|
((شين خالۍ)) نومی کتاب چاپ او خپور شو د شين خالۍ ناول چې د هيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي سميع الدين افغاني نوی اثر دی له چاپه راووت ٠ د افغاني صيب پـــدې اثرد هيواد وتــلی شاعــر ، ليکوال او ادبـــي څيړونکي ښـاغلي شهسوار سنګروال يـوه څيړنيزه سريزه ليکلې اوهمدارنګه د «خپلې خبرې »تـــر سرليک لاندې د افغاني صيب خپلې لنډې خـــبرې او پــه همدې ډول ښاغلي نجم الدين سعيدي «دشين خالۍ کيسه د انځوريزې شاعرۍ يوه ژوندۍ بيلګه» تر سرليک هم خپل نظر څرګند کړي دي٠ دا اثر په ښکلې د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې له خوا په ښکلې بڼه له چاپه راووت ٠ موږ افغاني صيب ته د هغه دنوی اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوي خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠ په درنښت د حق دلارې کلتوري ټولنه اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه |
