|
د سولی د ورځې په ویاړ چاپ شوى کتاب !
زموږ
جنګ ځپلې ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه
یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري
بلکه د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د
ټولو نه زیاد اړتیا ده ،
له بده مرغه
دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي
بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ زموږ د خلکو
پر ذهنونو او کړووړو باندی هم
ډیره
منفی اغیزه کړې او زموږ په ټولنې کی یی د
سوله ایز ژوند، زغم ،ورورګلوۍ او د یو
بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې او لاس
نیوی روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او
دود اودستور یوه برخه وه ډیره کمزوری
کړې ده .
د سولی پیغام کتاب زموږ د جنګ نه راوتلی
رنځوری ټولنی کی د سولی او ورورګلوي د
پیغام د خپرولو په
هرښوونځې
چی په وطن کې نن سوځیږي همدا رنګه حفیظ خالد د هیواد په ځینو نورو تراژیدی پیښو چی په لسګونه کورنی یی د غم په تغر کینولي د نظمي لیکنو له لاری خپل اعتراض پورته کوي او د جنګ د ټولو ښکیلو غاړو نه غواړي چی نور دی زموږ دی سوزیدلي بڼ ته اور نه اچوي.. د کتاب مینه وال کولی شي د سولی پیغام له لاندنیو پتو ترلاسه کړي : په کابل کی د دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری د ویانا په ښار کی د آریانا پلورنځي د ویانا د ښار شپاړسمه ناحیه په نورو هیوادونو کی زموږ ګران هیوادوال کولی سی د کتاب د لاسته راوړلو لپاره د هسکو بشري ټولنی سره په تماس کی شي د کتاب د پیرودلو عاید به د هسکو د خیر ښیګڼی د ټولنی له لاری افغان بی پلاره او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لار ه کی وکارول شي . د هسکو د ټولنی ویب پانه:
www.help-afghan-school-children.org hasco@chello.at
|
