ليكنـــــــــــــــــــې

 

د
((
ليكلارښود   يوه پښتو، كره پښتو ))
چـــــــاپ  د ټولو لپاره ښـــه زيـــــرى دى

په  خوښۍ  سره مو   خبر ترلاسه كړ   په  دې  وروستيو كې   د هيواد  او سيمې د  نوميالي   ژبپوه، ځيرمن څېړونكي  او  بې ساري  استاد پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار  نوى
(( ليكلارښود   يوه پښتو، كره پښتو))   نومى اثر د  دانش خپرنځي  له  لورې او د ښاغلي فدانظري په مالي مرستې  چاپ  شوى دى . درانه  او منلي  استاد  ښاغلي  زيار صيب  ته  يې  د  چاپ  او خپرېدو  مباركي  وركوم .
د  ليكلارښود  چاپ    په  اوسني ځانگړي  پېر كې  د  ټولو  په تېره  ځوانو ليكوالو  لپاره   ښه زيرى  بولو  .
څښتن  تعالى  ( ج ) دې وكړي   د هغو پښتو خواخوږو   لپاره  چې  د كره ليكنې  په لور  گام  اخيستل  ورته  پر ماينونو  ختل   ايسي،  د قناعت او منلو  وړ وگرځي ، د استاد  د كلونو زيار  ته  په  درنښت  وگوري  ،  له يوې   ټوليزې   منښتې  سره  سره يې  تود  هركلى  وشي   او   لروبر ټول  ليكوال  له  مشرانو  تر  كشرانو ، په خپلو  ليكنو  كې  په همدې  يوې   منلې  لار  يون  وكړي   تر څو  د پښتانه  ولس  له بې شمېرو  ربړو څخه  يوه  يې  راكمه شي .   آمين
كتاب له  دانش كتابتون، قصه خوانۍ بازار، پېښور     او نورو  كتابپلورنځيو څخه  ترلاسه كولاي شئ .

په  مينه او ادب
ډاكتر ج  ــ سمون
د تل افغان وېب پاڼې مسئول چلوونكى

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.