"هوا" په شمال كې د اسيرانو د
ټولوژنې د ناورين انځور دى، چې له
لوستلو سره يې اوښكې ملې دي. ددې كيسې
په لوستلو د هر سخت زړي زړه د موم په
څېر نرمېږي او سترګې يې د اوښكو په
تويولو د غمجن زړه څرګندونه كوي.
په شمال كې د ظالمو ټوپكسالارانو له
خوا په كانټينرونو كې د بې شمېره
طالبانو بندول او وژل د بشريت د تاريخ
له سترو ناورينونو څخه دي، چې ښاغلي
نظري ددې ظلم انځور په خورا ښه ډول
كښلى او هېوادوالو ته يې ددغو
جنايتكارانو له مخونو د پردې لرې كولو
هڅه كړې، چې د خورا ستاينې وړ ده.
دغه راز "هوا" يو شمېر نورې لنډې كيسې
هم لري، چې لوستل يې د لنډوه كيسو د
مينه والو
تنده
ماتوي. لوستل يې پر تاسو.