
عبدالهادي حېران
د قند هنداره
قند، قمر راهي، اياز داودزی، پروفېسر همايون هما، څيره، ځلا، ادبي هڅې او کرښې.
دا ټول هغه درانۀ او خواږۀ نومونه دي چې کۀ پښتو ادب ترېنه خدای مکړه بې برخې
وی نو ډېر به بې خونده وی، ځکه چې دې درنو نومونو پښتو او پښتنو ته ډېر څۀ
ورکړي دي. دا د پښتو ژبې د يو اهم دور د ارتقاء ژوندۍ او تلپاتې نمونې دي چې
وياړ او فخر کؤل پرې په ځائې او ضروري دي.
د قند هنداره د همدې تسلسل يوه بله درنه او اهمه کړۍ ده چې اوډونکی ئې پروفېسر
محمد همايون هما دی. په خواوشا شپږو سوو مخونو خور، زړۀ راښکونکې سرپاڼې او
معياري کاغذ لرونکي دې کتاب کښې د پښتو د تاريخ سازې او رجحان سازې مجلې "قند"
د اولنۍ ګڼې څخه تر اخرنۍ ګڼې پورې ددغې مجلې د خپرېدو ناشنا او عجيبه پېښه،
محرک، مواد، ليکوالان او کردار د تفصيلي بحث لاندې نيول شوي دي چې نۀ يواځې د
يو تاريخي سند حېثيت لري بلکې مونږ ورته په قند کښې د خپرو شويو ټولو موادو يوه
اجمالي خاکه هم وئيلی شو.
ددې تر څنګ پروفېسر همايون هما د خپل علم او پراخه مطالعې په بنياد د قند د
خپرېدو د دورونو د زمانې حالات او په پښتونخوا کښې د مجلو د خپرېدو د تاريخ په
اړه هم تفصيلي ليکنه کړې ده چې هغه ځانله يو اهم اثر بلل کېدی شي. پخپله د
پروفېسر هما په وېنا "پنځوس کاله اګاهو کۀ د پريمئير شوګر ملز مردان له اړخه د
قند اجراء د پښتو د ادبي تاريخ يوه يادګاري پېښه وه نو اوس د نادرن باټلنګ
کمپنۍ پي وي ټي لمېټډ پېښور مالک قدرمند عمران خان چې ددې مقالې (د قند هنداره)
د چاپ کومه ذمه واري قبوله کړه، نو دا هم يوه داسې پېښه ده چې د پښتو ادب په
تاريخ کښې به همېشه ياد ساتلی کېږي."
همدې "عجيبه پېښې" ته ما په پېل کښې اشاره کړې وه چې دا دوه اهم کارونه (د قند
اجراء او د قند هنداره چاپ کول) د دوو داسې کمپنيو لخوا شوي دي چې څوک ترې دا
طمع نشي کولی، خو دا کارونه شوي ځکه دي چې په شا ئې د محترم قمر راهي او
پروفېسر همايون هما په څېر درانۀ ليکوالان او شخصيتونه دي.
"د قند هنداره" په اصل کښې د پروفېسر صېب د پي ايچ ډي مقاله ده او په شپږو
بابونو مشتمله ده چې د هر باب عنوان ئې د موضوع په اهميت دلالت کوي. دغه بابونه
داسې دي:
وړومبی باب: په سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت
دويم باب: د قند اشاعتي سفر
دريم باب: د قند عمومي او خصوصي اشاعتونه
څلورم باب: د قند (اردو) اشاعتونه
پنځم باب: د قند ارزښت
شپږم باب: ليکونکي او ليکونه (اشاريه)
د يادونې وړ ده چې ددې کتاب وړومبی باب (په سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي
مجلو روايت) څو کاله وړاندې د يو وړوکي کتاب په شکل کښې هم چاپ شوی ؤ).
ددې اهم کتاب د چاپ اهتمام ممتاز علي خان کړی دی، ناشر ئې ډاکټر شفقت هما دی،
سرپاڼه ئې محمد کامران جوړه کړې ده، د چاپ لګښت ئې د پېپسي کمپنۍ (ناردرن
باټلنګ کمپني، پي وي ټي لمېټډ، پېښور) ورکړی دی، بيعه ئې پنځه سوه روپۍ ده او د
((راه ګزر شرقي پيران، مردان))، ((116/E
سېټلائټ ټاون راولپنډي))، ((هسکه مېنه شېخ ملتون، مردان)) او لويو کتاب سټورونو
څخه ترلاسه کېدی شي.
