي نامه ټاكلى سياسي تاريخ د خوشال خان په آثارو كې په مستنده توگه لټول كېداى سي. ځكه ده د پښتون او پښتانه په عام نامه باندې چې البته ټول پښتون شاملوي او په همدغه زمانه كې د دې ملي لقب د افادې پر عمومي او خپاره احساس باندې څرگند دلالت كوي، خورا زياتې ملي وياړنې او بلنې په خپله ادبي ژبه كې وړاندې كړې دي، مثلاً وايي :- چې مغــــــــــــــــــــل و ته مې وتړلـــــــــــــــه توره درست پښتون مې و عالم و ته څرگند كړ كه توفـــــــــــــــيق د اتفاق پښــــــــتانه مومي زوړ خـوشال به دوباره سي په دا ځـــــــوان د اوولسمې پېړۍ پر دغه شان مستندو مداركو باندې د پښتون ولس د ملي او سياسي تشكل د يوې جگې مرحلې محاسبه هم كېداى سي. دا چې د خوشال خان په خپلو نظامي، سياسي او ادبي مبارزو كې د پښتنو د اجتماعي، اقتصادي رشد جريانات د ملي توحيد په بلنه او داعيه كې په جدي توگه انعكاس سوي دي نو د دې خبرې حقانيت ښه ترا اثبات ته رسوي چې خوشال خان د پښتني ناسيوناليزم پلار وبلل سي. دا چې د پښتون، پښتو، پښتونوالي او پښتونخوا بېلابېل كلمات له كومې گډې ريښې څخه راوتلي او د لرغونې تاريخ له كومې نېټې څخه د ژبې بهير ته راغلي دي د ډاكټر بيليو په عقيده له ډېرې پخوانۍ زمانې سره اړه لري. ده په خپل هغه اثر كې چې (د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه) نوميږي، داسې څرگندونې كړې دي چې د افغانستان د ختيزې برخې ټوله حوزه په پخوانيو بېلابېلو ژبو او لهجو كې د (غرونو، د غرو د سيمو) په نامه او وگړي يې د (غروالو) يا (غرنيانو) په نامه بلل سوي دي. دغه حوزه چې د قديمې پرشيايي امپراتورۍ په اداري ويش كې يې اوومه (ستراپي) جوړوله نو د پرشيايي ژبې له ادا سره سم د (پشته) كلمه ورته استعمالېده چې د غونډۍ، شاگۍ، او غرگي معنا وركوي. د پارسي (پشته) چې د پښتو په نرمه لهجه كې (پښته) او په زيږه لهجه كې (پخته) يا (پوخته) تلفظ كيږي، د پښتون، پختون، يا پوختون لغوي مورينه گڼله كيږي. تر ميلاد څو پېړۍ پخوا چې دغه ورشو تر پرشيايي نفوذ لاندې وه نو د پشته، پښته يا پخته او پوخته نامه ته منسوب د دې غرنۍ سيمې اولسونه د اوسېدنې د ځاى له كبله د پښتون، پختون يا پوختون په نوم بلل كېدله. د ده له قوله د دغه اشتقاق مربوطې كلمې (پښتونخوا) يا د هندي ژبې په سليقه (پښتون – كا) (يعنې د پښتانه مربوط) د همدې سيمې د افادې لپاره له ډېر وختي څخه رواج درلودى. ځكه تر ميلاد څلور نيمې پېړۍ دمخه د همدې كلمې د تلفظ په تعقيب يا تقليد د هيردودت له خوا د (پكتيكا) نوم په لرغوني تاريخ كې ثبت سوى دى، (د ليكونكي يادداښت، مسكو).
په پښتنو كې د نسبي شجرې عنعنه د نسب تيوري :- د نسبي شجرې په تعريف كې راغلي دي چې : "نسبي شجره هغه څرگندونه ده چې د يو چا يا د يوې ټولۍ د منل سوې نسبي مبدى په باره كې ويله كيږي". د اجتماعي علومو تشريحي قاموس تر دغه تعريف وروسته دا ټكى هم زياتوي چې : "اوس په عمومي ډول دا خبره درك سوې ده چې نسبي شجرې (په تېره بيا هغه چې ناليكلې وي) هر كله په تاريخي لحاظ صحت نه لري، خو د هغو كسانو تر منځ چې په دې شجرو كې تصوير كيږي د اوسنيو موجودو خپلويو د ثبوت د برابرېدو لپاره يې كېدلاى سي چې تعديل ومومي. په زياترو ټولنو كې د نسبي شجرو پوهنه د خپلوۍ د سيستمونو د پېژندني لپاره ضروري ده، په زياته بيا هلته چې د يو په بل پسې توب، وراثت او ازدواج د تنظيم خبره په منځ كې وي، (3 – ش، 282 – م)". پرته له ځينو استثنايي يا احتمالي مواردو نور نو زياتره قومي او قبيلوي نسبونه د تيوري له مخې داسې ښكاري چې تر ډېره ځايه د كلتوري زمينې په گڼو جرياناتو كې منځ ته راغلي وي. په نړيواله سويه د تاريخ مستند شواهد موږ ته راښيي چې نسبي ليكه په ځينو وختو او ځينو ځايونو كې عموماً د جمعيتي كورنۍ يا اشتراكي فاميل د جوړښت په حكم د مندو له نامه څخه وار د واره منشاء اخيسته، خو بيا وروسته د اجتماعي – اقتصادي ودې له ايجاباتو سره سم چې د نر غلبه د كورنۍ په جوړښت كې رابرسېره سوه نو د نسبي نامه سلسله د مور له نامه څخه وشكېده او د پلار نامه ته ور انتقال سوه. د مورني نسب تاريخي پديده د امريكايي (مورگان) له فرضيې سره سم د لومړي ځل لپاره د كورنۍ د اجتماعي او كلتوري تكامل په (پونالوايي) مرحله كې منځ ته راغله. ځكه د (پونالوايي) په نامه د هغې كورنۍ له را پيدا كېدو سره چې د تناسل يا ازدواج چارو يې بيا هم جمعيتي نوعيت درلودى، دا ايجاب سوه چې په يوه نسب كې دننه د نرو او ښځو تر منځ تناسلي يا ازدواجي رابطه نور جواز ونلري. په يوه نسبي نامه كې د نرو او ښځو اشتراك دا معنا درلوده چې دوى يو د بل سره وروڼه او خوندې وبلل سي. اوس چې د تاريخي انكشاف په حكم د نسبي وروڼو او خوندو تر منځ تناسلي يا ازدواجي رابطه نفي سوه نو د لرغونې زمانې په تيت او پرك شرايطو كې چې وگړنيزې خپرېدنې هم ورسره وې، دا پېژندنه په خورا جدي توگه لازمه وگرځېده چې څوك د چا خور ده . ځكه د پېژندنې په صورت كې دا چاره سمه اداره كېداى سواى چې ورور له خوره سره په يوه تناسلي يا ازدواجي كړۍ كې شامل نه سي . د دغه ضرورت له مخې نو د نسبي نامه پالنې ته د پېژندنې په خاطر ډېره زياته اجتماعي توجه راوگرځېده او په نسبي رابطه كې تړلي ټولنيز واحدونه يې نور هم د كلتوري تشكيل او تكامل په اجتماعي – اقتصادي ابعادو كې خورا ډېر مضبوط كړه. نسبي رابطه د ټولنيزو واحدونو د پيوستون اساس وگرځېده او قومي پيوند د توليدي پيوند سره يو ځاى د غښتلي اجتماعي او كلتوري پيوند بنا كښېښووله. د نسب د مؤسسې له ټينگېدو او د هغې له خپرېدو سره يو ځاى بېلابېل ټولنيز نهادونه هم تر انكشاف لاندې راغله چې ټوله د يوه ټينگ قبيلوي نظام په مجتمع كې په بشپړه توگه مطالعه كېداى سي. د نسبي رابطې هويتونه كه څه هم په ريښه او مبداء كې د خپل طبيعي ماهيت له پلوه تش اسمي او موسومي نومونه دي خو اجتماعي شعور يې په تاريخي لحاظ د يو مادي جينيټيكي واقعيت په څېر د وگړو په ټولنيز ذهنيت كې دلته، هلته په يوه يا بله بڼه د زمانو په دوران كې ځان ټينگ ساتلى دى. د نسبي ټوليو په نومونو كې موږ دا حقيقت هم ليدلاى سو چې دغه پديده هر كله يوازې د تناسلي يا تش په نامه جينيټيكي تسلسل له جريانه سره اړه نه لري، بلكې په ځينو ځايونو كې د محل، كار، سيمې ، حياتي خاصيت او داسې نورو نسبت هم د يو چا لپاره نسبي نوم گرځېدلى وي. مثلاً لكه په كندهار كې چې له كلتوري پلوه يو شمېر سپين پښتانه اوس لا هم په قومي حساب د كشميريانو يا هندوستانيانو په نامه ياديږي. خو له نېكه مرغه بيا دغه كندهاري كشميريان او هندوستانيان د كابل په ارجل محيط كې په دې بريالي سوي دي چې د خپلې سيمې په كلتوري اعتبار له ځانو څخه محمدزيان، پوپلزيان او يا باركزيان جوړ كړي . څرنگه چې داسې نسبتونه اسمي دي نو د ټولنيز چاپېريال د بدلون په شرايطو كې په بل هر نسبت باندې اووښتاى سي. دا خبره چې نسبي غوندې هويتونه د عاميانه ذهنيت پر خلاف په لومړي سر كې نه جينيټيكي او نه كوم بل داسې د اجتماعي درجه بندۍ خاص اشرافي خصوصيت لري، د زياتو شواهدو له مخې اثبات ته رسېداى سي. د دغسې شواهدو په جمله كې د نسبي ادغام او الحاق هغه چارې د كتنې وړ دي چې د هر چا په ټولنيز تاريخ كې يې زياتې بېلگې څرگندې دي. ځكه د ادغام او الحاق په وسيله بېخي پردي وگړي د يوې گنۍ، يا خېل يا تپې او قبيلې نوم د ځان لپاره اخلي. د (ايروكوايسيانو) په قوم كې چې د امريكايي سور پوستانو له جملې څخه دى د نسبي ادغام په باب د (مورگان) څرگندونې اينگلس داسې رانقل كړي دي : "گنۍ كولاى سي چې پردي په ځان گډ كړي، او له دې لارې يې نو په ټوله قبيله كې هم ومني. د جگړې بنديان چې ژوندي به پاته سوه په كومه يوه گنۍ كې د گډېدو له لارې د (سينيگا) د قبيلې غړي گرځېده او په دې ډول يې پوره قبيلوي او گنۍ وال حقوق حاصلوله. په گنۍ كې گډېده د گنۍ د ځانگړو غړو په غوښتنه كېده، نارينه و بېگانه وگړي د ورور يا خور په ځاى كې منله او ښځو د اولاد په سترگه ورته كتله. په گنۍ كې گډېده په دې منظور چې تاييد سي د مراسمو له لارې څخه اجرا كېدله. گنۍ گانې چې كله به يې د وگړوشمېر لږ سو نو نيمگړتيا يې په دې ډول ورپوره كېده چې له بلې گنۍ څخه به يې يوه ډله غړي د دوى په خوښه په هغه لږ شمېره گنۍ گانو كې ورگډوله. په گنۍ كې د ورگډېدو مراسم د ايروكوايسيانو تر منځ د قبيلې د جرگې په يوه عمومي غونډه كې پر ځاى كېده چې عملاً يې د مذهبي مراسمو شكل اخيستى، (5 – ش، 87 – م)". همدغه پروسه په يوناني گنۍ كې دا ډول وه چې "گنۍ حق درلودى چې يو څوك په ځان گډ كړي. دا حق داسې عملي كېدى چې هغه څوك به وار د واره په يوه كورنۍ كې ومنل سو او له دې لارې څخه به نو بيا د گنۍ غړى وگرځېده، (5 – ش، 100 – م)". د رومي گنۍ په باب ويل سوي دي چې "د گنۍ غړو حق درلودى چې د گنۍ نسبي نوم پر ځان باندې كښېږدي . دا جال (دود) د امپراتورانو تر زمانې پورې لا چلېدى، ازاد سوو مريانو ته اجازه وه چې د خپلو دمخنيو بادارانو د گنۍ نسبي نومونه پر ځان باندې كښېږدي، لاكن د گنۍ نور حقوق يې نه سواى اخيستلاى. گنۍ دا حق درلودى چې بېگانه كسان په ځان گډ كړي. دا كار لكه د سور پوستانو تر منځ چې كېدى له دې لارې څخه سر ته رسېدى چې لومړى به يې هغوى په يوه كورنۍ كې ومنل او په دې ډول به نو د گنۍ په سلسله كې شامل سوه، (5 – ش، 120 – م)". د پښتنو په نسبي شجرو كې هم كه شفاهي دي او كه كتبي د دغه شان ادغامونو څرگندې بېلگې د (وصلي) په نامه باندې په زياترو روايتونو كې زموږ تر وخته را رسېدلي دي. له پورته څرگندونو څخه په عمومي توگه دا نتيجه اخلو چې د تناسلي روابطو هغه طبيعي عمليه چې د نر او ښځي د (جن) په گډ تركيب كې تر بيالوجيكي قانونمندۍ لاندې خپله پروسه مخ ته وړي په اجتماعي زمينه كې يې د نسب داسې كلتوري خصوصيت وزېږاوه چې د نسبت سلسله يې په تاريخي لحاظ كله د مور او كله د پلار په رگي پورې اړه لري او له تعاملاتو سره سم د ادغام او الحاق په جريان كې له يوه څخه بل ته هم ور انتقالېداى سي. له دې واقعيت سره چې نسب د خپل تاريخي انكشاف له پلوه يوه اسمي او مرسومي پديده ده، خو د ټولنيزې رابطې په زياتو اړخونو كې يې تشكيلاتي نقش د اهميت ډېرې لوړې درجې ته رسېدلى دى. ازدواجي مناسبات، اجتماعي درجات، ميراثي معاملات، كلتوري خصوصيات تر سياسي تقسيماتو او ملاحظاتو پورې ټوله د همدې پديدې تر تابعيت لاندې راغلي دي. هغه مهال چې په عربو كې نسبي واحدونه د پاسې او ټيټې درجه بندۍ طبقاتي مرحلې ته ورسېده او د نسبي نومونو له مخې د فطري نجابت يا جينيټيكي اصالت په حساب د اصيل او بدل ټولنيز مفاهيم او مسايل راپيدا سوه نو قرآني نص عربي پرگنې ته د انسابو د نومونو د ضرورت تاريخي فلسفه او عنعنه په خپلو ارشاداتو كې داسې ور په ياد كړه چې : "وجعلناكم شعوباً و قبائلا لتعارفوا و لكن اكرمكم عندالله اتقاكم". ترجمه :- موږ په تاسې كې ولسونه او قبيلې د دې لپاره را پيدا كړي دي چې يو د بل سره وپېژنئ خو د خداى په نزد هغه څوك غوره دى چې ښه پرهېزگار وي. څرنگه چې كلتوري نسب د هيچا پر تندي نه دى ليكلى، نو د هغه د بدلون لپاره ډېر موارد د بېلابېلو وجوهاتو له پلوه تصور كېداى سي. په تېره بيا د محيط له اليشېدو سره دغه شيان تبديلۍ چندانې اشكال نه لري. زما د خپلو سترگو ليدلى حال دى چې د ظاهرخان د شاهي ديموكراسۍ په دوره كې يوه داسې فضا په كندهار كې حاكمه سوه چې له نسبي نومو څخه د سياسي پيوند لپاره استفاده وسي. په دې جريان كې وليدل سوه چې ځينې كسانو د (زي) درانۍ لاحقه په خپلو تخلصونو كې راژوندۍ كړه . ځينو نورو بيا يوازې د (پوپل) د نامه په غوره كولو سره مخامخ خپل (بركى) قوميت د (پوپلزي) په نسبت باندې واړاوه. په زياترو پښتني كليو كې وړو اقليتونو هم د ځان د ساتنې لپاره د ستانه نسبو تر نومو لاندې پوره تامينات حاصل كړي دي. په دې روانو كلونو كې بيا زه يو داسې څوك پېژنم چې د سياسي اوضاعو د ارزيابۍ پر بنا يې په رسمي ثبت كې كله خپل ځان (تاجيك) او كله بيا (باركزى) ښوولى دى. له دې څرگندونو څخه اصلي مطلب دا دى چې نسبي نسبتونه چې د ژوند د كوچي او كليوالي طرز په شرايطو كې خورا پاخه او ټينگ حسابونه پر كيږي، د سياسي حالاتو يا ښاري ژوند په اجتماعي – اقتصادي انكشاف كې د هر ډول بدلون لپاره پوره قابليت لري. په پښتنو كې نسب پالنه او نسب پېژندنه : كوچي او كليوالي پښتانه هم په خپلو منځو كې او هم د پرديو په نسبت د نسب ليكې د شفاهي ميراث او كلتوري دندې په توگه روښانه او ټينگې ساتي، له دغه تاثيره څخه تر اوسه پورې ښاري پښتانه لا هم پر يوه مخ نه دي وتلي. په تېره بيا د پښتنو اشرافي قشرونه خپل وياړلي نسبي هويتونه د خانداني تاريخ په نكلونو او عصري تخلصونو كې له خولې څخه نه اچوي. په عمومي ډول ښكاري چې نسب پالنه او نسب پېژندنه په ډېره وختي زمانه كې لا د پښتنو په يوه ايتنيكي خصوصيت يا قومي مميزې باندې بدله سوې ده. په عادي توگه په ښارو كې زياتره پښتنې مندې چې له هرې قبيلې څخه وي خپلو اولادو ته د هغو د پلار نسب ورښيي او په شفاهي ډول دوى ته د (زي، خېل يا تپې او قبيلې) تر سويې پورې د نسبي هويت شعور او احساس وركوي. خو په كوچي او كليوالي ټوليو كې چې هلته د نسبي محاسبې تقسيمات په خپل اړخ كې پر تشه پېژندنه سربېره نور ټولنيز مسئوليتونه او مكلفيتونه هم له ځانه سره لري، نو لږ څه په زيات تفصيل د نسبي هويت څانگې او پښې په شفاهي كلتور كې له يوه پښته څخه بل پښت ته د كورنۍ د غړو او چاپېريال له خوا د ټولنيزې روزنې په څېر انتقاليږي. تر كومه ځايه چې ليده كيږي زموږ د كلي او كږدۍ هر وگړى كولاى سي چې خپل قبيلوي نسبت د يو شمېر څانگو او پښو د سر له نامه څخه تر ځانه او يا د ځان له نامه څخه د سر تر نامه پورې د كلتوري روايت په اساس ورسوي. خو ځينې نور كسان بيا چې سربېره پر دې د عامې مراجعې صلاحيت لري نو هغه بيا د خېلخانو په باره كې د معلوماتو له بابته زيات شفاهي يا كتبي روايتونه په پخپله حافظه كې ساتي او د ضرورت پر وخت د ټولو قبيلو تر منځ متقابل پيوندونه او اړيكې د اساطيرو په زمينه كې بيانولاى سي. په دې ډول نو د قبيلې د سر تر نامه پورې د ځان د نسبي ليكې رسول نسب پالنه ده چې په پښتنو كې د هر وگړي لپاره د ټولنيز ژوند يوه كلتوري دنده گڼله كيږي. خو تر دې پورته بيا د قبيلو تر منځ د معلوماتو شبكه نسب پېژندنه ده چې عموماً هغه سپين ږيري مشران، ملكان، يا ملايان يې د څرگندونې پوره اجتماعي صلاحيت لري چې د داسې چارو په برخه كې عمومي مراجعه ورته كيږي. لاندې د نسب پالنې يوه مثالي نمونه چې د شفاهي شجرې عنعنه هم سمه تمثيلوي په خپله مخامخ ما له هغه كليوالي زلمي څخه د نسبي پوښتنې په تعاملي طرز برابره كړې ده چې (عليشاه) نوميږي او د څو كلونو په ښاري ژوند كې يې تر اوسه لا خپل كليوالي روايات پر يوه مخ له ياده نه دي وتلي : ن (نوميالى) : علي شاه ! په خټه څوك يې؟ ع (علي شاه) :په خټه وزير يم. ن : په وزيرو كې څوك يې؟ ع : په وزيرو كې احمدزى يم. (بله پښه يې اتمان زي دي). ن : په احمدزي كې څوك يې؟ ع : په احمدزي كې كالوخېل يم. (بله پښه يې ښادي خېل دي). ن : په كالو خېل كې څوك يې؟ ع : په كالوخېل كې بامي خېل يم (نورې پښې يې زلمي خېل او گانگي خېل دي). ن : په بامي خېل كې څوك يې؟ ع : په بامي خېل كې تاج خېل يم، (نورې پښې يې شمشي خېل او مستي خېل دي). ن : په تاج خېل كې څوك يې؟ ع : په تاج خېل كې مالي خېل يم، (بله پښه يې مكاخېل دي). ن : په مالي خېل كې څوك يې؟ ع : په مالي خېل كې بايه خېل يم، (نورې پښې يې ايمرخون خېل او وليدك خېل دي). ن : په بايه خېل كې څوك يې؟ ع : په بايه خېل كې بنجي خېل يم. ن : په بنجي خېل كې څوك يې؟ ع : په بنجي خېل كې پتنگ چې هغه د نېك محمد زوى او هغه د عطاجان زوى او د هغه زوى بيا زه (علي شاه) يم. په پورتنۍ شفاهي شجره كې تاسې ليدلاى سئ چې سربېره د نسبي ليكو او څانگو پر وړاندې، وروسته ترتيب باندې ځينې عجيب نومونه لكه (كالو، بامي، بايه، او بنجي) هم راغلي دي چې د ژورې څېړنې په صورت كې يې ښايي ژبنۍ او ټولنيزې ريښې هم وموندل سي. بايد درته څرگنده سي چې البته د دغسې شفاهي شجرو د رواياتو تر منځ يو د بل سره توپيرونه هم احتمال لري. په دې ترڅ كې دا ټكى د يادونې وړ دى چې له دغه راز شفاهي شجرو څخه نن داسې نتيجې هم اخيستل كېداى سي چې نور نو په پښتني قبيلو كې د نسبي تشكل پر اساس د ټولنيزو اقتصادي واحدونو يا خېلونو د جوړښت جريان له درې يا څلورو پښتونو راهيسې پاى ته رسېدلى او درېدلى دى. كه په ښاري، كليوالي او كوچي پښتنو كې د نسبي پالنې او پېژندنې جريان د يوې مقايسې له مخې وكتل سي نو له ورايه څخه ښكاري چې دغه شعور ورو ورو په ښاري حوزو كې پر كمزوره كېدو دى. په كندهار كې چې د نسبي پالنې او پېژندنې يو تاريخي مركز دى، زما ښه په ياديږي، چې كله به يوې كورنۍ له بلې كورنۍ سره خېښي كوله نو لومړى به البته د سيالدارۍ (كفو) په حساب د هغو د نسب په باره كې پوښتنه كېده او تر دې معلومات وروسته به نو د هغو د شتمنۍ په باب پلټنه پيل سوه. په وروسته كې بيا د شتمنۍ پوښتنه د نسب تر پوښتنې رادمخه سوه او اوس د پنځوسو كالو په دوران كې خال خال دې ځاى ته خبره رسېدلې ده چې په ځينو مواردو كې حتى د چا د نسب نوم هم چندانې څوك نه پوښتي او يا خو يې اجتماعي درجاتو ته چندانې د ډېر اهميت په سترگه نه گوري. په كوچي او كليوالي پښتنو كې چې نسبي رابطه د ټولنيز تړون او پيوستون لپاره ډېره اهمه وسيله ده او د تاريخ په اوږدو كې له هره پلوه زياته غښتلې سوې ده نو شعور او احساس يې د يو جينيټيكي واقعيت او فطري خصوصيت درجې ته رسېدلى دى. همدا سبب دى چې د (زيي) يا (نسب) مقوله په ولسي پښتو كې په (وينه، خټه، هډ او رگي) سره تر افادې لاندې راغلې ده. ښاري پښتانه زياتره چې د چا نسب پوښتي نو وايي چې (په قوم څوك يې؟) يا (په اصل څوك يې؟) او يا (په زيي څوك يې) خو په كلي كې بيا ډېر ځله دا ډول پوښتنه اورېده كيږي چې (په خټه څوك يې؟) يوازې د (څوك يې؟) جمله هم د نسبي پوښتنې لپاره استعمالېداى سي. همدغه شان داسې جملې چې (پلانى زما خپل هډ دى) يا (له پلاني سره مې وينه شريكه ده) ټوله د نسبي خپلوۍ د ښوونې په ځاى كې سمې استعمالېږي. (وينه، خټه او هډ) چې د نسبي رگي لپاره پښتو ژبې په كار اچولي دي له هغه عام پښتني ذهنيت څخه پوره نمايندگي كوي چې نسبي عنصر يو وخت د پښتنو په ټولنيز تاريخ كې د طبيعي عنصر درجې ته ځان رسولى دى. هغه شفاهي شجرې يا نسبنامې چې په ټوله پښتونخوا كې له لرغونې زمانې څخه دلته هلته تيتې دي تر اوسه پورې نه چا سمې راټولې كړې دي او نه هم په ملي سويه د هغو په محتوياتو باندې ټوله پښتانه خبر دي. زياتره يې له كلتوري اړتياوو سره سم سمتي، يا كليوالي بڼه هم لري چې په مجموع كې يې تنظيمول او يو د بل سره سر وركول يا توحيدول اسانه كار نه دى. خو كله چې د دغه شان نسبي شجرو يوه كتبي نسخه د (مجمع الانساب) او نورو اثارو په حواله د اوولسمې پېړۍ د دوهمې لسيزې د سر په كلونو كې (1612 – 1613) د خواجه نعمت الله له خوا څخه ترتيب سوې او يا تر توحيد لاندې راغلې ده د يو خاص مېتود په اساس خورا زياته استفاده ځنې كېداى سي،(د كتلو لپاره يې "تاريخ خان جهانى و مخزن افغان" وگورئ). نوموړې كتبي شجرې ته يوه تحليلي كتنه : كه ياده سوې كتبي شجره د يوې مثالي او نمونه يي نسب نامې په څېر تر څېړنې او كتنې لاندې ونيول سي نو په دې وسيله د پښتني انسابو د شجرو په باره كې د يوې سمې علمي مطالعې لپاره لار و ليكه سرښته كېداى سي. د پښتنو د كتبي شجرې هغه لومړنى او اولنى ماخذ چې نوم يې سته خو په خپله هغه اوس له چا څخه نسته د (مجمع الانساب) په عربي نامه باندې ياد سوى دى. (بيليو) ليكي چې د افغاني تاريخ په باره كې ټوله ليكوال پر مجمع الانساب باندې حواله وركوي او تر هغه ځايه چې زه پوهېداى سم نو دا كتاب كه چېرې تخيلي نه وي خو په نن وخت كې هېچرې نه مونده كيږي، (16 – ش، 57 – م)". په دې پسې دا پوښتنه منځ ته راځي چې آيا د كومې اړتيا له مخې لازمه سوه چې د پېړيو، پېړيو شفاهي شجرې د كتبي زمينې په غېږ كې په يوه يا بله طريقه تدوين، توحيد او تثبيت سي. له تاريخي قرائنو څخه څرگنديږي چې د پښتنو لپاره د كتبي شجرې منځ ته راتله د هغه اجتماعي - اقتصادي انكشاف نتيجه ده چې د پښتنو بېلابېلې قبيلې يې له سياسي پلوه د ملي توحيد يوې جگې سطحې ته وړاندې بېولى. (بيليو) څه دپاسه سل كاله پخوا دغه واقعيت درك كړى دى او په خپلو الفاظو كې داسې وايي چې : "درې يا څلور سوه كاله دمخه پښتني ملايانو په دغه كار لاس پورې كړ چې نسبي شجرې او تاريخونه تيار كړي، څو هغه ډېر مختلط ملت ته يو شكل او پيوند وركړي چې موجوديت يې هم هغه زمانه د سياسي كشالو او خانداني انقلابو په نتيجه كې ميدان ته راغلى و او د وړاندې پېړيو په دوران كې يې د هغه هيواد پر ورشو باندې چې اوس د افغانستان په نامه پېژندل كيږي رنگا رنگ بېلابېل توكمونه چې ځينې يې اصل يا پخواني اوسېدونكي او ځينې نور يې نوي راغلي توكمونه وه، ټوله يو د بل سره واخښله، (16 – ش، 50 – م)" . د خواجه نعمت الله له خوا تدوين سوې كتبي شجره چې د ملايي ذهنيت د جاري تعامله سره سمه په قيس عبدالرشيد باندې راپيل سوې ده، د ټولنيزو نسبي واحدونو په حساب د ده په وخت كې څه د پاسه د پښتني ولس درې سوه اووه نوي خېلونه، تپې، يا قبيلې كښېباسي. څرنگه چې د ده شجره البته له نورو كتبي ماخذونو څخه را اخيسته سوې ده او معلوماتي برخه يې د ساحوي څېړنې خصوصيت نه لري نو دا نيمگړتيا له ورايه پكې څرگنده ده چې زياتره لرغوني پښتني قومونه يې په فهرست كې نه ليده كيږي. مثلاً لكه اپريدي، وزير او داسې ډېر نور. خو د دې شجرې يوه مهمه ښېگڼه بيا دا ده چې د ډېر بډاى پښتني فولكلور د اساطيري يا افسانوي غوندې متن په زمينه كې تدوين سوې ده چې هم په لوستنه ارزي او هم په څېړنه. ځكه دا برخه يې هم د پښتنو د ټولنيز تاريخ په ترتيب كې د اجتماعي اقتصادي ژوند پر پخوانيو پديدو باندې په غير مستقيمه توگه زياته رڼا اچوي. دا شجره په فارسي ليكدود باندې كښله سوې ده او په ښكاره معلوميږي چې د پښتو ژبې ځينې نومونه يا د هغو فونيمونه په دې شجره كې د ليكدود په وجه د پښتو تلفظ له خپله اصلي حالته څخه لږ يا ډېر بېگانه سوي دي. مثلاً (دومړ په دومر)، (اتمان په حتمان)، (تارڼ په تارن) او داسې نور په نورو مسخه سوي دي. هلته ځينې نسبي نومونه چې اوس له منځه تللي دي، څوك نه پوهېږي چې هغه به پخوا په پښتو كې په كوم تلفظ ويل كېده. كه څوك په دې نسبنامو كې د څېړنې دنده پر غاړه ولري نو دا ورته لازمه ده چې په پښتو ليك كې يې د پښتو اصلي نومونه تر هغه ځايه چې ممكنه وي بيرته له سره څخه خپل واقعي تلفظ ته ورنږدې كړي. ځكه دا هر نوم د يوې تاريخي منبع حيثيت لري چې په تاريخي دلالتونو كې خورا ډېر كار ځنې اخيستل كېداى سي. بله نيمگړتيا چې بايد گوته ورته ونيول سي دا ده چې ځينې نومونه البته د لږ څه لفظي شباهت په دليل ښكاري چې د اسلامي نفوذ د عربي خصوصيت تر اغېزې لاندې په عربي بڼه اوښتي وي، مثلاً له (امرخېل) څخه (عمرخېل) جوړ سوى دى او (بارك) بيا د (مبارك) له لغت څخه راوتلى گڼل سوى دى. زموږ نسبي شجرې كه كتبي دي او كه شفاهي خو له كلتوري ذهنيته سره سم خپلو پالونكو ته داسې مفهوم يا احساس افاده كوي چې گويا د سر له نامه څخه رانيولې بيا د پاى تر نامه پورې يوه تناسلي عمودي ليكه ده چې تش يا د پلار او يا په استثنايي مواردو كې د مور پر نومو باندې رابنا سوې ده. په كتبي نسب نامو كې دا مذهبي تمايل هم برالا ليده كيږي چې يو ځاى يا بل ځاى له سامي اقوامو سره په پيوند كې زموږ نسبي يا كلتوري قوميت سيخ تر بابا آدمه پورې ورسيږي. اما په خپله كتبي شجرې او په هغو كې دننه زياتره نسبي نومونه په څرگنده توگه داسې ايتنيكي يا قومي اړخونه لري چې هر يو يې د يوه لوى ټولنيز واحد په توگه پر يو لوى جمعيت دلالت كوي چې د هغه اجتماعي – اقتصادي جوړښت د يوې اوږدې زمانې محصول معلوميږي. مثلاً كه د خواجه نعمت الله د كتبي شجرې له سره څخه د قيس عبدالرشيد نوم ايسته سي نو سمدستي د قومو، قبيلو، تپو او خېلو نومونه په مخه راځي چې صرف په پاى كې يې بيا ځاى ځاى د انفرادي اشخاصو مثلاً د (خانكجو)، (فېروزخان) او داسې نورو تر نومو پورې ځان رسوي. دا خبره ټيك ده چې زموږ نسبي شجرې زياتره د يو معكوس مخروط په شكل د پاى له خوا پر يوه وگړي باندې درېږي، خو تر هغه دوه يا درې پښته لوړ هغو لويو اجتماعي – اقتصادي واحدونو ته رسېږي چې د يوه قوم يا ملت د لويو واحدونو د تاريخي مجموعې له تركيب سره ارتباط نيسي. په دې اساس نو نسبي شجرې د اجتماعي درجې پر بنا د يوه فرد د اصالت يا اهانت د استفادې لپاره خوشې پوچه او زړه خبره ده، خو د هغې د تركيب په واحدونو كې د يو ملت د ټولنيز تاريخ لپاره د عيني حقايقو لټونه بيا يوه ډېره نوې او خورا مهمه مسئله گڼل كېداى سي. كه موږ وكړاى سو چې د كوم پښتني خېل يا قبيلې د تشكل د ټولې پروسې ثبوت په نظر كې ونيسو نو له هرې شجرې څخه مو د اجتماعي تاريخ يوه ژوندۍ مجموعه جوړېداى سي. مطلب دا دى چې زموږ شجرې په افقي توگه ډېر ارزښت لري تر دې چې په عمودې توگه يې ولري. په عمودي استنباط كې يې د اجتماعي درجه بندۍ او زماني فاصلو ځينې پديدې لاس ته راتلاى سي. (بيليو) چې كله د پښتنو په ځينو افسانوي شجرو كې د تاريخ عيني فاكتونه او ارزښتمن حقايق مشاهده كوي، نو په دې باب خپل نظر داسې څرگندوي : "د افغاني نسب پېژندونكو او تاريخ ليكونكو چټي افسانې په كافي اندازه بې اساسه دي، خو حقايق په دې افسانو كې په عجيبه توگه تحريف سوي دي، اما د يوه ځير پلټونكي لپاره دوى خپل ارزښت لري چې يوې سمې لارې ته يې لارښوونه وكړي، (16 – ش، 53 مخ)". له نسبي شجرو څخه تاريخي استفاده : د پښتني انسابو په شفاهي او كتبي شجرو كې خورا زيات داسې محتويات سته چې د يوه اصولي مېتود په رڼا كې مستنده غوندې تاريخي استفاده ورڅخه كېداى سي . مثلاً د قوم، قبيلې، تپې، خېل او زي په نامه زيات شمېر ټولنيز واحدونه چې د بېلابېلو نسبي ټوليو په نسبي ليكو كې لاندې باندې په مخه راځي هم د خپلو ځانگړو نومونو له پلوه او هم د اجتماعي – اقتصادي جوړښت له مخې د تاريخ د طبيعي مداركو او عيني منابعو په څېر پوره كار وركوي. څه دپاسه شپږ كاله وړاندې زما دې ټكي ته پام واوښتى چې د پښتنو په قومي او نسبي نومو كې يو شمېر داسې بولگې سته چې د ژبني او مفهومي خصوصياتو له پلوه د اجتماعي – اقتصادي تاريخ پر يوه اوږده سابقه باندې څرگند دلالتونه كولاى سي. دا بيان مې په لنډه توگه د لومړي ځل لپاره په هغه ليكنه كې وكښى چې (د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه طرحه) نوميږي او تر اوسه نه ده خپره سوې . هلته ما داسې ليكلي دي :- "د پښتنو ايتنيكي مجتمع د يو بشپړ ارگانيزم په توگه تش د منفردو وگړو مجموعه نه ده، بلكې يو اجتماعي – اقتصادي سيستم دى چې د مادي او معنوي عناصرو له تاريخي تركيبه څخه د اوږدې زمانې په دوران كې د تشكل او تكامل پر لار باندې منځ ته راغلى دى. د دې ارگانيزم واحدونه وگړي نه دي بلكې لويې لويې قبيلې يا تپې دي چې د هرې يوې تشكل او تكامل د خورا ډېر وخت مولود معلوميږي. هره قبيله يا تپه په خپل ځان كې دننه تر نورو واحدونو پورې ځان رسوي چې هغه خېلونه دي او دا خېلونه بيا كهولونو ته تجزيه كيږي او كهولونه بيا د كورنۍ تر اقتصادي واحده پورې راكوچني كيږي. د قبيلو هغه راز گرافيكه څېړنه چې په سر كې يې يو جعلي يا حقيقي نوم وټاكل سي او له هغه څخه تر بل نامه پورې يوه ليكه راكش سي او بيا له هغې څخه بل نامه ته ليكه را اوږده سي او ټوله قبيله د كاغذ پر مخ په يوه گړۍ كې ترسيم سي، يوه خوشې بابېزه عنعنه ده چې موږ ته تر بيروكراتيكې نسبي شجرې پورته بله كومه علمي نتيجه په لاس نه سي راكولاى. خو كه قبيله يا خېل او يا حتى كهول د ډېرو وگړو يوه داسې مجموعه وگڼو چې په يوه واحده ايتنيكي حوزه كې دننه د ژبې د لهجې، د كلتوري مشخصاتو، ټولنيزو مؤسساتو او داسې نورو ممېزاتو له پلوه يو بېل هويت جوړوي نو په دې خبره مو سد رسېږي چې د دې هر راز واحد جوړېده او منځته راتله د سلهاو كلونو د تاريخي ودې شرايط ايجابوي. د پښتنو پر قبيلوي سازمان باندې تر دې اوسه سم علمي كار نه دى سوى او كه دا كار ونه سي نو د وچو كلماتو پر قرينو باندې يې تاريخي ماهيت نه سو ښوولاى. د پښتني ارگانيزم د قبيلوي واحدو نومونه چې تر اوسه نه چا راټول كړي دي او نه چا په تاريخي توگه مرتب كړي دي، په عمومي ډول دوه رازه ليده كيږي. يو هغه نومونه دي چې له كلماتو څخه يې هيڅ تاريخي دلالت نه راوزي، لكه : كاكړ، منگل، ځاځي، ماكو، اندړ، وردگ او داسې نور . د دغسې نومونو د افادې لپاره زه د (جامد) اصطلاح ټاكم. بل هغه راز نومونه دي چې د نسبي سلسلې تاريخي دلالت ځنې څرگندېږي، لكه : محمدزي، علي زي، علي خېل، سلېمانخېل، محمدخېل او داسې نور. دغسې نومونه زه د (مشتق) په نامه سره يادوم. جامد قبيلوي نومونه عموماً ډېر لرغوني ښكاري، د ټولنيزې ژبپوهنې له پلوه يې دليل دا دى چې هيڅ عربي يا اسلامي نښې نه لري. د ټولنپوهنې له پلوه يې دليل دا دى چې دا د هغې دورې نسبي نومونه دي چې هغه وخت لا د ميراث موسسه نه ده غښتلې سوې او هيڅ داسې اړتيا نسته چې خلك دې (زي) او (خېل) غوندې مشتقي لاحقې په خپلو نسبي نومونو كې زياتې كړي او د پلار د خوا تناسلي رابطه د ميراث په خاطر ژوندۍ وساتي . . . ، (19 – ش، 26 – 27 – م)". "په پښتنو كې مشتق قبيلوي نومونه چې كتل كيږي نو يو شمېر يې څرگند عربي كلمات لري او دا د دې خبرې ښكاره دليل دى چې همدا راز واحدونه د پښتنو د مسلمانۍ په دوره كې را پيدا سوي دي. د پښتنو د راوروسته تاريخ په زمانو كې ځينې واړه عشيروي واحدونه په ښكاره توگه د نسلي رابطې پر لار جوړ سوي دي. كه يو څو ټيپيك مثالونه يې وڅېړل سي او تر مقايسې ووزي نو بالكل موږ ته د هغې زمانې يوه اټكلي موده په لاس راكوي چې په څونه وخت كې كهول، يا يوه عشيره او يا يوه قبيله منځ ته راتلاى سي. خېل، قبيله او داسې نور ټولنيز واحدونه صرف داسې نه دي چې هر زوى يې په انفرادي صورت تر پلار وروسته پر خپل نامه جوړولاى سي. بلكې بشپړي مؤسسې دي چې هم اجتماعي او هم اقتصادي اړخونه لري او داسې ښكاري چې يو په بل پسې څو پښته تر منځ يې د اجتماعي – اقتصادي ضرورت په اساس تشكل موندلى دى، ((19 – ش، 28 – م)". همدغه پورتني مطالب د دوهم ځل لپاره ما په هغه مقاله كې څرگند كړه چې د اريانا مجلې د (1364 ش) په دريمه او څلرمه گڼه كې (د ټولنيزو واحدونو د پيدايښت او انكشاف تيوري) تر عنوان لاندې خپره سوې ده. له دغو وختونو راهيسې نو هر كله دا فكر راسره مل و چې د پښتني قبيلو او خېلو زيات شمېر نومونه چې د ټولنيزو – ژبنيو فوسيلونو په شكل يې تر نننۍ زمانې پورې ځان را رسولى دى او په ځينو مواردو كې لا د اقتصادي او اجتماعي چارو ژوندي حسابونه هم پر كيږي، كېداى سي چې د يوه علمي مېتود په رڼا كې د پښتنو د ټولنيز تاريخ د جوړښت لپاره د عيني مداركو په څېر تر استفادې لاندې راسي. په (1988 م) كال كې چې ليننگراد ته تللى وم نو هلته په دې خبر سوم چې ډاكټر (بيليو) زموږ د قومي او قبيلوي نومو په باره كې لږ و ډېر ږغېدلى دى. د يوه لنډ مجال په ترڅ كې مې د ده هغه ليكنه وليده چې (د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باره كې يوه پلټنه) نوميږي او تقريباً سل كاله پخوا خپره سوې ده. دغه ليكنه مې ژر ژر په سرسري توگه واړوله، راواړوله او په ځينو ځايو كې يې ما د خپلې فرضيې هغه نښې هم وليدې چې د پښتني قبيلو او خېلو ځينې نومونه د ماقبل اسلامي زمانې په ليرو دورو كې ريښې لري او په عين زمان كې د پښتون ملت د پراخ ايتنيكي تركيب او تكوين پر يوه اوږده تاريخي عمليه باندې هم رڼا اچوي. له دې څركه سره زما پام دې لور ته راوگرځېدى چې په يوه مناسب فرصت كې د همدې فرضيې بېلگې د (بيليو) په آثارو كې ولټوم او دغه كرښپل نور هم پسې واخلم. زه په دې باور لرم چې كه زموږ څېړونكي له وختي څخه د (بيليو) د پلټنې پر لار تللي واى، نو نن به د پښتنو د ټولنيز تاريخ ډېر اړخونه روښانه واى. خو څرنگه چې زموږ قبلې ذهنيتونه تل زموږ د پلټنو مخه نيسي نو ځكه دغه كار تر اوسه پورې د چا له خوا نه دى سوى . فكر كوم چې له دې لورې څخه زموږ مخه يو هم هغه تقليد راگرځولې ده چې د مقدسو نسبي شجرو په وچ تكرار مو غاړه ايستلې ده او غونډ ټولنيز اقتصادي فاكتونه مو له ياده وتلي دي. نسب نامې په تېره بيا هغه چې كتبي بڼه لري زياتره يې د سياسي او اجتماعي اغېزو تر نفوذ لاندې د خواصو د ذهنيت لاس خوړلى وي او تر ډېره ځايه روبنايي تمايلات انعكاسوي. هلته د يوه قوم ټولنيز واحدونه تش د يوې كورنۍ په ساده تناسلي پيوند كې د اصلي يا جعلي نامه د يادولو په وسيله خلاصه كوي . خو په داسې حال كې چې هر خېل يا هره تپه او هره قبيله د زياتو طبيعي، اقتصادي، او اجتماعي چارو په حساب د مادي او معنوي كلتور تاريخي مجموعه گڼله كيږي چې تكوين يې ارومرو د وخت يوه اوږده دوره غواړي او د تناسلي پيوندونو خورا ډېرې كړۍ په ځان راكښېباسي. په دې اساس نو د نسبي شجرو شكلونه كه څه هم موږ ته د ډاډ وړ كره معلومات نه راكوي خو د هغو په محتوا كې داسې عيني مدارك وجود لري چې د سالمو منابعو په څېر په روانه ژبه د تاريخي تشكل او تكامل بيان كوي. د ډاكټر بيليو(۱) ياد سوى اثر كه څه هم بيا زما لاس ته نه دى راغلى چې سم يې ولولم او يا يې ترجمه كړم، خو د ده په نورو آثارو كې هم د قومي نومو په باب ځينې داسې يادونې سوې دي چې د ټولنيز تاريخ په برخه كې يې اهميت روښانه دى. مثلاً (د افغانستان توكمونه) په اثر كې د (پټهان) تر عنوان لاندې يو ځاى دې ټكي ته د لوستونكو پام راگرځوي چې نسبي او محلي نومونه د ملي هويتونو داسې بېلگې دي چې پلټونكي ته د نيم هېرو يا جعلي رواياتو په پرتله خورا سمه لارښودنه كولاى سي . (16 – ش، 105 – م) . په دې ترتيب نو په ټولو نسبي شجرو كې كه شفاهي وي او كه كتبي هغه نومونه په تېره بيا چې د فونيم او مورفيم په خصوصياتو كې د پښتو ژبې پراخه تاريخي زمينه هم انعكاسوي د پښتنو د ټولنيزې سابقې د روښانه كېدو لپاره له شتمنو دلالتونو څخه ډك مستند مدارك گڼل كيږي .
په
پښتني ذهنيت او ثقافت كې د پښتنو د ټولنيز ژوند په ذهني او كلتوري زمينه كې داسې ډېرې پديدې راغلې او تللې دي چې ټوله پر يوه ځاى څه نا څه د ماهيت له مخې د جادو يا مېتولوجۍ تر عمومي نامه لاندې راتلاى سي. د دې راز پديدو پاشلې نمونې زياتره په كږنو، ټوټكو، انگېرونو، دودونو، نكلونو او شفاهي روايتونو كې په مخه راځي، خو د مفاهيمو د افادې لپاره يې په پښتو ژبه كې يو شمېر داسې بوبې او سوچه كلمې تر اوسه لا هم ژوندۍ پاته دي چې ښايي پر نورو دلالتونو سربېره د همدې ژبې او ولس د لرغوني ټولنيز تاريخ پر مېتولوجيكي چارو باندې پوره رڼا اچولاى سي. ستانه : په پښتني سابقه كې د هغه ټولنيز شعور مدارك چې د جادويي يا مېتولوجيك ذهنيت له تاريخه څخه سم حكايت كوي د "ستانه" له مهمې كلمې څخه راپيل كېداى سي. دا كلمه سره له هغه چې پر لغوي اړخونو باندې يې تر اوسه پورې چندانې كار نه دى سوى، خو په عمومي توگه په تېره بيا په عوامي او ولسي محاوره كې يوه ژوندۍ كلمه ده او معنا يې د روحاني ځواك له خاونده سره برابريږي. كه موږ ووايو چې "احمد ستانه دى" او يا خو "پلانى قوم ستانه دى" نو په ژبه كې متداوله معنا يې دا ده چې هغه په نسبي حساب د داسې روحاني ځواك څښتن دى چې دعا، ښېرا، دم او چو يې تاثير ښندي او چليږي. "راورټي" چې په 1860 – م كال كې يې خپله پښتو ډكشنري چاپ كړې ده نو هلته يې د "ستانه" د كلمې د معنا په برخه كې ليكلي دي چې : "خاص د وليانو او بزرگانو خلكو كورنۍ او اولادې ته ويل كيږي". "محمدگل مهمند" د پښتو په خپل سيند كې د "ستانه" لغت په پارسي باندې داسې ترجمه كړى دى : "پيرخانه، شخصى كه اجدادش بخوب آدمى و بزرگى شهرت داشته باشد و يا پير و مرشد بوده باشد، (21 – ش، 13 م)". "عطايي" چې د دې كلمې ايتنوگرافيكي اهميت ته تر نورو خلكو زيات متوجه سوى دى، نو داسې ورباندې ږغيږي : "ستانه" د بزرگ "زبرگ" معنا وركوي. سيدان، صاحبزاده گان ستانه بلل كيږي. مړي يې ټوله ستانه دي، په اقوامو او قبيلو كې هم يو قوم ستانه بلل كيږي، لكه د لوېديزې خوا په پښتني قبيلو كې چې ساكزي ستانه بلل كيږي. په ځينو قبيلو كې چې بله قبيله مدغم كيږي، نو دغه ادغام د مدغم سوې قبيلې د ضعف څخه په عمل راځي. د دې لپاره چې د دغه ضعف پرده پوښي وشي نو مدغم شوې قبيله ستانه بولي او خبرې ته يې درناوى كوي . په وزيرستان كې سيدگي ستانه بلل كيږي. ستانه په ننواتې كې هم گډون كوي او د مجرم شفاعت هم كوي، (22 – ش، 175 – مخ)". د 1361 ش كال د پښتو په تشريحي قاموس كې د دې كلمې شرح داسې راغلې ده : "ستانه، زبرگ، بزرگ، د روحاني كورنۍ غړى، په عامه توگه سيدان، صاحبزاده گان او د هغو مړي ستانه بلل كيږي، خو په قومو او قبيلو كې هم ستانه سته، لكه د لوېديزې خوا په پښتنو كې چې ساكزي او په وزيرستان كې سيدگي ستانه بلل كيږي، (23 – ش، 2547 – م)". "ستانه" د بزرگۍ د صفت په معنا البته صرف يوه عامه كلمه نه ده چې د روحاني قوې هر چا ته يې نسبت كېداى سي، بلكې د پښتني ايتنوگرافۍ د يوې مقولې په څېر د دې كلمې په عرفي او تعاملي مفهوم كې دا خبره هم پرته ده چې دغه د بزرگۍ قوت يا روحاني خاصيت بايد د نسبي پيوند او قومي رگۍ په اساس يو چا ته منسوب وي. كه څوك ستانه وبلل سي نو معنا يې دا ده چې د هغه په قومي نسبت كې د ستانه توب يا بزرگۍ خصوصيت اخښلى دى، او دا روحاني قدرت له پلار او نيكه څخه په ميراث ورته را رسېدلى دى. له ستانه قوم يا قبيلې سره نور قومونه او قبيلې ډېر احترامانه سلوك كوي، ځكه زياتره يې د روحاني قوت له صدمې څخه بېريږي . ستانه وگړي د "پاخه هډ" د خاوندانو په نامه هم يادېداى سي. هغه فولكلوري روايتونه چې د ځينو قومو د تاريخي خصوصيتونو په باره كې ټولنيز ذهينت اداره كوي، نو زياتره هر قوم يا ولس ته يو ځانگړى صفت منسوبوي چې هغه يې په خپل ځانته كلتور كې خاصه پالنه په غاړه لري. مثلاً په دې حساب د كاكړو قبيله د كندهار په رواياتو كې ستانه بلل سوې ده او نو ځكه د دوى په منځ كې ډېر ستر اولياء او علماء د خپل تاريخي تقسيم او قبيلوي خصوصيت په اساس راپيدا سوي دي. د كندهار په فولكلوري زمينه كې زما ښه په ياديږي چې يو وخت د قومونو او قبيلو ذاتي يا كلتوري خاصيتونه د "بولغار د باد" له عامله سره تړل كېدله. مثلاً ويل كېده چې د بولغار باد راوالوتى نو د "نورزو" له سترخانه، د باركزو له ځيگره، د الكوزو له پزې او د كاكړو له ژبې څخه ونښتى. ځكه نو په ترتيب سره نورزي مېلمه پال، باركزي د لوى ځيگر خاوندان، الكوزي دردمن او كاكړان د ژبې او بيان څښتنان سوه. يعنې د دغه باد (يا خو البته روح) له بركته د مېلمه پالنې، مړاني، جنگياليتوب او داسې نورو خويونو خاصيتونه په بېلابېلو قومونو كې راپيده سوه. د همدې فولكلور يوه بله نسخه د "حبيبي" په بيان كې داسې ثبت سوې ده : "نسيم مېړانه (مردانگى) وزيدن گرفت وبه زبان فرزند اول غرغښت بر خورد، و بنا بر اين وى صاحب زبان و بيان و علم و تلقين و روحانيت گرديد . كه تاكنون هم اكثر علماء و روحانيان افغان ازين طايفه اند و قبايل بزرگ كاكړ وادى ږوب و پښين از اخلاف اين تيره اند و دانشمندان و صاحبدلان باذوق و حال دران گذشته اند. درباره فرزند ديگر يعنې بېټنى روايت است كه نسيم مردانگى بر بازوى او وزيده بود، و بنا بر اين قبايل غلجى و كرلانى و ملحقات آن كه منسوب به اويند، منصب سپاهى گرى و جنگجويي را حفظ كرده اند و از بين ايشان سپه سالاران و جنگاوران دلير بر آمده اند. اما درباره فرزند سوم يعنې سره بن گويند كه نسيم مردانگى به دامن او بر خورده بوده، و او صاحب دامن و پرورش و اداره و حكمرانى گرديد، كه قبايل ابدالى (هفتالى قديم) و درانيان قرن دهم به بعد از اين تيره سره بن اند كه از زمان قديم قبل الاسلام و بعد از اسلام تاكنون فرمانروا و حكمران و پرورنده و داراى دامن و عطوفت و مروتند، (24 – ش، 594 – م)". دغه شان روايات موږ ته د كار د تقسيم هغه لرغونې سابقه راپه يادوي چې له توليدي انكشافه سره د ټاكلو ټولنيزو دندو پر بنا يې په آريايي حوزه كې د جنگياليانو، روحانيونو، توليدوونكو او چوپړيانو څلور حرفې (ورڼي) راپيدا كړي. له دې حرفوي تقسيماتو سره هغه اجتماعي تقسيمات هم راوزېږېده چې د قبيلوي درجاتو په نسبي هويتونو او خصوصيتونو كې يې خپله نهايي وده پوخوالي ته ورسوله. زياتره قبيلې چې له نسبي پلوه ستانه گڼل كيږي، نو ثبوت يې ارومرو يوه داسې روايت ته ځان رسوي چې د سر د نيكه په نامه يې كومه خارق العاده پېښه د مېتولوجيك تاريخ په حافظه كې ثبت سوې وي. دغه راز پېښي چې د اسلامي روحيې له تعبيراتو سره سم د "كرامت" په نامه افاده كيږي، نو د هغه عاملان د وليانو او بزرگانو په جمله كې راځي. په قومونو او ولسونو كې "ستانه" ښاخونه د قبيلو په خپل منځي روابطو كې هم ځانته خاص حسابونه لري، مثلاً د "اليزو" په قوم كې يو ښاخ چې "رودي" اليزي يې بولي د اڅكزو په نسبت پيرخانه گڼله كيږي. اڅكزي د قومي روابطو په زمينه كې همدغه ښاخ ته د ستانه په سترگه گوري. دوى يې له روحاني پلوه درناوى كوي او خبرې ته يې د زړه له اخلاصه غوږ نيسي. د رودي اليزو د ستانه توب لپاره داسې يو مېتولوجيك روايت سته چې يو زمانه كوم رود ياغى سوى و او سېلونو يې خورا ډېر كورونه له ځانه سره وړي او زياتې ورانۍ يې خلكو ته رسولې وې. د دې لپاره چې دغه سركښ رود ته روحاني زور ورښكاره سي نو د رودي اليزو نيكه له خپله جيبه څخه د خولې د نسوارو كډو راوايستى او د رود ټوله اوبه يې په هغه كې له جريانه څخه را ايسارې كړې . په دې ډول يې نو خلك د اوبو له طوفاني سېلونو څخه وژغورله. له دغه وخته راهيسې نو رودي اليزو دا لقب واخيستى چې ستانه وبلل سي او په بزرگۍ ومنل سي. د ستانه د كلمې په لفظي او معنوي رابطه كې هغه لرغونې هندۍ كلمه كورټ له نظره نه سي لوېداى چې د سنكهيا (sankhya) په نامه په ډېر لرغوني فلسفي دكتورين كې د ستانه (cetana) په بڼه راغلې او د هندي پوهانو له خوا څخه په شعور (consciousness) سره معنا سوې ده (25 – ش، 113 – م). په دې لفظي او معنوي شباهت كې د مېتولوجيكي ريښو ډېر لرغونى اشتراك هم له ورايه څخه ليده كيږي. اوده : بله ډېره مغزنه كلمه چې په دې لړ كې په څېړنه ارزي هغه "اوده" ده . دا كلمه "راورټي" په خپل پښتو قاموس كې نيولې ده او داسې معناوې يې ورته كښلې دي چې : د جادويي چارو او سحري عملياتو سره سمون خوري (20 – ش، 59 – م). د پښتو تشريحي قاموس يې بيا د معنا په ځاى كې كښلي دي چې : "اجازه، دم، د مار، لړم او نورو چيچونكو خزندو د دمولو اجازه، د ناروغيو د دمولو اجازه" (23 – ش، 147 – م). د "اودې" كلمه چې له پخوا څخه تر اوسه په محاورو او ادبي آثارو كې هر چېرې په مخه راځي، كه د كلتور په ټولنيز متن كې تر دقيقې كتنې لاندې ونيول سي نو معنا يې د هغه روحاني خاصيت سره برابرېداى سي چې د ځينو ناروغيو، او يا خزندو د زهري دردونو د معالجې لپاره مراجعه ورته كيږي. زما ښه په ياد دي چې په كندهار كې د "دينارخېلو" په نامه يوه كورنۍ وه چې د "سرپاږي" د رنځ د "اوده" كولو لپاره د هغې غړو ته خلكو مراجعه كوله. ځكه ذهنيت داسې و چې "دينارخېل" په نسبي حساب د دغې ناروغۍ د چارې لپاره "اوده" يعنې روحاني خاصيت لري. د "اومارگه"، "تورې غاړې"، "د مرغړيو" او داسې نورو ناجوړيو د "اودې" لپاره هم هلته يو شمېر ځايونه او د ځينو بزرگانو زيارتونه موجود او مشهور وه. د "اودې" عمليه په پښتني ټولنه كې د "دم" يا ساه په پوكلو (چو)، د ناړو په توكلو، د لاس په تېرولو، د دم په ويلو او داسې نورو وسايلو سره اجرا كيږي. زياتره پيرخانې د خپلې "اودې" له دركه څخه خورا زيات عوايد هم لاس ته راوړي. "اوده نيول" د همدې كلمې يو اصطلاحي تركيب دى چې زما له معلوماتو سره سم د كاكړو په قبيلوي چاپېريال كې يې ښايي هر څوك په مفهوم باندې ډېر ښه پوهيږي. د روايت له مخې په پخوا وختو كې چې خلك ډېر پاك او سپېڅلي وه نو په كاكړو كې دا دود و چې د جگړې په جبهه كې به يو شمېر بزرگانو "اوده نيوله". يعنې سرونه به يې پټ كړه او د روحاني قدرت د راغونډولو لپاره به د مراقبې په حالت كې سوه. د دې اودې تاثير دا و چې له مقابله لورې څخه د دښمن وارى د دوى پر جبهه باندې نه لگېده او كه به چېرې هم ونښته نو هيڅ تاثير يې نه پر كاوه. وايي چې د كاكړو اوده د هغه ښاخ ټولنيزه دنده وه چې "جوگيزي" يا په يو بل روايت "مه لازيى" نوميږي. نن موږ له دې دوده څخه داسې نتيجه اخيستلاى سو چې دغه اجتماعي عمل د نظامي روحيې د پياوړتوب ډېره غښتلې وسيله وه. هغه روحاني تاثيرات چې له عقيدې سره سم د منترونو يا د مقدسو اسلامي كلمو د پخولو او ويلو له لارې د چا په وجود كې راپيدا كيږي او د مارانو، لړمانو، غالبوزو او خزندو د زهري چيچلو اغېزي په بدن كې تسكينوي هم د "اودې" په نامه ياديږي. دا اوده له دوده سره سم كېدلاى سي چې يو څوك يې بل چا ته ورانتقال كړي او خاصيت يې د اذن او اجازې له لارې د هغه په وجود كې منځ ته راوړي. دغه شان اوده حتمي نه ده چې ارومرو به په روحاني خلكو پورې اړه لري او نو ځكه د "اوده گر" كلمه د روحاني مقام لپاره مناسبه نه ښكاري. "اوده گران" زياتره د ټولنې په ټيټو قشرونو كې ډېر ليده كيږي. "تر اوده لاندې كول" او يا "تر اودې لاندې كېدل" هم د دې كلمې د تركيب معناداره اصطلاحات دي. د "اودې" د كلمې په اړخ كې كله ناكله د "خوردې" كلمه هم اورېده كيږي. مثلاً وايي : په مريض مو هر څه اودې او خوردې كړې دي، خو ښه يې نه ده په سوې. همداسې د يو چا د بزرگۍ په باره كې وگړي وايي چې : "د پلاني له سره څخه خوردې اخيسته كيږي". "خورده" د هغې خاورې يا لوټې نوم دى چې د اولياگانو او بزرگانو د قبرو د سر له يوه غارگډى څخه د تبرك لپاره را اخيسته كيږي او د بېلابېلو ناروغيو د علاج په نيت يا خوړل كيږي او يا په ځان پورې موښل كيږي. د "شاه آغا خورده" د كندهار په محيط كې هر چا ته معلومه ده او په خواصو يې هم پوهېږي. د "هاتف" له خولې مې اورېدلي دي چې همدا د خوردې دود يې د هند د راجستان په "مونت ابو" كې د خپل سر په سترگو ليدلى دى. د ده له بيانه سره سم هلته د يوې مجسمې له ماحوله څخه خلكو خاورې او ايرې را اخيستې او د تبرك په توگه يې خوړلې، په مخ پورې يې موښلې او هم يې له ځانه سره وړلې. د "خوردې غار" په كلتوري لحاظ يو تثبيت سوى مفهوم دى چې عموماً د بزرگانو د قبر په سر كې جوړيږي، او متوليان يې هلته خاورې او لوټې ږدي څو ارادتمندان يې د خوردې په توگه د تبرك لپاره له ځانه سره واخلي. دم: دم چې د منترونو يا مقدسو اورادو په معنا راځي نو "دم پر ويل" او يا يو شى "دمول" هم د دغه راز مفاهيمو د افادې لپاره عام رواج لري. "دم كړې اوبه" يا "دم كړې مالگه" هم هغه مروج كلتوري دارو دي چې د ځينو ناروغيو د علاج لپاره يې سپارښتنه كيږي. له اوبو څخه په روحياتي معالجه كې كار اخيستل نن سبا د شوروي پر تلويزيوني پرده باندې هم ليده كيږي . اودوم: په دې لړ كې د "اودوم" كلمه هم روحاني غوندې خصلت افاده كوي چې په ځينو مواردو كې د كومې كورنۍ يا كهول او خېل نسبي رگي ته يې نسبت كيږي. دغه كلمه پښتو تشريحي قاموس راوړې ده خو مفهوم يې په دقيقه توگه ښه نه دى افاده كړى. په كندهارۍ محاوره كې كه د چا له خوا څخه كومه روحاني يا مادي چاره ډېره ښه اجرا كيږي، نو وايي چې هغه يې "اودوم" لري. دا لغت كه څه هم په روحاني مفهوم د "اودې" د كلمې مرادف كېداى سي خو په ځينو مواردو كې يې تر هغې د معنا ساحه پراخه ښكاري ځكه د مادي چارو په بې ساري اجرا كې د فطري قابليت په معنا هم تر استعمال لاندې راتلاى سي. ټوټكه: "ټوټكې" چې مفرده بڼه يې "ټوټكه" ويله كيږي، د پښتني كلتور په جادويي برخه كې خورا غني مواد لري چې د ټولنيز تاريخ د يوې پياوړې منبع په توگه تر ډېرې زياتې استفادې لاندې راتلاى سي. د دې كلمې په معنا كې پښتو تشريحي قاموس يو څو خبرې راغونډې كړې دي چې البته عمومي بڼه لري. مثلاً وايي : "يو شمېر چارې او دندې چې زموږ عوام يې د شگون (شگوم) د راجلبلولو او يا ايسته كولو لپاره كوي". خو هغه پښتنې ټوټكې چې تر اوسه دلته، هلته راټولې سوې او خپرې سوې دي، د جاري ذهنيت له تعبيراتو څخه تر تصفيه كولو وروسته د پښتنو د جادويي دورې ډېر مغتنم مدارك گڼل كېداى سي، بايد وويل سي چې ټوټكې هم قبيلوي، هم محلي او هم ملي ډولونه لري چې تر مفصلې څېړنې وروسته تر تاريخي تصنيف لاندې راتلاى سي. كږنه: كږنه چې جمع يې د كندهار په لهجه كې "كږنې" دي او په ځينو نورو لهجو كې په "انگېرنه" او "انگېرنې" سره افاده كيږي، داسې مفهوم لري چې د ځينو كارو يا شيانو سره د منفي (كږلي) رابطې تاريخي احساس موږ ته افاده كوي. دوى د تېر تاريخ د ټولنيز ژوند په جريان كې د شرطي انعكاس لرغونې ازمويښتنې څرگندوي چې زياتره يې له منطقي پلوه د نن ورځې په معيار د خرافاتو په جمله كې راځي او هم په اصل كې د جادويي ذهنيت د لرغونې دورې يو سوچه محصول معلوميږي. د مثال لپاره د غوايي بجل په موږ كې كږلې ده، يا تشه زانگو بايد ونه زنگول سي او داسې نور . كه له چا څخه د داسې كږنو د ثبوت دلايل وپوښتل سي نو عموماً په محاوره كې تش دونه جواب وايي چې "نه وي ښه". دغه شان اجتماعي پديدې هم د قبيلې، سيمې او ټول ولس په سطحه كې د منابعو په څېر محاسبه كېداى سي. كركه: "كركه" چې د جمع بڼه يې "كركې" راځي هم د "كږنې" په معنا ده، خو په دې توپير چې اجتماعي خصلت نه لري، بلكې د هر چا د يو خاص كار او يا شي څخه په كوم ډول كركه كيږي چې د ده په انفرادي ژوندون پورې اړه لري. مثلاً د يو چا په كور كې تور كالي كږلي وي او يوازې د هم هغه كور كركه ځنې كيږي. د كركې لغت سربېره پر دغه اصلي معنا چې د بد شگوم سره معادله ده، اوس د بد راتللو، بد وړلو او نفرت كولو په ځاى كې هم تر استعمال لاندې راغلى دى. كتنه: كتنه هم په كندهار كې هغې عمليې ته ويله كيږي چې د وركې د معلومولو او يا د چا په سرنوشت باندې د خبرېدلو لپاره د جادويي يا روحاني چارو په وسيله د ټاكلو اشخاصو له خوا څخه سر ته رسېږي . د كتنې ذهنيت چې د ټولنيز شعور درجه موږ ته ښكاره كولاى سي، د مادي وسايلو پر نيمگړتيا باندې هم پوره دلالت كوي. هغه څوك چې د لاس په اورغوي كې د چا د سرنوشت چارې بيانوي په كليوالي ژبه يې "لاس كتنې" بولي. دروږ : "دروږ" هم په پښتو كې يوه ملي كلمه ده چې د پښتونخوا په هر گوټ كې رواج لري . مثلاً كه د چا اولاد نه پايي نو هغه د كوم زيارت او يا كوم ستانه په نامه دا هوډ كوي چې كه يې اولاد وپايي نو به هر كال د هغه په نامه يو څاروى په خيرات كې ورته راولي. د خيرات لپاره دغه شان ټاكلي څاروي ته "دروږ" وايي او اولاد چې يې وپايي نو د هغه پلاني زيارت يا پير په نامه "دروږى" بلل كيږي . "راورټي" دغه لغت د څارويو د غوږ د نښه كېدو په معنا راوړى دى (20 – ش، 460 – م). دى ملامت نه دى ځكه عموماً هغه څاروى چې د دروږ لپاره وټاكل سي نو غوږ يې ورچاكوي څو هر چا ته معلوم وي او له نورو سره گډ نه سي . چوكۍ اخيستل: چوكۍ اخيستل هم يوه داسې خبره ده چې څوك د كوم كار يا مقصد لپاره په ټاكلو ورځو كې كوم زيارت ته ورځي او هلته د مړي روح ته مقدسې كلمې وايي او د دعاوو په ترڅ كې خپل مراد ځنې غواړي. دوى پر ځان باندې د كوم شي "نذر" ږدي او كله چې په مراد ورسيږي، نو بيا په ټاكلو وختونو كې هغه ځاى ته خپل نذر راوړي.
زانگو كول: همداشان كه د ښځې اولاد نه كيږي، نو "زانگو كوي". د دې معنا دا ده چې د كوم زيارت په احاطه كې د ونې پر ښاخ باندې يوه ريښكۍ د زانگو د سمبول په بڼه تړي او د اولاد د كېدو د غوښتنې په نيت يې څو واره زنگوي او خپل مراد په الفاظو كې غواړي. بيا نو كله نا كله هلته زيارت ته راځي او د زانگو كولو خاطره ژوندۍ ساتي. كه په خپل مراد ورسيږي، نو په مقابل كې يې هغه زيارت ته دروږونه، پوښونه يا خيراتونه راوړي. "زانگو كول" تر ډېره ځايه څرگند جادويي غوندې خصوصيت لري. له همدې بابه يې وبولئ چې د زيارتو په ونو كې مېخونه هم په دې منظور ټكوهل كيږي چې دا كار د غاښو د خوږ لپاره يوه چاره گڼله كيږي. د مړو ننگول: د ژوندانه د مادي او معنوي اړتياوو د پوره كولو لپاره د مړو ننگول يوه داسې پښتو اصطلاح ده چې د روحاني طاقت پر ذهنيت باندې څرگند دلالت كوي. په دې لړ كې د مسجد دروازه يا د زيارت جنډه هم كله ناكله ننگول كيږي. دا خبره چې "د چا مړه زورور دي" هم د دغه شان عقايدو له جملې څخه وبولئ. ما په خپله د ماروپ په سيمه كې د سوچه عوامو له خولې څخه ډېر ځله اورېدلي دي چې د كومې ناوړې پېښي په وخت كې به يې د "آخداودارونيكه" له تركيبه څخه يو ځايي استمداد كاوه. "دارو نيكه" هلته يو مشهور زيارت و چې خلكو به ننگاوه او په ډېرې بزرگۍ يې مانه. سره له هغه چې د پښتنو په فولكلوري ذهنيت كې زيارت يو ژوندى او فعال قدرت گڼل كيږي، خو بيا يې هم كله ناكله د عوامو د سوچه طبيعي عقل د ماټرياليستي خصلت له طغيانه څخه پر يوه مخ نجات نه دى موندلى. مثلاً دا لنډۍ په ښكاره يو ماټرياليستي غوندې شينگ لري چې وايي : زيارت كوم، نه را رسېږي خدايه ته وران كړې، دا د كاڼو زيارتونه روى: د "روى" ملي كلمه چې د سراښ، حريص، شوخ او تر اندازې بالا كنجكاو معناوې هم تر لاندې سوې دي، اصلاً د پښتنو په عامه ذهنيت كې يو ناوړه پېريانى غوندې هويت افاده كوي . موږ ته په كوچنيوالي كې د يوه منلي واقعيت په څېر ويل كېده چې د كوچي مالدارو ښځي زياتره د ژمې په وخت كې په روې باندې تبديلېږي، او كله چې يوه ښځه روې سي نو بيا د پېري په شان د وره تر چولو وتلاى سي، په هوا الوتلاى سي او په يوه گړۍ ډېر لېرې واټنونه وهلاى سي. دغه كلمه چې "راورټي" د شيطان، دېب او خپسكې په معناگانو سره ترجمه كړې ده (20 – ش، 521 – م) د پښتنو په ځينې سيمو كې د شيشكې يا د پښتو د تشريحي قاموس له بيانه سره سم د "ارباسي" او "شيخي" په نومو باندې هم ياده سوې ده (23 – ش، 2958 – م). په هر صورت په ژبه كې د دې كلمې ايجاد د هغه ذهنيت ښكاره بېلگه ده چې د جادويي يا مېتولوجيكي دورې په حكم له خبيثه ارواحو سره د انساني پيوستون چارې ښيي. ښېرا: د ښېرا كلمه د هغې روحاني بلنې پر مفهوم دلالت كوي چې په غچ اخيستلو كې له يو چا سره مرسته وكړي. پښتانه زياتره د ستانه خلكو له ښېراوو څخه ډاريږي. د نسبي يا قومي ستانه توب د ښېراوو په برخه كې خپله دا خاطره د يادونې وړ بولم چې كله به زما مور ته ډېر قهر ورغى او چا ته به يې ښېراوې كولې نو به يې په لوړ ږغ نارې كړه : "كه به زه توره ترينه يم نو پلانى دې د مغزي پر دړه غوزار سي". له دې څخه ښكارېده چې تور ترين خاص روحاني قوت لري او ښېراوې يې خورا ژر قبليږي. كوډې: د دې برخې بيان د كوډو په ملي كلمه سره پاى ته رسوم. كوډې چې په عادي محاوره كې زياتره د جمعي په بڼه رواج لري او "راورټي" يې په خپل پښتو قاموس كې مفرده بڼه "كوډه" بللې ده، په مجموع كې د ټولو هغو طلسماتو، تاويزاتو او داسې نورو چارو نوم دى چې په علمي تعبير يې له هغه "تور جادو" يا سحر سره معنا برابرېږي چې په عملياتو كې يې د خبيثه ارواحو او اهريمني قواوو په مرسته يو شمېر انساني ضرورتونه يا هوسونه سر ته رسېږي. د كوډو تاثير ته د خواصو په شمول ډېر غټ اكثريت اعتقاد لري او له عوامي ذهنيته څخه نيولې بيا تر مذهبي او فلسفي ذهنيتو پورې په دې برخه كې د تائيد بېلابېل دريځونه په هره سويه موجود دي. د ټولنيز تاريخ په حساب پښتني كوډې بايد تر دوو بېلابېلو عنوانو لاندې تصنيف سي. يو هغه فولكلوري كوډې دي چې لرغوني فوسيلونه يې د ټوټكو، كږنو، انگېرونو او داسې نورو شفاهي ميراثونو په مظاهرو كې ليده كيږي. بل هغه كتبي كوډې دي چې د شاوخوا له مذهبي، فلسفي او تصوفي جرياناتو له خپرېدو سره پښتني ټولنې ته راغلې دي . شفاهي كوډې د پښتنو د خپل ټولنيز شعور مدارك جوړوي، خو كتبي كوډې يې بيا هغه څه تمثيلوي چې له خپل سيمه ايز او كلتوري ماحول له تاثير او نفوذه څخه يې اخيستې دي. په نتيجه كې بايد وويل سي چې پورتني كلمات او د دوى مفاهيم چې په ملي سويه د لويو څرگندو اجتماعي او تاريخي مقولو د نمونې په توگه وړاندې سوه، ټوله پر دې ټكي باندې بشپړ دلالت كوي چې د جادويي يا مېتولوجيك ذهنيت او ثقافت پر يوه پياوړې دوره چې د ټولنيز شعور د تيولوجيكې بنا لپاره لازمه مقدمه جوړوي، د پښتنو په لرغونې تاريخ كې تېره سوې ده. له مېتولوجيكي آثارو څخه د تاريخي استفادې په برخه كې د ماركس هغه څرگندونې د هېرولو نه دي چې وايي : "د تېرې زمانې واقعيت په مېتولوجيكي فانتزۍ كې انعكاسېږي. ځكه نو په دې منظور چې لرغوني واقعيت ته ورسېږو موږ كولاى سو چې مېتولوجيكې فانتزۍ تر څېړنې لاندې ونيسو" (7 – ش، 127 – م) ". د بيان په آخر كې كه څوك له موضوع څخه وځي او له معموله سره سم دا پوښتنه مخامخ له ما څخه كوي چې زه د دغه شان مرموزو تاثيراتو په باره كې څه ويلاى سم نو په جواب كې يې د ماركس هغه څرگندونه كافي بولم چې وايي : "هره مېتولوجي غواړي چې هم په تخيل كې او هم د تخيل له لارې د طبيعت قواوې تر خپل تابعيت، كنترول او تصرف لاندې راولي. خو كله چې دغه قواوې په واقعي توگه تر كنترول لاندې راسي نو په هم هغه وخت كې مېتولوجي غائبيږي (26 – ش، 216 – م)".
په ويدايي، زردشتي او
په ويدايي كلتور كې: د ويدايي پديدو د ايجاد او انكشاف لرغونې ساحه له هغې جغرافيايي حوزې سره پوره سمون خوري چې د پښتنو د ايتنيكي جوړښت او پرورښت لرغونى ټاټوبى هم گڼل كيږي . د "ډانگي" دا خبره د پخو معلوماتو كره نتيجه ده چې وايي : "د افغانستان او په تېره بيا د اباسين د ناوې او د پنجاب د جنوب په هماليايي سيمو كې دا پروسه منځ ته راغله چې آريايي گنۍ گانو د خپل انكشاف په سلسله د ورڼي، ملكيت، طبقاتو او مرئيتوب خبرې راپيدا كړې. پخواني ويدايي فعاليتونه د دغې حوزې يادونه كوي، (4 – ش، - 136 – م)". پوهان وايي چې ويدايي سندرې د خپل پيدايښت په لرغونې افاده كې د بشري ژوند سوچه غوښتنې وې چې په ساده ژبه كې يې ځان تمثيلاوه . د دې غوښتنو محتوا په دې سيمه كې د شپنو د ژوند داسې انعكاس و چې البته تر ډېره ځايه د پښتنو د لومړني تاريخ د توليدي طرز له چارو څخه بېگانه، نه معلوميږي. "چاتوپادهياتا" د ويدايي آثارو د محتوا په باب ليكي چې : "البته ټينگ مذهبي كسان دا ادعا لري چې (ويدا) د مطلق عقل مخزن دى. خو په خپله د (ريگويدا) متن چې لوستنې يې په هيواد كې د قانون په حكم د ټيټو كاستونو او ښځو لپاره لزوماً جواز نه درلودى، كه ولوستل سي نو سړي ته ارومرو دا فكر وركوي چې دا سرودونه كټ مټ د ژوندي پاته پوونده ولسونو د بيتو او سندرو په شان د ورځنيو غوښتنو ساده څرگندونې دي چې په هغو كې د څارويو، خوړو، باران، ډاډ، بري، روغتيا او اولاد غوښتنې بيانيږي، (25 – ش، 33 – م)". دغه شان غوښتنې چې د پښتني ژوند د طبيعي او اجتماعي شرايطو په زمينه كې بېخي ټيپيك غوندې هيلې ايسي، په گڼو كلتوري موسساتو كې يې هم ډېر څرگند مدارك مونده كېداى سي. ويدايي آثار چې د آريايانو د ټولنيز تاريخ ډاډمنې سرچېنې دي، د خپل لومړني پيدايښت د سيمه ايزي حوزې، د ځينو مفاهيمو د څرگند اشتراك او د يو شمېر مقوله يي كلماتو د خپلوۍ پر بنا چې په تېر بيان كې خبرې پر وسوې، دا نتيجه تر اثباته رسوي چې پښتو او پښتنو د خپل ټولنيز بهير په يوه دوران كې له ويدايي كلتور سره مشتركې چارې پاللې دي. په زردشتي كلتور كې: هغه ډېر نږدې شباهتونه چې د "ويدا" او "اوستا" تر منځ د سيمه ايز او وگړنيز اشتراك په وجه د ويدايي "يجنا" او اوستايي "يسنا" په نومونو او مفهومونو كې راخلاصه كېداى سي، دا امكان واقعيت ته ور څرمه كوي چې د پښتني تكوين گڼ عناصر د خپل مادي او معنوي موقعيت له پلوه له دې څخه گوښه نه سواى پاته كېداى چې د زردشتي كلتور په خصوصياتو كې برخه وانه خلي. د اوستا د مهمو فوسيلونو په جمله كې د "اهورمزد" مغزنه كلمه چې د ژبپوه "خليل الله اورمړ" له علمي فرضيې سره سم د پښتو د "اورمړ" تاريخي منشأ بلله كېداى سي او په همدې نامه يو غوړېدلى قومي عنصر د پښتنو د زياترو نسبي شجرو د روايتي شبكو پر اساس لاندې ، باندې، د لېرې او نږدې زمانې په پښتني ايتنيكي تكوين كې عمده نقش لوبولى دى او هم د دې قوم ځينې پاته كلتوري فوسيلونه چې د پښتنو په اړخ كې يې دلته هلته تر اوسه لا هم د پخوانيو چارو يو شمېر دودونه د خپلې ژبې له ځانگړيتوبه سره يو ځاى ژوندي ساتلي دي. ټوله پر دې ټكي باندې څرگند دلالت كوي چې د پښتنو د رنگه ټولنې عناصرو يا په كلي او يا خو په قسمي ډول په زردشتي كلتور كې غټه تاريخي ونډه هم اخيستې ده. د "بيليو" له څرگندونو سره سم پخوا تر هغه چې يوسفزي د پېښور سيمې لاندې كړي، هلته يو شمېر بومي وگړي اوسېده چې وروسته دوى د "هندكي" په نامه باندې ونوموله. دغو وگړو په كلي احتمال د هغو بومي "گندهاريانو" له بقاياوو څخه نمايندگي كوله چې په پينځمه پېړۍ كې راغلي وه او د خپلو افغاني تېري كوونكو له خوا څخه تر تابعيت لاندې راغلي وه او د خپلو افغاني فاتحانو (يوسفزو – ليكونكى) رښتياني قوميان وه. دغه احتمال له دې مخې څخه ډېر قوي ثبوت پيدا كوي چې ژبه او د كورنۍ ډول يې شباهت سره لري او هم يې رسمونه او دودونه سره يو شى دي، او يو د بل سره خورا ژر پرله گډېږي. وايي هغه زمانه چې په پېښور كې يې د برم دوره وه نو دوه لوى ښاخونه يې درلوده چې "گاړي" او "گاومت" نومېدله. دغه ښاخونه اوس چا ته نه دي معلوم خو د كلماتو مفهوم يې د زردشتي او بودايي كلتور په اساس د خلكو تر منځ پر يوه ديني ويش باندې دلالت كوي، (16 –ش ، 111 – م). همدا شان "بيليو" ليكي چې افريدي، اوركزي، بنگښ، خټك، توري، زيموخت، خوستوال، ځاځي، منگل او داسې نورې قبيلې ټولې يو ځاى تر دوو سياسي ټوليو (گوندونو – ليكوال) لاندې تصنيف كيږي چې د "سامل" او "گاړ" يا "گاړه" په نومونو باندې پېژندل كيږي. دغه ټولي كه څه هم په نن زمانه كې كوم سياسي اهميت نه لري خو له دې جهته چې د مربوطو غړو تر منځ يې د پخوانيو خپلويو او مناسباتو په برخه كې دلالتونه لري نو د لارښوونې په منظور د زياتې علاقې وړ دي. د دې مقابلو گوندونو د لومړي پيدايښت په باره كې چې د يوې موروثي دندې په شان تر هغو لاندې دا قومونه په يوه يا بله ټولۍ كې شمېرل كيږي اوس خلك په خپله ډېر جزيي فكر لا هم نه لري. خو سره له دې هم د دغه توپير پر ساتنه باندې ډېر ټينگار كوي او هيڅ كله له خپلې ټولۍ څخه بلې ته نه اوړي . څرگنده ده چې دغه ټولۍ په هغه زمانه كې را پيدا سوې دي چې نوموړي خلك په جمعي توگه مسلمانۍ ته راواوښته. ځكه هغه وخت چې دوى د اسلامي عقيدې په گډه ورورگلوۍ كې يو ځاى كېده او ځانونه يې مسلمانان بلله نو له دې سره يې يو داسې توپير خپل تر منځ ساتى چې پخوانى مذهبي بېلوالى يې يو د بل سره وښيي. له دې نښې څخه معلوميږي چې دوى په زور مسلمانان سوي وه او په لومړي سر كې يوازې په خوله مسلمانان وه . ځكه د پخواني مذهب القاب يې اوس لا هم د ځان لپاره ساتله. په دې ډول نو په هغه زمانه كې چې دوه سيال اديان يعنې بودايي او زردشتي څنگ پر څنگ په دې سيمه كې غوړېدله، نو معتقدانو يې په طبيعي توگه د خپلو لومړنيو مذاهبو تر مربوطو جنډيو يا ټوليو لاندې خپل ځانگړي صفونه تړله. يوې خوا ته د بودايي "سامان" يا "سرامان" نوم وركول سو چې په "سامل" تبديل سوى دى او بلې خوا ته د "كبر"، "گاور" يا "گاړ" نوم وركول سو چې د اقوامو په تاريخي تصنيف كې حسابونه پر كيږي، (16 – ش، 136 – 137 م). د دغو څرگندونو په جمله كې دا فاكت هم په ثبت ارزي چې د كندهار په احمدشاهي ښار كې يوه كوڅه د "گاړيانو" په نامه ده او څو كلونه پخوا هلته زياتره داسې څوك اوسېده چې د قومي نسب په لحاظ گاړي بلل كېده. دا گمان هم ډېر بېځايه نه ښكاري چې ښايي د "اڅك" په قوم كې د "گوجن" او "بادين" په نومو دوه لوى ښاخونه هم د زردشتي او بودايي نښو په توگه د ژبنيو او سيمه ايزو شواهدو پر مخ باندې اثبات ته ورسيږي. په بودايي كلتور كې: د بوديزم په رابطه كې لرغونې كتيبه چې د كندهار ښار ته نږدې د سرپوزې د غره په ډډه كې كشف سوې ده د "لوى آشوكا" په هغه دوران پورې اړه لري چې تر ميلاد دمخه د دريمې پېړۍ د دوهمې نيمايي په دوهمه لسيزه كې د بودايي تعليماتو خپرېدلو ته ملا تړي. زموږ د هيواد په پرگنو كې د بوديزم د شعور او كلتور لومړۍ مرحله د همدغې كندهارۍ يا گندهارۍ كتيبې له وخته څخه په مستنده توگه راپيل كيږي. د سيمې په اعتبار د اوسني "پښين" حوزه چې د شال او كوټې په نومو باندې ياده سوې ده وايي چې په لرغونې زمانه كې "بودها" بلل كېده، ځكه چې هلته بودايان اوسېدل، (16 – ش، 148 – م). د بوديزم لومړنى تاريخ زموږ د سيمې په حوزه كې د "گنداريانو" له نامه سره ارتباط پيدا كوي . د "بيليو" په قول "گنداريان" چې بومي وگړي يې "گندهاري" يادوي او يونانيانو "گنداري" يا د خپلوانو قبيلو په شمول يې "گنداريدا" بللي دي، په پخوا زمانه كې يې د ملك هغه برخه نيولې وه چې يونانيانو د "گنداريا" او هنديانو د "سندهوگندهارا" په نومو ثبت كړې ده. دا ملك له اټكله سره سم د پښتونخوا شرقي سيمې لكه كنړ، گوشته، باجوړ، سوات، بونير، مهابڼ او نورې علاقې ټولې په خپله حوزه كې نيولې وې، (16 – ش، 58 – 130 – م). شواهد دا ښيي چې د "گندهاريانو" يو شمېر قوميان ډېر پخوا لا د "پاندو" د حكومت په دوران كې هغې سيمې ته راغلي او هلته يې اړولي وه چې يونانيانو د "اراكوزي" په نامه باندې ياده كړې ده او د لرغوني سيستان يوه برخه گڼل كېدله، (16 – شم، 51 – 56 – م) . د دغو گندهاريانو له خپرېدو سره چې البته د پښتني تكوين عناصر دي د بوديزم خپرېده هم يو ځاى تصور كېداى سي. د كوشانيانو د لوى پاچا "كنيشكا" تر زمانې پورې چې د لومړۍ ميلادي پېړۍ له وروستيو كلونو څخه بيا د دوهمې ميلادي پېړۍ تر لومړنيو لسيزو پورې ادامه لري، د بوديزم په تعليماتو كې انشعابي جريانونه اتلسو څانگو ته رسېدلي وه. هغه يوولس بودايي ډلې چې تر ميلاد دمخه درې نيمې پېړۍ پخوا د آشوكا په دريمه بودايي جرگه كې اخراج سوې وې او د "نالندا" عبادتخانې ته يې پناه وړې وه، د ماوريانو د پاچهۍ (200 تر ميلاد دمخه) په آخره كې "متهورا" ته راغلې او وروسته بيا د كشمير او "گندهارا" سيمو ته راوكوچېدې. د دې ډلو غړي ټوله د "سرواستي وادينانو" په نامه يادېدل. د كشمير او "گندهارا" "سرواستي وادينان" چې د كنيشكا تر حمايې لاندې پياوړي سوه خپل ځانونه يې د "ملا" په نامه يادوله. د "ملا" معنا د هغې زمانې په حساب له "اصولي سرواستي وادينانو" سره برابره وه. د ملا نامعلومه خو ژوندۍ تاريخي كلمه چې همدا اوس لا د دينياتو د عالم لپاره په ټوله پښتونخوا كې عام رواج لري، د لومړي ځل لپاره د كوشاني بوديزم په هغه سابقه كې لاس ته راځي چې مركزي جريانونه يې د پښتنو په ختيزو سيمو كې خپل اوج ته رسېږي، (25 – ش، 142 – م). "د تاريخي آثارو له مخې پوهېږو چې د وگړو له هغې لېږدېدنې يا بېځايه كېدنې څخه پرته چې د شمال ختيځ له خوا د سيتي ډلو د ړومبنيو تاړاكونو او چپاوونو په نتيجه كې پخوا منځ ته راغلي وه، هلته تقريباً تر اسلام دوې پېړۍ دمخه يا د ميلاد په پينځمه پېړۍ او د شپږمې پېړۍ په سر كې د هندي وگړو يوه بله خورا زوروره لېږدېدنه د اباسين له لوېديزو غاړو څخه د هلمند د ناوې او د هغه د مرستيالانو د اوبه خور پر لورې سر ته ورسېده او هغو قوميانو ته يې ځانونه راورسول چې له پخوا زمانې څخه يې لا هلته اړولي وه، (16 – ش، 51 – م). " . . . د هندي مهاجرينو دغه ډله چې له اباسين څخه هلمند ته ولېږدېده، له داسې وگړو څخه جوړه وه چې بودايي دين يې پاله . دوى چې كله د سيتي يرغل له نه گرځېدونكې څپې څخه تښتېده او له خپل اصلي ټاټوبي څخه رهي كېده نو د خپل روحاني مقنن ډېر سپېڅلى او نازولى يادگار يې چې د بودا د اوبو لوښى و، هم له ځانه سره راواخيست، (16 – ش، 57 – م)". د توضيح لپاره بايد وويل سي چې دغه يادگار چې ځينې كسان يې د بودا كچكول هم بولي په كندهار كې د سلطان ويس له زيارته څخه كابل ته راوړل سوى او اوس د كابل په موزيم كې پروت دى. " . . . دغه هندي خلك چې له اباسين څخه راكوچېدلي وه او خپله يوه ډېره غښتلې كالوني يې د هلمند پر سيمه آباده كړې وه، په نامه گندهاري نومېده چې يونانيانو د هغو ملك د گنداريا په نامه بللى دى، (16 – ش، 58 – م)". دوى چې په دين بودايان وه، په نوې سيمه كې يې د يو ښار بنا كښېښووله او هغه يې د خپل پخواني مركز په اقتفاء د "گندهار" په نامه وباله چې دغه نوم اوس د كندهار د ښار او ولايت په وجود كې ژوندى استعمال لري، (16 – ش، 58 – م). "دا خبره روښانه ښكاري چې دې وگړو تقريباً دوې پيړۍ دلته خپل استقلال او بودايي دين په هغه ټوله ملك كې ژوندى وساتى چې په ختيځ كې د ارغنداو او ترنك له سرچېنو څخه رانيولې بيا په لوېديځ كې د هلمند تر كښتو برخو پورې د گرمسېل له لارې د سيستان د جهيل او فراه تر پولو پورې پروت و، (16 – ش، 104 – م)". "بيليو" په خپلو څرگندونو كې زياتوي چې دوى كه څه هم د قدرت له پلوه دلته پياوړي او د غالب دريځ څښتنان وه خو نور توكمونه هم ورسره اوسېده چې د هغو په جمله كې د زردشتي دين پالونكي هم شامل وه، (16 – ش، 104 – م). سره له هغه چې په لوېديزه پښتونخوا كې د بودايي دورې كنډوالې "بيليو" د سر په سترگو ليدلې او په خپلو ليكنو كې يې د هغو ځايونه هم ښوولي دي خو تر اوسه پورې لازم حفريات هلته نه دي سوي . اما په ختيزه پښتونخوا كې بيا د بودايي دورې آثار په هغه اندازه وفرت لري چې د ډېروالي په سبب يې څوك تر اوسه نه دي بريالي سوي چې ټوله له خاورو راوباسي او د پښتنو شانداره بودايي دوره وځلوي. "بيليو" وايي د ننگرهار ناوه حتى د راوروسته د "فاهيان" د ليدنې په زمانه كې چې د ميلاد په پينځمه پېړۍ كې هلته راغلى و، د بوديزم يوه ډېره غوړېدونكې مركزي سيمه وه. تر اوسه لا هم هلته بودايي پوټيان او د نورو بودايي ودانيو د كنډوالو آثار خورا زيات موندل كيږي، (16 – ش، 107 – 108 م). بودايي آثار چې د بودايي كلتور مستند مدارك دي د ختيزې پښتونخوا په هر گوټ كې يې هر كله د پوهانو توجه ځان ته راگرځولې ده. "بيليو" په 1880 م كال كې ليكي چې دلته د پخوانيو ښارونو او مذهبي ښارگوټو، د عبادتځايونو او پوټيانو بې حسابه كنډوالې چې په ټوله ملك كې په شل گونو، شل گونو هر چېرې نظر ته راځي د پخوا زمانې د سمسورتيا او گڼو اوسېدونكو او هم دلته د صنايعو او د وگړو د مدني او سوله ييز ژوند د ډول په باره كې ړنگ سوي او گونگي شاهدان دي. هغه كيندنې چې په يو څو ځايو كې سر ته رسېدلې دي دا ښيي چې تر ميلاد دمخه له دوهمې پېړۍ څخه بيا تر لسمې يا يوولسمې ميلادي پېړۍ پورې دا ملك ډېر سمسوره او په عمراني او هنري كارونو كې يې ډېر پرمختگ كړى و . دى زياتوي چې تر اوسه د دې ملك له كنډوالو څخه لسمه برخه لا هم نه ده پلټل سوې. سوات، باجوړ او بونير چې د برتانوي هند تر پولې ها خوا ته پراته دي، د تېرې زمانې په دغسې ساكتو آثارو باندې ډك دي. خو د "ناوې گرام"، "خاركې"، "پاجا" او نورو ډېر ځايو كنډوالي بيا چې ټوله زموږ په وېش كې دننه دي، دې ته انتظار باسي چې د يو چا تر آزموينې او كتنې وروسته ډېر ژر پر خبرو راسي او د تېرې زمانې خپل نكلونه موږ ته بيان كړي، (16 – ش، 116 – 117 – م). پښتانه او مسلماني د پښتنو په ايتنيكي مطالعاتو كې د مسلمانۍ او پښتونولۍ تر منځ ارگانيك غوندې پيوستون يوه داسې مسئله ده چې له تاريخي څېړنې څخه يې څوك سترگې نه سي پټولاى. د پښتانه او مسلمانۍ دوې بېلابېلې كلمې په ځينو مواردو كې حتى د ترادف په درجه د يوه واحد مفهوم د افادې تر پولې پورې هم يو د بل سره نږدې كيږي، مثلاً په عادي خبرو كې عام ډول ويل كېداى سي چې مسلمان او پښتون بايد داسې كار وكړي او يا پښتون او مسلمان ته لازمه ده چې پلانى كار ونه كړي. مسلماني چې د پښتني ټولنې تر هره گوټه پورې رسېدلې او په خپل ټوله قوت د هر پښتون زړه ته ننوتلې ده نو پر اعتقادي خصوصياتو سربېره يې په كلتوري او سياسي زمينه كې د دوى د توحيد او پيوند لپاره د يوې ملي غوندې رابطې اجتماعي خصوصيت هم اخيستى دى. د پښتنو په ټولنيز تاريخ كې د دې خبرې د رمز پيدا كول په كار دي چې پښتنو ولې په مسلمانۍ او مسلمانۍ ولې په پښتنو كې دونه قوت اخيستى دى چې تقريباً د ديانت او قوميت گډون په دغه ايتنيكي هويت كې د ارگانيك پيوستون ځاى ته رسېدلى دى. زه خو دا وراشه خوشې چټي نه سم گڼلاى چې تقريباً څه دپاسه پنځوس كاله پخوا زما په مخ كې د كندهار يوه كليوالي وگړي يو بل غير پښتانه هيوادوال ته بې له كومه تردده وويل چې پښتو دې نه وه زده نو ولې مسلمان كېدې. له اعتقادي دريځه څخه دې پوښتنې ته د مسلمانۍ په حقانيت او د پښتنو په عقلانيت سره يو غوڅ جواب ويل كېداى سي، خو په تاريخي لحاظ د هغو عناصرو څېړنه او پېژندنه په كار ده چې پښتنو په مسلمانۍ كې او مسلمانۍ په پښتنو كې د خپل پايښت او پرورښت لپاره موندلي دي. هغه ختيځ پوهان چې د پښتونخوا سيمې ته يې له لوېديزې خوا څخه د مسلمانۍ د راتگ جريانونه مطالعه كړي دي نو د لومړي ځل لپاره په غور كې د هغه قبيلوي واحد پر اسلامي رسالت باندې رڼا اچوي چې له سامي سيمو څخه په پخوا كې دلته راغلي او د "بني اسرائيل" يا د "افغنه" د اولادې او يا خو د "افغان" په نامه يادېدله. دغه "افغنه" يا افغانان چې وروسته د پښتنو په لويه ايتنيكي پرگنه كې منحل سوه، واردواره يې د خپلې هغې مشتركې تاريخي رابطې په حكم چې د دې سيمې او د سامي كلتور تر منځ يې درلوده، د مسلمانۍ د رسالت مخكښي پر غاړه واخيسته. "بيليو" وايي : دوى چې كله د كندهار لور ته مخه وكړه، نو دا پرمختگ يې په غالب احتمال د عربي خليفه تر بيرغ لاندې د نظامي كالونيوالو په څېر و. گمان كيږي چې په لومړي سر كې يې خپل ځانونه د وسلې په زور خوندي ساتله. خو ورو ورو چې د شمېر له پلوه په اقليت كې راتله نو د فتحه كړو خلكو سره گډېده او د هيواد په عمومي وگړو كې جذبېدل اما د فاتحانو په څېر يې خپل ملي نوم "افغان" ژوندى وساتى او د زمانې په جريان كې دا نوم پر هغه چا باندې هم كښېښوول سو چې د ازدواجي خېښيو له لارې په يوه واحد هويت كې يو د بل سره گډېدل، (16 – ش، 52 – م). "بيليو" همدغه پورتنى مطلب په يو بل ځاى كې دا ډول بيانوي چې : "داسې احمتال سته چې افغان ولس (چې د گنداريانو گاونډى او په وختي كې يې اسلام منلى و) له عربي فاتحانو سره يې په دې كار كې لارښوونكى نقش پر غاړه واخيستى چې د جنوبي افغانستان هغه اوسېدونكي چې لا نه وه مسلمانانان سوي، تر تابعيت لاندې راولي او اسلام ته يې راواړوي. سربېره پر دې دا هم احتمال لري چې د دې توكم (افغان) له غلبې سره دوى نه يوازې د ځان ملي نوم خپلو تابعانو ته ور انتقال كړ بلكې تر ډېرې اندازې له دوى سره د خپل منځي ازدواج په سلسله او د همدې تابعانو د ژبې او زياترو دودونو د غوره كولو په وسيله هم له هغو سره گډ سول، (16 – ش، 105 – م)". په دې بيان كې هغه متقابله عمليه هم ليده كيږي چې د مسلمانۍ د مخكښانو او پښتنو تر منځ د كلتور په زمينه كې د يو سنتيز بنا ږدي. د مسلمانۍ بهير چې له لوېديزې خوا څخه مخ پر ختيزه خوا باندې ورو ورو پرگنيزه بڼه اخلي د پښتونخوا په وجود كې خپلې رېښې ځغلوي. د لسمې ميلادي پېړۍ په آخرينو او د ورپسې پېړۍ د سر په كلونو كې چې د سلطان محمود د پاچهۍ دوران دى، دوولس يا څوارلس ځله د "گندهار" يا اوسني پېښور ناوې ته هغه وخت بريدونه ورننوزي چې پر هندوستان باندې حملې كوي او د نورو ورانيو په جمله كې د پښتني بوديزم ژوندي آثار هم ورسره ړنگيږي، (16 – ش، 117 – م). ويل كيږي چې د دلازاك په نامه يوه پښتني پرگنه چې د غزنوي محمود له زمانې څخه يې ځانونه مسلمانان بلله، د ده په لښكرو كې يې يوه غښتلې ټولگۍ، شامله وه چې د "سومنات" جگړو ته يې له ځانه سره بوتله (16 – ش، 109 – م). همدا شان د پښتني قبيلو له يوې لويي كانفدريسۍ څخه چې د غلجي په نامه ياديږي او ښايي په وختي كې يې لا د مسلمانۍ روحيه اخيستې وه، يو شمېر جنگي واحدونه يې د غزني د امپراتورۍ په هغو سوقياتو كې شامل سوه چې د عقيدتي جگړې په عنوان د هندوستان لورې ته متوجه وه . "بيليو" په دې باب ليكي چې : "د افغانستان غلجو ته وار دواره د غزنوي محمود د واكمنۍ په دوره كې د لوړ همت په سترگه وكتل سوه، ځكه محمود پر هند باندې د خپلو گڼ شمېره بريدونو په جريان كې چې هغه هيواد يې مسلمانۍ ته رااړاوه خورا زيات غلجي د لښكر په څېر استخدام كړه. گمان كيږي چې همدې قبيلې د دغو پرلپسې سوقياتو په دوران كې چې اتلس يا شل كاله يې ادامه درلوده خپل پخواني سرحدونه پراخ كړه، (16 – ش، 149 – م)". د پښتني پرگنې بېلابېل قومونه او توكمونه چې د ملي توحيد په تاريخي بهير كې يو د بل سره پيوند كېده او د يوې ژبې، يوه كلتور او يوه دين په اشتراك كې د ملت درجې ته رسېده نو د "بيليو" په قول ښكاري چې د همدې غايې په بشپړېدو كې د مسلمانۍ اغېزې يو مهم نقش ادا كړى دى، ځكه برهمنيان، گيريان او بودايان ټوله په يوه وخت كې د اسلام عظمت ته ورتسليم سوي دي. مسلماني وار د واره د دې هيواد پر وگړو باندې په سيستماتيك ډول د غزني د مشهوره محمود له خوا چې په دې سيمو كې د همدې عقيدې لومړنى تركى پاچا و، تقريباً د يوولسمې پېړۍ د سر په كلونو كې په زور جاري سوه، (16 – ش، 142 – م). داسې معلوميږي چې د زور د مسلمانۍ نتايج ډېر نه وه دوامداره او نه هم په ښه توگه بشپړېدو ته ورسېده. وگړي زياتره تش په خوله مسلمانان سوي وه او د محمود د اخلافو په دوران كې يې په بېړه خپلو پخوانيو اديانو ته بيا مخ وگرځاوه او غوښته يې چې د زړو معتقداتو كلتور له نوي سره څخه را ژوندى كړي. هغه و چې د شهاب الدين غوري په زمانه يعنې په دوولسمه پېړۍ كې دا هڅه را پيدا سوه چې په ټوله هند كې د مسلمانۍ د پياوړي كېدو لپاره په كار لاس پورې سي. همدغه وخت د پښتونخوا په ټوله ملك كې هغه عربي مبلغان چې سيدان وبلل سوه او هغه هندي اسلامي غټان چې شيخان وبلل سوه د مسلمانۍ د تبليغ او ترويج جدي فعاليتونو ته يې په ټينگه ملا وتړله. د مسلمانۍ پروسه د ختيزې پښتونخوا په ليرو سيمو كې تر ډېره وخته پورې ناتمامه پاته سوه. د پنځلسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي كې چې د پښتونخوا په لوېديزو سيمو كې د لرغوني بودايي هنديانو ستره پرگنه مسلمانۍ ته اوښتې وه او دغه د پخوا زمانې "گنداريان" په افغانانو باندې بدل سوي وه نو د يو شمېر طبيعي او اجتماعي عواملو په نتيجه كې دې ته اړ سوه چې د يوسفزو د قبيلوي كانفدريسۍ په څېر بيرته د خپل لرغونې تاريخ پخواني ټاټوبي ته ستانه سي، (16 – ش، 106 – م). د لرغونو گنداريانو نوموړې كانفدريسي د جگړې په وسيله بريالۍ سوه چې خپله پلرنۍ خاوره له خپلو هغو ناشناخته قوميانو څخه بيرته په لاس راوړي چې تر اوسه يې لا د خپل زاړه مذهب پالنه او د لرغونو دودونو ساتنه كوله. راغلو گنداريانو ته دغه بومي عزيزان صرف لعنتي كافران ايسېده او د مسلمانۍ د تورې د چلولو لپاره يې خورا ښه طعمه گڼله، (16 – ش، 115 – م). د يوسفزو د بريد په وخت كې ښكاري چې د بومي خلكو لوى جمعيت كه څه هم مسلمانان سوي نه وه، خو ولايتي او ناحيوي حاكمان يې بيا د مركزي واكمنيو د سياسي قدرت په حساب له مسلمانانو څخه وه . په دې دليل نو دا خبره احتمال لري چې د دغو رسمي كاردارانو د مرستې او حمايې له جهته هم د دوى ديني وروڼه (يوسفزي) چې د تېري په حال كه وه، په دې بريالي سوه چې د خپل بريد اقدامات پوره كامېابۍ ته ورسوي، (16 – ش، 116 – م). يوسفزو چې د مسلمانۍ په روحيه خپل ارضي هجوم وړاندې بېوى نو هم يې بومي "دلازاك" او هم يې نورې مقابلې قبيلې ټولې د كافرانو په نامه بللې. د شل كلنې جگړې په دوران كې دوى د بومي وگړو ځينې وړې ټولگۍ پوپناه كړې. ځينې يې د اباسين ها بل پلو "چچ" او "پكلۍ" ته وشړلې. ځينې يې د "كنړ" تر رود ها بل پلو "چترال" او "كټار" ته چې كافرستان نوميږي، پسې واخيستل .ځينې يې تر خپلي زرعى بندگى (سرفدم) لاندې راوستل. هغه وگړي چې مسلمانۍ ته يې راواړول نو د دې لپاره چې له هندوانو څخه يې توپير وسي د "هندكي" په نامه يې وبلل. دغه "هندكي" البته د لرغوني تاريخ په حساب د دوى رښتياني قوميان وه، (16 – ش، 110 – م). له دې جگړې څخه تښتېدلي بوميان چې د كنړ تر رود واوښته او د هغه چا په منځ كې يې پناه وموندله چې په څرگنده توگه د دوى قومي وگړي وه نو د "كامې" او "كټار" په مورچلونو او هم هغو ناوو كې يې يو ځاى ورسره واړول چې لېرې لوېديځ پلو ته د تگاو په برخه كې د كابل پر رود باندې راوزي. دغه راتښتېدلي گندهاري مهاجر چې د ښه ډېر وخت لپاره يې خپل اصلي پخوانى دين پالى او خپل لرغونې دودونه يې ساتله، د مسلمانانو له خوا د "كافر" يا "بې دينه" په نامه يادېدله. خو مسلماني چې د غير اسلامي وگړو تر منځ ورو ورو خپرېدله نو دوى، يا لااقل د دوى يوې غټې پرگنې چې د مسلمانانو سره يې مخامخ ارضي تماسونه درلوده، د اسلام دين ومانه او د "نيمچه" يعنې نيم كافر او نيم مسلمان په څېر يې د انتقالي مرحلې له لارې د خپل اعتقادي هويت د بدلون پروسه طى كړه . ځكه دوى چې يوې خوا ته يې له مسلمانانو او بلې خوا ته يې د كافرانو سره گډې چارې درلودې نو له كافر سره كافران او د مسلمان سره مسلمانان وه. د دې سبب دا و چې هرې خوا په ټينگه د خپل دين ننگه كوله. كله چې اسلام هلته ټينگ سو نو "نيمچه" په كافي اندازه پياوړي سوه او بې له دې چې د غير مسلمانو له انتقام څخه وډاريږي، بشپړې او پوره مسلمانۍ ته راواوښته. تر هغه وخته چې دوى "نيمچه" يا "كافر" وه نو دوى صرف په همدغو نومو باندې پېژندل كېده. خو كله چې مسلمانان سوه نو د ځانگړې پېژندنې په منظور د خپل توكم په اصلي نسبي نومو باندې وبلل سوه. خو هغه گندهاري مهاجر چې تر اوسه لا نه دي مسلمانان سوي يوازې د "كافر" په نامه پېژندل كيږي، او كله ناكله د خپلو هغو سيمو د نومو په نسبت يو تر بله بېليږي چې دوى پكې اوسي. مثلاً لكه د "كامې" نامه ته منسوب "كاموجي كافر" او د "كټار" يا "كاتور" نامه ته منسوب چې "كټاري" يا "كاتوري كافر" په نامه بلل كيږي، (16 – ش، 114 – م). دا د پښتانه او مسلمانۍ تر منځ هغه اوږده تاريخي پروسه ده چې له لوېديزې پښتونخوا څخه يې تر ختيزې پورې د ترغيب او ترهيب په زمينه كې څو پېړۍ پرلپسې دوام درلود او د پښتنو اعتقادي هويت يې له ويدايي، زردشتي او بودايي حالته څخه په مسلمانۍ باندې اړاوه. د كلي قانونمنديو په رڼا كې دا گمان كېداى سي چې د پښتنو قومي واحدونه ډېر وختي د خپل كوچي ژوند د توليدي طرز په حكم د نظامي او اجتماعي سازمان جگې مرحلې ته رسېدلي وه. د هر واحد مشري د هغو كسانو په وجود كې تمثيلېده چې خبره يې وگړو بې له تردده منله او په پټو سترگو يې عملي كوله . په دغسې شرايطو كې نو له يوې ايډيالوجۍ څخه بلې ته تېرېده، د داسې سازمانو وظيفه وه چې د مشرانو په يوه خبره بې له جنجاله پرېكړې ته رسېده. دا چې عرب وايي : "الناس على دين ملوكهم ـــــ يعنې خلك د خپلو پاچهانو په دين دي". د دغه شان جرياناتو بشپړ تاريخي واقعيت انعكاسوي. په مسلمانۍ كې چې د دې دنيا او هم د هغې بلې دنيا ټوله ارمانونه پوره كېده نو پښتني واحدونه د خپل اجتماعي، اقتصادي جوړښت له پلوه تر بل هر چا دې ته ښه چمتو وه چې هم يې په خپله او هم يې په نورو باندې ومني . يوازې د مشرانو خوښي او قناعت د دې حركت د خپرېدنې كيلي وه. د مسلمانۍ په استدلال كې چې د خپل وخت هر راز مسايلو ته يې د حل لاره او چاره ښووله، دا قوت موجود و چې د پښتني ذهنيت رضايت د مشرۍ په سطحه كې حاصل كړي. په مسلمانۍ كې د سياسي برترۍ خصوصيت چې د خلافت، سلطنت او امارت د مقاماتو په تاريخ كې يې ماهيت ليده كيږي، د پښتني ژوند د نظامي او سياسي طرز له واقعيته سره يې هر چېرې او هر وخت بشپړ مطابقت درلودلى دى. د سيمې د اسلامي دورې په سابقه كې هم دا حقيقت ډېر څرگند دى چې هر كله د نظامي او سياسي برلاسۍ لپاره له اعتقادي شعارو څخه خورا زيات كار اخيستل سوى دى. نظامي او سياسي واكمنو د اساسي قدرت په څېر دې خوا ته زياته پاملرنه كړې ده چې زموږ د سيمې رنگه قومونه او ولسونه د اعتقادي توحيد له لارې د ملي توحيد تر درجې ورسوي. له هغې عامې او تامې تسليمۍ سره چې پښتانه د مسلمانۍ په وړاندې منلې ده، خو بيا هم يو زيات شمېر حقايق سته چې د كلتور په ځينو موسساتو كې يې خپل تاريخي مقاومت په يوه يا بله بڼه خورا ټينگ ساتلى دى. زياتره روحانيون چې كله نا كله يې پښتانه ناپوه بللي دي او هغه هم په دې دليل چې د دوى مذهبي دساتيرو ته يې سمه غاړه نه ده ايښي او سمدستي يې هغه نه دي عملي كړي، په ښكاره د دې حقيقت شاهدي وركوي چې د پښتنو د كلتوري جوړښت ځينې پديدې د مسلمانۍ د راتگ او خپرېدو تر زمانې دمخه پوخوالي ته رسېدلې دي او يو پښتون كورټ نه سي كولاى چې حتى تش د مذهبي ترغيب يا ترهيب په مقابل كې يې په ساده وعظ يا نصيحت سره پرېږدي. له دې بابه په هر وخت كې د پښتني ملايانو او پيرانو شكايتونه چې د خپل قوم له جهالته څخه يې لري، اكثره دا واقعيت څرگندوي چې د كلتوري موسساتو په عيني ماهيت د دوى سد نه دى رسېدلى او نوځكه اجتماعي مقاومتونه چې د ژوند د طرز له بابته په اوږده تاريخ كې ټينگې او زړې ريښې لري، دوى ته يوازې د بې علمۍ او ناپوهۍ په شان ښكاره سوې دي. د دغه راز شكايتونو يا ترټنو له جملې څخه غواړم د مثال په توگه د اخوند دروېزه او ملا عبدالباقي كاكړ هغه څرگندونې وړاندې كړم چې له دې راز بيانو څخه پوره نمايندگي كولاى سي. په ختيزه پښتونخوا كې چې د كموني ټولنې د لرغونې دوده سره سم روحاني مشران هم د خپلو لارښوونكو په څېر د ولسي خوښې له لارې څخه ټاكل كيږي او يو څوك په قومي رايه سره د "پيرۍ" مقام ته رسېږي، نو اخوند دروېزه ته چې د كتابي اصولو له مخې "پيري" او ولايت يوازې د خدايي استعداد او رياضت محصول معلوميږي، نو ځكه دغه د ولس انتخابي كلتور څو پېړۍ وړاندې داسې انتقادوي : "افغانانرا قانون و قواعد ديگر است كه كدخدايان و سرداران اولس جمع گردند، بر يكى از آن ميان كه مصلحت بينند مبارك بادى پيرى كند تا آن دنى بى علم و بى انديشه بدان مغرور گردد لاف پيرى و پيشوايى زند و مريد گيرد، (27 – ش، 79 – م)". هغه مهال چې پښتني جمعيتونه لا د قبيلوي جوړښت په اجتماعي ــ اقتصادي نظام كې د هر راز دولت له مؤسسې څخه مستغني دي او د پاچهانو د اطاعت يا موجوديت په ضرورت باندې چندانې نه پوهيږي، نو اخوند دروېزه ته چې د دولتي ذهنيت د ټولنې يو سړى دى، د پښتنو دغه تاريخي كلتور داسې ايسېدلى دى، لكه تش د پښتني ذهنيت نتيجه چې وي . نو ځكه وايي : "اين مردم افغانانرا از قديم رسم و آئين برآن بوده كه از غايت جهل و صلابت دل در ميان يك ديگر بادشاهى را بر خود جايز نداشتند چه ايشان را به كبر و خودبينى بران داشته كه چگونه در حضور يكى او اقرباء خويش عجز و فروتنى كشيم تا خود نوكر و آن ديگر را بادشاه گوييم بل مساوى يكديگر باشيم، (27 – ش، 113 – م)". همدا شان د "كونډې" د تصاحب په باره كې د پښتنو هغه عام دود چې په تاريخي كلتور كې ټينگې اجتماعي ـــ اقتصادي ريښې لري د ملايي يا صوفيانه ذهنيت له وچه دريځه په لوېديزه پښتونخوا كې د ملا عبدالباقي كاكړ له خوا داسې غندل كيږي : شرعه وايي كه ورور مړ سو،د اورتې واك يې خپل دى پټان خـــــــان توره تر مــــــــــلا كړه، د بابا روش مې بل دى د مسلمانۍ په وړاندې د پښتانه پر هغه مقاومت سربېره چې مثالونه يې په كلتوري پديدو كې زيات مونده كيږي، د پښتو ژبې ذاتي مقاومت هم د ډېرې پاملرنې وړ دى. ځكه سره له هغه چې مسلماني د عربي ژبې او كلتور له لارې د پښتني ټولنې د وجود هرې ذرې ته د سياسي، اجتماعي، تربيوي، او تعليمي طاقت په وسيله ځان رسولى دى او د همدې ملت په مادي او معنوي موسساتو كې يې بنيادي اوښتنې راوستلې دي خو بيا هم د دې ټولو بهيرونو د غښتلي تمركز له منځه څخه پښتو ژبې خپله تاريخي سلامتي روغه رمټه را ايستلې ده. په داسې حال كې چې له لويه سره هر پښتانه ته سړي سر د شيخ، سيد، ملا او پير له خوا د عربي كلتور روزنه او سپارښتنه په ټوله قوت متوجه سوې ده او د هر پښتانه يا پښتنې د اوداسه، لمانځه او مقدسې وظيفې په چارو كې عربي متون هره ورځ د پېړيو په دوران كې جاري پاته سوي دي، خو د پښتو ژبې خپل ذاتي فونيمونه او همدا شان زيات لرغوني قومي يا قبيلوي نومونه له دې نفوذه څخه د سلهاوو كلونو په غالب او حاكم جريان كې ژوندي راوتلي دي. ځكه "عبدالصمد" او "عبدالطيف" چې په هر تجويد پښتانه ته ورښوول سوى دى خو ده په خپله عادي محاوره كې په "اودل سمد" او "اودل له تيپ" اړولى دى. دا مقاومت يوازې عوام نه كوي چې له عربي نفوذه څخه نسبتي سلامتيا لري، بلكې خواص هم چې د عربي له بركته څخه خواص گڼل كيږي، په هغه وخت كې چې په خپله طبيعي ژبه گړيږي نو له دې راز لفظي كفره څخه ځان نه سي ژغورلاى. كه پښتو په وختي كې خپل ځاني خط درلوداى نو هغه عربي كلمات او لغات چې ورته راغلي دي نن ورځ به هيچا نه پېژندلاى چې دا هم زموږ د ژبې سيدان دي. د پښتنو د ټولنيز تاريخ په دغه جريان كې موږ دا قانونمندي موندلاى سو چې د پښتو ژبې ذاتي بنيادونو د ملي ساتنې او ژغورنې لپاره په عيني سطحه كې خپل تاريخي نقش لوبولى دى. همدا شان هغه دودونه، نرخونه او كلتوري چارې چې وخت ناوخته يې د مسلمانۍ د جاري اصولو سره، سر نه دى خوړلى او مقاومت يې څرگند كړى دى، په اصل كې د پښتني ټولنې هغه چارې انعكاسوي چې تر مسلمانۍ دمخه يې د اجتماعي ثبات مرحلې ته ځان رسولى دى. د پښتانه او مسلمانۍ تر منځ د رابطې په زمينه كې بله مهمه تاريخي پېښه هغه ده چې دلته د مذاهبو او فرقو د تعدد پديده هم په مخه راځي. پښتانه كه څه هم د غوڅ اكثريت په شكلي حساب اوس دا گړۍ سني مذهبه دي اما په خپل ملي وجود كې د شيعه گانو او اسماعليانو فرقې هم لري چې د تاريخي څېړنې له مخې يې د قوم او مذهب تر منځ د تقديم او تاخير مسايل روښانه كېداى سي. د روښانيانو ايديالوجي چې د اخوند دروېزه په خيال له كفر او بدعت سره برابره ده هم د پښتنو د فرقوي تاريخ يوه غټه برخه جوړوي . د وهابيانو د فرقې تاريخ يې د "امبيلا" په ناوه كې له هغه جگړې سره را پيل كيږي چې وايي په 63 – 1864 م كال كې پېښه سوې ده (16 – ش، 119 – م). نور نو د پيرانو، صوفيانو، قلندريانو، قاديانيانو، بېلابېل مسلكونه او د طريقت مكتبونه هم د پښتني ټولنې په خپل جامع تاريخ كې مطالعه كېداى سي. داسې ښكاري چې د انگرېزانو له راتگه سره خال خال پښتانه عيسويت ته هم اوښتي وي. د دې خبرې شاهدي د "فريبا" په راديو كې په بوبه او سوچه پښتو اورېدلاى سئ. په معاصر دوران كې پښتني عناصر د نړيوالو ايډيالوجيكې جرياناتو له پياوړو عناصرو څخه چې بشري پروسه يوه كلي توحيد ته ور نږدې كوي، هم بې برخې نه دي پاته سوي. دغه فرقوي، مذهبي او ايديالوجيكي تعدد په خپله د دې تاريخي پديدې ژوندى دليل دى چې پښتنو وختي د يوه ملت په څېر هر كله په خپله لويه ملي حوزه كې دا استعداد څرگند كړى دى چې پر بېلابېلو جينيټيكي عناصرو سربېره بېلابېل اعتقادي جريانونه هم په واحد كلتور كې منلي او رنگارنگ عناصر يې يو موټى كړي دي. د دغه تركيبي تعدد په رابطه كې پښتون كولاى سي چې د نورو قومونو او ملتونو سره د نږدې خپلوۍ او دوستۍ هغه مراندې ټينگې كړي چې د دوى په ملي ارگانيزم كې مشتركې ريښې لري. د پښتني تاريخ فرماسيوني حدبندي د توليد اجتماعي عمليه چې د ژوند په جغرافيايي چاپېريال كې ارومرو خپل يو طرز ځانته نيسي او د انساني فعاليتونو له ادامې سره پرلپسې انكشاف كوي او په دې انكشاف كې د توليد ټولنيز روابط له هره پلوه په خپلو ټولو ابعادو كې لږ يا ډېر خپل نوعيت يا خصلت بدلوي، نو د تاريخي مراحلو د كلي تصنيف لپاره د يوه عيني شاخص په څېر كار وركولاى سي. د توليدي طرز په مقياس نو چې په هغه كې له انسانه سره يو ځاى د ده توليدي قواوې او ټولنيز توليدي روابط يو ځاى په ارگانيك توگه محاسبه كيږي، د هرې ټولنې تاريخي سير د يو شمېر پرمختيايي درجاتو له بابته تر هغې فرماسيوني حدبندۍ لاندې راځي چې د څېړنې په چارو كې بېلابېلې مرحلې په هم دې وسيله ټاكل كيږي. فرماسيوني حدبندي چې په بنياد كې د توليدي طرز له بدلونه څخه منشاء اخلي زياتره د توليد په ټولنيزو روابطو كې خپل ماهيت ښكاره كوي او د دې روابطو هغه پرلپسې مقولې چې د بشري تاريخ له ټوله جريانه څخه د تعميم په سلسله را ايستل سوي دي د "اشتراكۍ"، "مرئيتوب"، "فيوډالۍ" او "سرمايه دارۍ" په عمومي نومو تر دې گړۍ پورې تثبيت سوي دي. كه موږ كله د توليدي روابطو دغه ډولونه په مشخصه توگه په يوه ټاكلې ايتنيكي يا جغرافيايي ټولنه كې تر څېړنې او څارنې لاندې نيسو نو مسئله داسې نه سي مطرح كېداى چې د همدې روابطو د وروستني ډول له راتلو سره نو هغه دمخني روابط او په هغه پورې تړلي موسسات يو دم ټوله له منځه ځي او ځاى يې په يو مخيزه توگه نوي روابط او نوې چارې نيسي. بلكې مسئله داسې مطرح كيږي چې د اشتراكي روابطو په زمينه كې له توليدي رشده سره د مرئيتوب روابط پونگه وهي او د نورې ودې په اثر بيا د دې دواړو په زمينه كې فيوډالي روابط تبارز كوي او وړاندې بيا د دې درو سرو په موجوديت كې د سرمايه دارۍ روابط منځ ته راځي. يوازينۍ خبره چې د مېتولوجۍ له مخې مهمه ښكاري دا ده چې د توليدي روابطو د هرې وروستۍ مرحلې له راتلو سره دمخني روابط په تاريخي حساب شاته پاتېږي او د نور انكشاف رسالت يې وروستنيو روابطو ته ځاى ور پرېږدي. په دې اساس نو دا هيڅ عجبه نه ده چې حتى موږ د سرمايه دارۍ د پرمختللو روابطو په زمينه كې له خورا بيرته پاته اشتراكي روابطو سره هم په يوه يا بله ټولنه كې لږ يا ډېر مخامخ سو. د دې مقدماتي شرحې او طرحې سره سم په پښتني ټولنه كې د توليدي روابطو د بېلابېلو شكلونو د موجوديت او رشد په حساب د تاريخ فرماسيوني حدبندي تر يوې اندازې پورې ټاكل كېداى سي. د توليد د اشتراكي روابطو په حساب د پښتانه په ټولنيز تاريخ كې دوه ډوله ټيپيك كمونونه د مطالعې وړ دي. يو هغه ځايي كمون چې د مشتركې مځكې په كرهڼه او پالنه كې د ازادو كرونده گرو له خوا څخه منځ ته راغلى وي. دغه شان كمون چې د زراعتي يا كليوالي كمون په نامه هم يادېداى سي، ډېر بقايا يې تر اوسه لا هم د ځنگلو، غرونو، او رودونو د گډ ملكيت په پديدو كې دلته هلته د پښتني ټوليو تر منځ ليده كيږي. دوهم ډول چې بايد كوچي كمون ورته وويل سي د مالدارۍ په اساس د پوونده كوچيانو هغه كډوال جمعيتونه افاده كوي چې د نسبي پيوندونو، گډو څړ ځايونو، د تلو، راتلو عنعنوي روونو او داسې نورو اجتماعي ـــ اقتصادي لارو چارو په اشتراك كې يې تاريخي هويتونه مونده كيږي. د ځايي كمون او كوچي كمون تر منځ انتقالي درجې چې نيمه ځايي يا نيمه كوچي بلل كېداى سي هم د پښتني ژوندون د ضرورتونو يا هوسونو په نتيجه كې يو او بل ځاى را پيدا سوي او پائېدلي دي. كله چې يو كوچى كمون د ځينو پېښو په سبب خوار سوى وي او د كډې بوده گان يې له يو شمېر مالونو سره تلف سوي وي نو هغه ارومرو دې ته اړ سوى دى چې په ځايي كمون باندې واوړي. خو څه وخت چې بيا ځايي كمون د طبيعي يا اجتماعي پېښو تر فشار لاندې له خپله ځايه بې ځايه سوى دى نو هغه بيا په كوچي كمون بدل سوى دى. تر كومه ځايه چې ځايي او كوچي كمون د پښتنو تر منځ د پرتلې په توگه كتل كيږي، نو د متقابل عمل پر چارو سربېره دا واقعيت هم انعكاسوي چې د پښتنو كوچى كمون چې د نسب په رابطه كې خپل اجتماعي پيوند يو د بل سره ډېر ټينگ ساتي په ځايي كېدو كې يې هم دغه پيوند تر يو حده ټينگ پاته سوى دى. له دغه فاكته څخه دا نتيجه راوزي چې د پښتنو په ټولنه كې هر وخت كوچى كمون د ځايي كمون په نسبت د ژوندون پايښت او پرورښت په حساب ډېر پياوړى او غښتلى ختلى دى. د كوچي كمون اقتصادي قدرت هم له هغه كليوالي متله څخه پوره استنباط كېداى سي چې وايي : "د شپانه شپه درېږي، د بزگر بزگر نه درېږي". يعنې شپانه دونه مال لاس ته راوړاى سي چې پر هغو باندې شپانه (شپه) ودروي خو يو كرونده گر دونه ثروت نه سي پيدا كولاى چې پر خپله مځكه باندې بل بزگر ودروي. دلته د كوچي كمون هغه مازاد په ښكاره ليده كيږي چې د توليدي پروسې په جريان كې لاس ته راځي. د پښتني تاريخ د حياتي قدرت ټولې اقتصادي، اجتماعي، او نظامي ښېگڼې د مالدارۍ په اساس د كوچي كمون په پياوړي نقش او غوڅه غلبه كې شرحه كېداى سي. بايد وويل سي چې زموږ د سيمې د گوټ گوټ په لرغونو شرايطو كې د مالدارۍ په ايجاب د پوونده گرۍ د ژوند كموني پديده د خپلې زمانې يوه ډېره غښتلې او زياته پرمختللې پېښه وه چې د گڼو ولسونو په مادي او معنوي ژوند كې يې ژورې اغېزې وښندلې. "اينگلس" چې كله د ختيځ په پراخه سيمه كې د همدې جريان پر عمومي تصوير باندې ږغيږي، نو داسې وايي : " دلته د حيواناتو د اهلي كولو او د رمو د ډېرولو كار د ثروت يوې داسې منبع ته انكشاف وركړى چې تر اوسه يې چا تصور نه و كړى او نو په همدې سبب يې نوي ټولنيزې اړيكې منځ ته راوړي. د بربريت تر كښتنۍ مرحلې پورې ثابت ثروت تقريباً له دې شيانو څخه جوړېدى لكه : كور، جامه، كچه گېڼې او هم د غذا د لاس ته راوړلو او سرښته كولو افزارونه لكه بېړۍ، وسلې او د كور ساده غوندې لوښي. په دې وخت كې د هرې ورځې خواړه لازمه وه چې په هغه ورځ لاس ته راوړل سي. ليكن اوس نو د اسانو، اوښانو، خرو، غويو، پسونو، وزگړو او خوگانو د گلو او رمو له ناحيې څخه پر مختلونكو پوونده ولسونو يعنې د هند د خاورې د پنځو رودونو او د "گنگا" د سيمې اريايانو او د هغې زمانې د "امو" او "سيحون" د ابادو اوبو سوو جلگو آريايانو او هم د "فرات" او "دجلې" ساميانو خورا ډېره شتمني لاس ته راوړه. دې كار معمولي پاملرنه او ساده گروېږنه غوښته چې د مالونو زياتېدونكى شمېر ډېر سي او د شيدو او غوښو زياته گټوره غذا ځنې واخيستل سي. د غذا د برابرولو دمخني وسايل نو اوس له استعماله څخه ولوېده، ښكار چې يو زمانه د ضرورت پر بنا كېدى اوس د ساتېرۍ كار وگرځېدى، (5 – ش، 54 – م)". د پښتني ولس گڼ كمونونه چې د مكان او زمان د شرايطو په ايجاب د چوپاني ژوند په مسير كې ولوېده نو هغه ټولې اقتصادي او اجتماعي ښېگڼې چې د توليد په دغه طرز كې موجودې وې، د دې سبب سوې چې د پښتني ارگانيزم په هر اړخيزه تاريخي تشكل او تكامل كې پياوړى نفوذ وكړي. هغه خوند او مزې چې د چوپاني ژوند د مالدارۍ په بډاى اقتصاد كې يې تر خوله سوې نو يې په زياتره گوټونو كې خاص د دغه توليدي طرز پر هسته باندې د پوونده گرۍ اختصاصي ژوند په مخه واخيستى او د خپل ځان د مادي او معنوى كلتور ټينگ او پاخه موسسات يې په بشپړه توگه د همدې انكشاف تر نهايي ټكو پورې ورسوله . د توليد پياوړى چوپاني طرز په خپل وخت كې د پښتانه لپاره د حياتي قدرت سبب وگرځېدى، خو د ثابتې علاقمندۍ په وجه د ډېرې اوږدې زمانې په دې اختصاصي ژوند كې يې د تاريخي ثبات ډبرين خصلت هم واخيستى چې د بل هر راز بدلون له لورې څخه يې د ده مخه راوگرځوله او د استقرار تر ناوړه محدوديت لاندې راغى. د پښتنو په كوچياني ژوند كې د كمون اقتصادي منظره د هغه عمومي تشريح په محتوياتو كې پوره تصور كېداى سي چې "اينگلس" په دې باب وړاندې كړې ده: "چوپاني قبيلې نه يوازې دا چې د غذا ډېر مواد يې توليدوله بلكې همدارنگه يې نسبت تر بيرته پاته بربريانو د پيداوارو بېلابېل او زيات متنوع ډولونه تهيه كوله. دوى نه يوازې دا چې شيدې، د شيدو محصولات او غوښي تر نورو ډېرې درلودې بلكې همدارنگه يې پوستكي، وړۍ، وژغنې، نمدي او اودلي ټوكران هم درلوده چې د اومو موادو له زياتېدو سره يې د عامې استفادې ساحه پراخېدله. دغه جريان نو د لومړي ځل لپاره د منظمې مبادلې امكانات برابر كړه. خو په دمخنيو وختو كې مبادله يوازې كله ناكله كېداى سوه. د وسلو او آلاتو په جوړولو كې د ځينو كسانو خاص او استثنايى مهارت د كار موقتي تقسيم ته هم لاره خلاصه كړه. دغه دليل دى چې د توږلې ډبرې د عصر د ډبرينو آلاتو د جوړولو د كارخانو له شكه وتلي پاته آثار په ډېرو ځايونو كې مونده سوي دي. چوپاني قبيلې چې منځ ته راغلې او راڅرگندې سوې نو تر هغه را وروسته دلته ټوله داسې شرايط وينو چې د بېلابېلو قبيلو د غړو په منځ كې يې د مبادلې او د هغې د زيات انكشاف او د يوې موسسې په څېر د هغې د ټينگښت لپاره زمينه مساعده كړه. په دې وخت كې د يوې قبيلې مبادله له بلې قبيلې سره د مربوطو سرخېلانو له خوا څخه سر ته رسېدله. خو كله چې رمو ا وگلو دې ته مخه وكړه چې د وگړو په ځانته، ځانته ملكيت كې راسي نو د افرادو تر منځ مبادله نوره او نوره پسې ډېرېده، څو په نتيجه كې مطلق معمول وگرځېده. څاروي هغه متاع وه چې چوپاني قبيلو د مبادلې لپاره خپلو گاونډيانو ته وړاندې كوله. څاروي هغه تجارتي مال وگرځېدى چې د دې مال له مخې نورو ټولو اموالو ته بيه ايښوول كېده او هر چېرې په اسانۍ سره د نورو مالونو په بدل كې اخيسته كېدى. لنډه يې دا چې څارويو د روپو (پيسو) په شكل وظيفه اجرا كوله او وختي يې لا په دغه مرحله كې د پيسو په څېر كار كاوه، (5 – ش، 156 – 157 – م)". مالداري چې د كار د نوعيت له پلوه د كرهڼې په څېر ډېره اجتماعي جنبه نه لري او تقريباً په انفرادي توگه سر ته رسېداى سي، نو يو دليل يې همدغه ايسي چې په ژونديو مالونو كې د پښتنو د خصوصي ملكيت اسمي يا اعزازي رابطه ښايي د يوې خورا لېرې زمانې پېښه وي . "اينگلس" وايي : "دا خبره چې څرنگه او كله رمې او گلې د قبيلې يا خېل له گډ ملكيته څخه ووتلې او د كورنۍ د مشرانو په شتمنۍ واوښتې تر نن نېټې پورې موږ ته نه ده معلومه، (5 – ش، 158 – م)". خو "په دې كې شك نسته چې په لومړي سر كې يې په خېل پورې اړه درلوده. لاكن په رمو او گلو باندې خصوصي ملكيت ښايي په يوه ډېره پخوانۍ مرحله كې منځ ته راغلى وي، (5 – ش، 54 – م)". "يقيني خبره ده چې د مستند تاريخ په سر كې موږ هر چېرې وينو چې رمې او گلې وختي لا د كورنۍ د مشرانو هغه شان ځانگړى ملكيت دى لكه د بربريت د دورې هنري پيداوار، فلزي لوښي، د عياشۍ لوازم او بالاخره بشري گلې يعنې مريان چې د كورنۍ د مشرانو بېل ملكيت گڼل كېده، (5 – ش، 54 – م)". د كموني توليد د اجتماعي – اقتصادي رشد په نتيجه كې چې د خصوصي ملكيت پديده منځ ته راغله نو له هغه سره يو ځاى د كموني ژوند په غېږ كې د مريي او مينځې لپاره هم ځاى پيدا سو. اينگلس په عمومي ډولي ليكي : "پخوا د بشر د كار قوې دونه حاصل نه وركاوه چې د ده د ساتنې تر لگښتونو اضافه سي. خو د روزنې په سلسله د څارويو د ډېرولو، له فلزاتو څخه د شيانو د جوړولو، د اودلو او بالاخره د مځكې د كرهڼې د راتلو سره نو په دغه وضعه كې بدلون راغى . . . په تېره بيا تر هغه وروسته چې بالاخره رمې په كورني ملكيت كې راغلې، د كار قوې مبادلوي ارزښت وموندى. كورنۍ د څارويو په شان ژر ژر زياتوب نه كاوه. د روزنې لپاره يې ډېر وگړي په كار وو. په جگړه كې نيول سوي بنديان نو خاص د دغه مقصد لپاره خورا مناسب وو او سربېره پر دې كار يې د څارويو په ډول په خپله اولادونه هم زېږول، (5 – ش، 55 – م)". په پښتني كمون كې دننه دغه شان انكشافاتو د منځ ته راتلو او غوړېدو جريانات د زياتو نښو او بېلگو له مخې څخه ثبوت ته رسېداى سي. د مداركو په جمله كې يې ډېره مهمه او زياته بارزه د "پور" مقوله ده چې د پښتو په ژبني فولكلور كې داسې خپاره متلونه چې "پوره ورك دي كړه دوه كوره"، "پور پر غاړه، مېږ مرداره"، "يوه مور خرڅوله، بل په پور ځنې غوښتله" يا "پور چې تر سلو تېر سو، وچه يې مه خوره" ټوله د هغه اقتصادي رشد او اجتماعي روابطو د بدلون څرگندونې وې چې د خصوصي ملكيت د ودې سره پښتني كمون ته ورننوتلي دي. اينگلس وايي : "پخواني قومي نظام نه روپۍ پېژندې او نه د پيسو په پور و دار پوهېدى، (5 – ش، 110 – م)". ځكه " هغه كورټ د دې قابلېت نه درلودى چې په خپل چوكاټ كې دننه داسې خبرو ته ځاى وركې لكه پيسې، پور وركوونكى، پور اخيستونكى، په زور د روپو كښل او داسې نور، (5 – ش، 112 – م)". دا چې د پښتنو د كموني روابطو له پايښته سره د خصوصي ملكيت پديدې خپل ځان د دوى په ټوليو كې دننه ځاى كړى دى، د هغو بديو او شخړو په اوږدو بهيرونو كې ليده كېداى سي چې د "پاته مړو" يا "خوشمړو" يعنې ميراث پر سر باندې د افرادو او اقوامو په سويه څرگند تاريخي مثالونه لري. همداسې د خصوصي ملكيت پر بنا د اجتماعي – اقتصادي درجه بندۍ يو ځلانده پښتني تمثيل دا دى چې وايي : "خر نه لري، خر نه ارزي". د مرييتوب پديده چې د همدې ډول جرياناتو لازمي نتيجه گڼله كيږي، او د پښتني كمون په انكشافي زمينه كې رازېږي هم په عام او هم په خاص صورت تر څېړنې لاندې راتلاى سي. عام په دې معنا چې د پښتنو ټولنيز تاريخ ته د آريايي سابقې په اعتبار وكتل سي خو خاص بيا په دې مفهوم چې پخپله د پښتني مداركو پر مخ باندې د همدې پديدې نوعيت د پښتو او پښتنو په فولكلور او كلتور كې وموندل سي. په لومړي صورت كې چې د مرييتوب پديده د "ډانگي" له بيانه سره سم وار دواره د آريايانو تر منځ د افغانستان او په تېره بيا د اباسين د ناوې او پنجاب د جنوب په هماليايي سيمو كې راپيل كيږي (4 – ش، 136 – م)، د ثبوت مدارك او منابع يې تر ويدايي آثارو پورې ځان رسوي. د "ډانگي" په خوله "د لومړني كمون دوره ويل كېداى سي چې له پخوانيو ويدايي اصولو سره پاى ته رسېدلې وي او د مرييتوب او تمدن دوره بيا د وروستنيو ويدايي اصولو، پخوانيو سمريتي ادبياتو او حماسي آثارو سره راپيل سوې وي، (4 – ش، x – م). نوموړى عالم د "پور و شامېدها" په نامه مذهبي نمانځنو او "پور و شاسوكتا" په نامه مذهبي سندرو ته د هغې زمانې له خاطرې سره سمبوليك ارتباط وركوي چې نور نو د جگړې بنديان د آريايانو تر منځ نه وژل كيږي، بلكې د كار او چوپړ لپاره د مريانو په څېر ژوندي ساتل كيږي، (4 – ش، 91 – م). د آريايي تاريخ له دغه پلوه نو ښكاري چې هم د سيمې او هم د خلكو په حساب ښايي پښتانه تر هر چا په دې بهير كې د گډون لومړني امكانات درلودلي وي. خو په دوهم صورت كې زيات شمېر ژبني، كلتوري او كتبي مدارك پر دې حقيقت دلالت كوي چې د مرييتوب پديده چې په پښتني كمون كې خورا وختي راپيل سوې ده د شلمې پېړۍ تر لومړنيو لسيزو پورې پايېدلې ده. ژبنۍ بېلگې: د مريي كلمه چې د لرو برو پښتنو تر منځ په عامه ملي سويه د پښتو ژبې سوچه كلمه ده له پخوانيو ادبياتو څخه رانيولې بيا د نن ورځې تر محاورې پورې ژوندى استعمال لري. دا كلمه چې د نر مريي يا بنده په مفهوم په ژبه كې تثبيت سوې ده، سره له هغه چې واقعي مصداق او يا عيني مدلول يې همدا اوس د پښتنو په منځ كې نسته اما په ځينو مواردو كې بيا هم له استعماله څخه نه ده لوېدلې. زموږ ځينې كليوال وگړي چې اوس هم د پخوا په عنعنوي سبك خبرې كوي، نو كله چې خپل زوى چا ته معرفي كوي، د مخاطب د درناوي په خاطر هغه ته وايي چې : "دا ستاسې مريى دى". د دې اصطلاح معنا له دې څرگندونې سره مساوي ده چې : "دا زما زوى دى". د مريي كلمه تش د مجردې كلمې په شان په پښتو كې نه ده پاته سوې، بلكې په دې ډېر بامفهومه متل كې هم تسجيل سوې ده چې : "مريي غوندې يې وگټه، ساهو غوندې يې وڅټه"، دلته د مريي په مقابل كې د "ساهو" كلمه چې ځينو كسانو "ساوو" ښوولې ده او "راورټي" د "سا او" په بڼه هم ليكلې ده اوس دا گړى د عامې محاورې ژوندۍ كلمه نه ده. لاكن تر دې متل سربېره په پښتو ادبياتو كې هم په مخه راځي . رحمان بابا وايي : چې له خـــــپله كــــوره ووزي مسافر شي څوك يې پېژني ساهو دى كه مريى دى په وړاندې متل كې د مريي او ساهو تر كلماتو علاوه د كار د محصولاتو د توليدولو او د هغوى د طبقاتي څټلو نوعيت د مرييتوب په زمينه كې پوره روښانه سوى دى. بله اصطلاح چې د كندهار په محيط كې ما اورېدلې ده، هغه "بې غوږو مريى دى". د دې مفهوم البته هغه مريى دى چې له امره څخه سر نه غړوي او په ټولو معناوو خپل بادار ته تابع وي. خو دا نه ده معلومه چې دغه نو ولې بې غوږو بلل كيږي. لېرې نه ښكاري چې د غوږ پرې كېده د سيمې د مجازاتو په كلتور كې يوه داسې نښه وه چې مريى يې د تېښتې او يا بغاوت له اقدامه څخه په اچاوه. دا متل غوندې څرگندونه هم سته چې وايي : "پلانى لكه مريى تېښته يې له زړه څخه نه ده وتلې"، دلته ښكاري چې د مريي د تېښتې پرابلم هم پښتني ټولنې ليدلى دى. د تابع مريي دريځ د حمېد په يوه بيت كې داسې انعكاس سوى دى : له نقصانه دې شـــهرت په جهان وشه راست مريى د راوه نه شي په نخاس داسې ښكاري چې په پښتني كلتور كې د مريي لپاره د "بلو" سمبوليك نوم هم دلته، هلته رواج سوى دى. دا نوم چې د اجتماعي دريځ ټيټوالى يې په معنا كې څرگند دى، څو ځايه په مخه راځي. د "قطب خان او نازو" په فولكلوري قصه كې دا ناره راغلې ده چې وايي : ادې مورې په ما څه د غم اور بل دى دا نور خلك بيده دي پر ما د بلوگي مريي غوبل دى همدارنگه د آدم خان او درخانۍ په نكل كې "بلو" د مريي نوم دى. خو په دې پښتو متل كې چې "د نه مړو، ملك سو بلو" د بلو د كلتوري كركټر نوعيت د ملكۍ په نظام كې ډېره ښه ليده كيږي. د مريي مقابل مونثه كلمه په پښتو كې "مينځه" ده چې په ځينو لهجو كې "وينځه" ويله كيږي. دا كلمه هم پر ساده لغوي معنا سربېره د متل تر كلتوري درجې پورې رسېدلې ده. مثلاً وايي "خوارى كى ها مينځې چې د مينځې كالي مينځي" ، د دې متل له مفهومه څخه داسې ښكاري چې مينځې هم تر اريستوكراتيك درجه بندۍ لاندې راغلې دي او د لوړې درجې مينځه هغه ده چې پرته د بادار له چوپړه څخه د بل چا كار ونه كړي. په دې متل كې چې وايي "د لوى كور مينځه په نامه ځي" همدغه مطلب پروت دى چې د لوى اشرافي كهول يا غټې مخورې كورنۍ مينځه د نورو كورونو د مينځيانو په پرتله لوړه او جگه ټولنيزه درجه لري. هغه مينځه چې د بادار په نكاح وي په كندهار كې د "سوريته" په نامه بلل كېده. د "سوريتې" كلمه چې د خپل مصداق له غائبېدو سره اوس په عامه محاوره كې چندانې نه اورېده كيږي، د خوشحال خان په دستارنامه كې هم څو ځايه راغلې ده. كلتوري بېلگې: څرنگه چې پښتنو د كوچي ژوند د اقتصاد په انكشافي دوران كې هغه زمانه مريى استخدام كړ چې د دوى د خېل يا كهول په ټولي كې لا طبقاتي درزونه، نه وه راڅرگند سوي او يا د پوونده گرۍ د پرله پورې قومي ژوند او توليدي طرز په ايجاب د داسې درزونو د پراخېدو مخه بنده وه او په ټولنه كې يې توليدي روابط له نسبي روابطو سره اخښلي وه، نو ځكه له يوې خوا يې ونه كړاى سوه چې له مريي څخه د طبقاتي احساس په غريزه ډېره استثماري گټه واخلي او له بلې خوا يې د غير منقول ثروت د راغونډېدو لپاره امكانات نه درلوده چې له مريي څخه شديد اقتصادي استثمار د هغه په استقامت كې تر عالي رشده پورې ورسوي. دوى يوازې دونه كولاى سواى چې د مريانو په وړاندې خپل اشرافي دريځ ډېر ټينگ وساتي او هغو ته د ټيټ ناسياله په سترگه وگوري. د طبقاتي چلند پر ځاى يې د مريي په نسبت د قبيلوي چلند پروسه منځ ته راوړه. دوى مريي په نسبي لحاظ ټيټ وگاڼه او له دې سره يې د زياترو لاسي كارونو او حرفو په وړاندې چې عادتاً مريانو اجرا كوله، د كاست د ټولنيزې درجې روحيه خپره كړه. پرته له دې يې نور نو د مريي سره معاشره حتى د ملگري په سطحه كې وساتله. ځكه په كوچي كمون كې د گوښې ساتلو شرايط په طبيعي توگه خورا ډېر محدوديت لري. پرته له قبيلوي يا نسبي تبعيض څخه نور نو پښتنو مريى په خپل كور كې ساته او كله نا كله يې د ښو خدماتو په بدل كې د خپلې اريستوكراسۍ واكمني په ميراث لا هم ورپرېښووله. دې جريان د پښتنو تر منځ پر ډېرو كسبونو او هنرونو باندې د مرييتوب اجتماعي نوغى كښېښووى او هغه يې په ځانگړو كاستونو يا حرفوي قومونو پورې مربوط وبلله . ځكه كاست په قبيلوي ټولنه كې د طبقاتي رشد مظهر دى. ماركس څو ځايه دې ټكي ته اشاره كړې ده چې كاست د قبيلوي سازمان افراطي او سخت شكل ته رسېږي، (29 – ش، 41 – م). ځكه د كاستونو په موسسه كې دوى يو له بله څخه بېليږي، د دوى تر منځ يو له بله سره د ازدواج حق له منځه ځي او هر يو په بېل دريځ كې ځاى نيسي او له يوې ټاكلي نابدلېدونكې حرفې سره يې سر تړل كيږي، (29 – ش، 93 – م). د مريي له دريځه څخه رازېږېدلى حرفوي كاست نو د اريستوكراسۍ له ودې سره سم په خپله د پښتني پرگنو ټولنيز قومي واحدونه هم تر پاسو او ټيټو درجه بنديو لاندې اچوي. د طبقاتو ځاى نو د ټيټو او پاسو اجتماعي مراتبو په حساب خېلونه يا قبيلې ډكوي. د پښتني ولس په موجود او مشهود ټولنيز جوړښت كې هغه ناسياله پرگنې يا ټيټ كاستونه چې اصلاً د مريي او د مريي د كار په وړاندې له قبيلوي چلند څخه د زمانو په دوران كې منځ ته راغلي دي او د ملكۍ د نظام له لارې د خانخانۍ په نظام كې نور هم خپاره سوي دي، خورا زياتې اجتماعي او حقوقي درجه بندۍ راښيي چې د مرييتوب د پروسې څرگند دلالتونه پكې ليده كيږي. "عطايي" چې د پښتنو په حقوقي كلتور كې د مريي او مينځې په باب ځينې دودونه يادداښت كړي دي نو داسې ليكي : "پخوا په ننواتې كې مريى هم د پسه په شان بېول كېدى، او د ننواتې كوونكي له خوا به هغه چا ته بخښل كېدى چې ننواتې به يې پر كړې وه. د پښتو په شفاهي داستانو كې د آدم خان په نكل كې وايي چې كله آدم خان خپله مينځه "توتيا" په زور كور ته راوستله، نو څو ورځې وروسته يې خپل اخښي بايزيد خان ته ننواتې ولېږله چې په هغه كې پسه او مريى هم و، (22 – ش، 252 – م)". بل ځاى وايي :"په قبيلوي نرخ كې د مينځې وژل د مال په شان وه چې ناغه يې نه درلوده. د يو چا د مينځې تښتول د ننگي تر قانون لاندې نه راتله، بلكې د مينځې تاوان يې بايد وركړى واى. په هغو وختونو كې چې د مريي او مينځې ساتل رواج وه نو مينځيانې په تاوان كې هم وركول كېدې. مينځه د مال په شان وه او د مالك هر ډول تصرف پكې جايز و. د مينځې زوى كه څه هم د مور د مالك او ځانته د پلار په حيث د هغه په حق كې برخه درلوده، خو مور يې په مال كې حساب وه او نه يوازې يې حق نه سواى وړلاى، بلكې زوى بايد د خپل حق په مال كې قبوله كړې واى، (22 – ش، 268 – م)". هغه يو شمېر قومي او حرفوي كاستونه چې په قبيلوي كلتور كې يې د پښتني پرگنو تر منځ اجتماعي درجه لږ يا ډېره ټيټه ده او پښتانه يې په نسبي او حقوقي لحاظ د ځان سيال نه بولي، همدا اوس گړۍ په دې لاندې نومونو پېژندل كېداى سي : جت، پښ، ډم، نايي، چچگر، تورى، بنگړيوال، دلاك، بټبارى، تركاڼ، دوبى، مسلى، كلال، بنگى، گوجر، ديگان، جاروكښ، ټټار او داسې نور. دا ډول كاستونه عموماً "كفو" نه بلل كيږي، او نه هم د جرگو، مركو، دودونو او تعاملاتو په سطحه كې كومه اعتناء ورته كيږي. له فولكلوري ادبياتو څخه راپاته متل چې وايي : "آدم خان دې په نظر گوروان درغى" دا واقعيت څرگندوي چې د "گوروان" هويت د خان په پرتله ډېر ټيټ دى او گورواني چې د كرونده گرۍ له ژونده سره زيات ارتباط لري، يوه ټيټه او خواره دنده گڼله كيږي. همدا شان د "جلات خان او شمايلې" په نكل كې دا ناره چې "نه غوبه يم، نه چميار يم" (يا نه موچې يم نه چميار يم) ښايسته جلات مې نوم مسلم مې پلار دى" د كاستونو حرفوي نومونه او د دوى په وړاندې د خپل وخت د اجتماعي شعور روحيه پوره انعكاسوي. تر ټولو بارزه نښه چې د مرييتوب د تاريخي نوغي پخه ټپله ورباندې ايښوول سوې ده او اغېزه يې تر اوسه د اشرافي پښتنو په اجتماعي شعور كې پوره ژوندۍ ده، هغه د "كار" پروسه ده. ټوله لاسي كارونه او كسبونه پښتانه ته يو ډول ننگين ښكاري او اصيل پښتون په دې شرميږي او يا د شرم زورور احساس كوي چې په دغسې يوه ورهڼه كې مصروف وليدل سي . له ښاري اقتصاده څخه د پښتانه د لېرې پاته كېدو يو عامل همدغه كلتوري روحيه گڼله كيږي. له خپله ټاټوبي څخه لېرې په خوارۍ او مزدورۍ پسې ورك پښتانه چې د پردېسۍ په اور كې ځانونه سوځي له پخوا څخه رانيولې بيا تر نن ورځې پورې په فولكلوري نكلونو او روان ژوند كې په زرهاوو مثالونه لري. ځكه له هغه كوره په مسافرۍ وتلي پښتانه چې نور يې د "ساهو" او "مريي" پېژندنه څوك نه سي كولاى، په پرديو هيوادونو كې چې هلته د قبيلوي كلتور له قيده څخه وتلي وي، نو د زياركښو انسانانو په څېر هر راز سختې خوارۍ كښلاى او ستړې مزدورۍ كولاى سي. خو په كور او كلي كې د تربور او سيال په وړاندې دا ننگه بولي چې د خټگرۍ، يا د آهنگرۍ او يا د زرگرۍ په كارونو كې ځانونه ستړي او ستومانه كړي. "اينگلس" چې په روم كې د مريانو او ساهوگانو د كار پروسه څېړي نو وايي : "مرييتوب . . . پر توليدي كار باندې داسې ټپلى ايښى و چې د ساهوگانو يعنې آزادو خلكو لپاره ننگين او سپك كار ايسېدى. د مرييتوب په اثر ټوله توليدي كار ته د غلامانه كار په سترگه كتل كېده او د آزادو روميانو د شانه سره وړ نه ايسېدى، (5 – ش، 147 – م)". په همداسې شرايطو كې د "آتن" ساهوگانو ته دا ورپېښه سوه چې د توليد تر ننگين كار دا غوره كړي چې گدايۍ ته لاس واچوي. (5 – ش، 117 – م). د پښتنو تر منځ هم له توليدي كار څخه كلتوري كركه د دې سبب سوه چې د قبيلوي روابطو په سطحه كې يې د نظامي اريستوكراسۍ، سوداگرۍ، سلا پور او په ځينو مواردو كې د ډاكې او داړې لارې په مخه واخيستې. د دغه تاريخي نقش نښې هم د پښتنو د ملكۍ د نظام او هم د خانخانۍ د نظام په ټولو دورو كې څرگندې دي او تر اوسه يې لا هم له دې رسالته څخه اوږې نه دي سپكې سوې. خو د خوارۍ او بېوزلۍ په حال كې بيا د حرفوي كار د كولو تر خجالت دا ورته اسانه وي چې بل ته د خواست لاس ونيسي. كتبي بېلگې: دريم مدرك چې د پښتنو تر منځ په راوروسته زمانه كې د مرييتوب د پديدې پر موجوديت او نوعيت باندې لږ يا ډېر دلالت كوي، هغه ليكنې دي چې په عامه يا مشخصه توگه يې ځينې مربوط مطالب څېړلي وي . په دې لړ كې موږ ته تر هر څه لومړى د خوشحال خان د "دستارنامې" ديارلسمه برخه په مخه راځي چې هلته د مريانو په باب يو شمېر څرگندونې سوې دي. د "دستارنامې" له عمومي طرحې څخه ښكاري چې ښايي دا هغه عامې خبرې وي چې د اسلامي كلتور په سطحه كې د عربي او پاړسي ادبياتو پر لار پښتو ژبې ته راغلې وي. په همدې جهت نو د خوشال مربوط بيانونه البته داسې نه معلوميږي چې يوازې د پښتنو له دود او كلتوره څخه حكايت كوي. لاكن په هر صورت د هغو محتويات د پښتنو له سيمه ايز ذهنيت څخه بېگانه هم نه ښكاري. خوشال خان د "ديارلسم هنر، تاديب د خدم، د توابع لوا حق" تر عنوان لاندې ليكي : "اول تربيت د مريونو دى، ښه خانه زاد مريونه غلامان لكه فرزندان هسې دي. د هغو تربيت په مثال د فرزندانو دى. فطرت جوهر دې معلوم كا چې په څه جوهر واقع شوي دي. په هغو دې كار منسوب كا چې خانه زاده موروثي وي د هغو كار دې تر نو خريدو بهتر وي. چې د تورې وي هغه دې مقرب كا، اعتبار دې وركا، په بخشش دې تر نورو ممتاز كا. هسې دې معزز شي چې كه د لښكر سردار كاوه شي، څوك د ده سردارۍ عار نه كا، كورونه، لوڼه خويندې عزيزې كورنۍ په واړو دې پاك نظر كا. مگر چې په خانه زادو كې يې خوښه شي په خپلو پرستارو دې حاصله داخله كا، آسوده دې ساتي چې د دې طايفې سرومال په كار دى. ښه مخلص غلام خداى و چا وركا، په محل كې د داخلي خدمتگار دواړه تر مېرمنو په ادب وي. كه ډېر تعلق خاطر پرې لرې جدا دې ساتي چې مېرمنې هيچېرې د دې په ناز و نياز خبرې نه شي. كه چېرې پرې خبرې شوې غيرت جبلى د عورتينو ډېر دى. بيا د لوى كور سړى كه حفظ وكا خو ښه، او كه نه مينځه مېرمن سره لكه آس او خر هسې تفاوت لري. د آس د وړاندې خر هيڅ وجود نه لري. البته وار به پرې جوړ كا د خره آب به وباسي. هاله ده لره هم په هيڅ وجه نه بويه چې د وينځې دپاره د مېرمنې سره څه وايي، په خندا په تحمل دې تېره كا، د ديو هسې كارونه خو برداشت كا هومره بهتر هم ده لره فايده لري، هم خدمتگاريو ته فايده ده. بل ساعت چې ډېر د مېرمنې قهر سوړ شي، په خپله مېرمن چې څه مېرمن وي، هغه خدمتگاره به د خپله لاس ولمانځي. كه كينه سره پرېوته د مېرمنې د نظره دې البته غايب لري، هرگز دې خدمتگارې په سر نه خېژوي. ډېرې ښې خدمتگارې سره يوه بده مېرمن دې نه برابروي، چرې سپين زر، چرې سره زر. كه دا هم نه پوهيږي هغه مېړه به هم څه مېړه نه وي . . . كه غلام نافرجام شي چا وته بخښلى بويه . . . (30 – ش، 73 – 74 – م)". د خوشال خان په پورتنۍ څرگندونه كې د خانگي مريانو او بازاري مريانو ډولونه ياد سوي دي چې د دې راز تصنيف بيانونه نور ځايونه هم د ختيځ په تاريخ كې راغلي دي. دلته د كهول يا كورنۍ په حريم كې زېږېدلي مريان تر بازاري او رانيول سوو مريانو ښه بلل سوي دي او د كار د ټاكنې په برخه كې ډېره پاملرنه ورته رااوښتې ده. جنگيالي او تورزن مريان چې د ختيځ په تاريخ كې زياتره د سلطنتي اريستوكراسيو وارثان گرځېدلي دي او د دولتونو غټ مشران ځنې جوړ سوي دي، دلته يې د تيورۍ زمينه له ورايه څخه ليده كيږي. په كور كې د آزادې ښځې او مينځې تر منځ د مېړه په ارتباط د رقابت او سيالۍ پديده په نوموړي بيان كې ياده سوې ده. د مريانو او مينځيانو د ټيټ دريځ د ساتنې ټولنيز ش |