ليكنـــــــــــــــــــې

 

« پښتانه هنرمندان » (لومړى ټوك)  چاپ  شو

 

په دغه کتاب کی د حاجی نصیر ستوری له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند ليکونه  او په زړه پورى مالومات راټول شوى دی. داکتاب  د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ی ئې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګی  تر سره کړی. نصیر ستوری د سريزی په یوه برښه کی د ټولو پښتنو هنرمندانو او فنكارانو څخه هيله او غوښتنه كړی، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ، نظرونه او د پښتني كلتور د ودې او پرمختيا لپاره وړانديزونه د خپل انځور سره  یوځای په لاندينۍ پته ماته  راولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوكونه او پښتني كلتور په دغه ارزښتناكه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې زرينې شي.

اميد دى چې پښتانه هنرمندان به د نوي طرزونو او كمپوزونو په نوښت سره د هنر او فن ځولۍ نوره لا درنه او بډايه كړي. اوس دا تاسې او دا هم ستاسې (پښتانه هنرمندان) لومړى ټوك او د نورو ټوكونو د بشپړتيا په هيله.

 Nasir Stori

KIEBITZWEG 12

50389 Wesseling

Grmany

Fax: 0049-2236-841930

Tel:  0094-2236-8705073

nasirstori@web.de ; psdp@gmx.net

 

د دغه کتاب سرليكونه یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي ، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه افغان) ، كبير اميري ، كمين ګل حېرت ، استاد يار محمد عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا

د کتاب د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

http://www.pashtoonkhwa.com/?page=news&id=312

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.