د ”کوچني شاهزاده “ پښتو ژباړه د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت_ ايکزوپېري د ”کوچني شاهزاده“ اثر چې د نړيوال کلاسيک ادبياتو له جملې څخه شميرل کيږي، جرمني مېشتي افغان ليکوال او ژباړن ښاغلي ډاکټر عبدالباري په پښتو ژباړلى او د جرمني د تينتن فَس مطبعې د پاريس د ګالمارد د مطبعې څخه ددې کتاب د ژباړې ، چاپ او خپرولو د حقوقوله تر لاسه کولو وروسته په ښکلي صحافت چاپ او نشر کړى دى. په جرمني کې د هايدلبيرګ د RNZ ورځپاڼې د نومبر په ١٦ نېټه د ژباړونکي او د خپرونکې موسسې د مشر ښاغلي ډاکټر والټر زاوير سره د دې کتاب د پښتو ژباړې او خپرولو په هکله مرکه کړې وه. ډاکټر زاوير ويلي دي چې که څه هم ژباړونکي حق الزحمه نه ده اخيستې، خو زه مطمين نه وم چې د پښتو ژباړې لپاره دې لوستونکي پيدا کړلاى شم، خو زموږ دواړو هغه مينه چې د پښتو ژبې او فرهنګ سره يې لرو، دې ته اړ ايستم چې يو څه د پيسو خطر ومنم. خو د کتاب تر چاپ دمخه د انترنيټ له لارې د يوې خبرتيا وروسته پر جنوبي کوريا، جاپان، کاناډا او متحده ايالاتو سربېره د لويديزې اروپا د ٩ هيوادونو د ځايي خلكو لخوا غوښتنليکونه يا(Subscription) راورسېدل او په دې ډول هم د کتاب د چاپ مالي امکان پيدا شواو هم ماته ثابته شوه چې د افغانانو، دغه درنه او زيږه، خو ډېره خوږه او دبرمه ډکه ژبه په ټوله نړۍ کې مينه وال لري.
ښاغلی ډاکټر عبدالباري وايي چې ما د ”کوچني شاهزاده“ په هکله په ځانګړو ويبپاڼو کې ليدل چې دغه کتاب د نړۍ تر ٥٠ زياتو ژبو او ١٠٠ لاډيرو لهجو ژباړل شوی و خو دپښتو ځاى پکې خالي و . ددې کتاب پښتو ژباړه ماته په لومړي قدم کې هدف نه بلکې تر هرڅه دمخه يوه وسيله وه چې دغه خلا په ډکه او پښتو د خپل هيواد د ملي او رسمي ژبې په توګه نړيوالو ته معرفي کړلاي شم. ددې کتاب د تر لاسه کولو دپاره لاندې امکانات شته: ١) خپل نږدې کتاب پلورنځي ته د کتاب نړيوال سټندرد شميره( آی ايس بي اين ) ISBN: 978-3-937467-39-9 په ښودلو سره کتاب راغوښتلاي شئ. ٢) د انټرنيټ دلارې: www.amazon.de ٣) د خپرونکې مؤسسې څخه په مستقيمه توګه:
|