د چاپ حقوق يې خوندي دي

 

 

 

 

د کتاب نوم:                                             د کابل سفر

ليکوال:                                                     اسرار د طورو

موبايل:  0302-8188390   ايميل:  bukharasani@yahoo.co.uk

کمپوزنګ:                                                عبدالهادي حيران

موبايل: 0345-9027648  ايميل:  ahhairan@yahoo.com

د چاپ نېټه:                                               مئ ٢٠٠٦ء


 

يو څو خبرې

"اسرار د طورو" د پښتو ادب يؤ داسې ښکلے نوم اؤ ترکيب دے چې يؤ خپل ځانګړے انفراديت لرى. دا ترکيب د يؤ پښتون او د کلى د تړون عجيبه ثقافتى کيفيت او معنويت لرى. اسرار په طورو او طورو په اسرار ښائسته ښکارى. دے د طورو يو علامت ګرځېدلے دے.

زما چې کله د شعروادب سره تعلق پيدا شو نو دا نوم د دغه وخت د اخبارونو او مجلو يو ضرورت ګرځېدلے ؤ. د دوئ شاعرۍ زمونږ دپاره د لارښودنې کار کولو او دوى په غېر رسمى توګه زمونږه استاذان وو. خو دا يو ډېر عجيبه اتفاق دے چې سره د يوې علاقې سره تعلق لرلو زما د دوئ سره چرته ملاقات شوے نۀ ؤ. خو چې خداے کوله نو د اجمل خټک پحقله په کابل کښې د سيمينار په حواله په کابل پوهنتون کښې د "لوړو زده کړو د وزارت" په ګيسټ هاوس کښې مونږ  دواړه د يوې کمرې ملګرى شو.

"اسرار د طورو" د يوې علمى او ادبى کورنۍ سره تعلق لرى. د هغوئ درنې څټې او پښتنى خويونو د دغې علمى کورنۍ او د مردان د پښتونولۍ يو ښکلے امتزاج درلود. هغه ماته ډېر دور اندېش، زيرک او د سړې سينې څښتن او قدرمن مشر ښکاره شو.

زه هم په سکول کښې څوارلس کاله استاذ پاتې شوے يم او کله چې ماته دا پته ولګېده چې دو‌ئ په سکول سائيډ باندې پرنسپل پاتې شوے دے نو په ما د دوئ د شخصيت د جلالى رغوڼې نور خوف او يره هم خوره شوه. خو د دې جلالى رغوڼې څښتن شخصيت چې به کله خبرې کولې نو ټول به جمال جمال ؤ.

اسرار صاحب ډېر پرهېزګاره سړے دے. پخپل وخت نمونځونه او نفلونه به ئې کول.

مونږ چې به کله ستړى ستومانه د ماښام د ډوډۍ خوړلو نه وروستو په کټونو کښې پرېوتو نو زۀ به ډېر زر اودۀ شوم او اسرار صاحب به رانه داسې ويښ پاتې شو. د اسرار صاحب دا عادت ؤ چې هغوئ له به په ملاسته ملاسته کښې د يو اوږد ګپ نه پس خوب ورتللو او ما به لا سر لګولے نۀ ؤ چې په خړېدو به شوم. زۀ په دې ډېر خفه يم چې ما د اسرار صاحب د خوب د راتللو د دغه خرامانى انداز غوښتنې پوره نکړے شوې.

اسرار صاحب کښې يؤ کمال دا هم ؤ چې هغوئ به د يو منظر يا ماحول نه متاثره شو نو ډېر زر به ئې خپل دغه ښائسته جذبات د يو تخليق په شکل کښې مربوط کړل او مونږ ته به ئې واؤرول. زمونږ د ټولو ملګرو په مينځ کښې به اکثر د اجمل خټک په خواهش مشاعرې کېدې.

تر کومه حده چې د اسرار صاحب په دې کوچنۍ سفرنامه کښې د واقعاتو، حالاتو او لمحاتو په ليک کښې د قېدولو خبره ده نو دا د اختصار باوجود د تفصيل عجيبه ښائست لرى. ژبه ئې د يوسف زۍ لهجې د خوږلت او عام فهمۍ سره سره د مردان ادبى زرخېزۍ او د شنو شنو فصلونو نظر خېزۍ هم لرى. چرته چرته پکښې د نظم ګډون د سفرنامې د بيان په شوخۍ کښې نور خوند هم پيدا کوى.

د اسرار صاحب د ځنو القابو نه د هغوئ د ژور نفسياتى بصيرت تصديق هم کېږى او په خصوصى توګه ئې چې زما په باره کښې په يو نظم کښې کوم حقيقت څرګند کړے دے هغه زما د "اندرون" يوه ښکلې تصوير کشى ده او زه تصديق کوم چې دا زما په حقله يوه تاريخى رائې ده.

په دې نظم کښې چې هغوى ما سره د مينې او محبت د کوم نسبت اظهار کړے دے نو ماته د خپل يو ورک همدرد پته ولګېده چې دا څوک دے؟ او هغه ماته معلومه شوه چې دا ګوندې "اسرار د طورو" دے. لکه څنګه چې ما په دې شعر کښې پوښتلے دے:

چې ډېر ډېر مې قدروى په خپل صحبت کښې
غم شريک مې څوک پيدا شولو په دشت کښې
چې حالونه مو يو بل باندې ښکاره دى
ډېر خويونه د ائينو دى محبت کښې

 

ډاکټر پروېز مهجور خوېشکے

١٥ مئ ٢٠٠٦ء


 

بسم الله الرحمٰن الرحيم

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د پياوړى ليکوال او نوميالى شاعر اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کاليزې علمى څېړنيز سيمينار د اپرېل ٢٠٠٦ء په ١٩ او ٢٠ تاريخ په کابل کښې اوشو. د افغانستان د اساسى قانون له مخې دولت به د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړوى او په دې ټولو برخو کښې به علمى څېړنې هڅوى او ملاتړ به ئې کوى.

ماته د اپرېل په اولنۍ هفته کښې ستر اجمل خټک صېب ټيليفون وکړو چې تۀ به مونږ سره د کابل سيمينار ته لا ړ شې؟ ما فکر وکړو چې اجمل خټک د پښتون قوم د ازادۍ او سوکالۍ دپاره بې درېغه قربانۍ ورکړې دى. نن د افغانستان حالات ښۀ نۀ دى. ولې بيا هم په علمى او ادبى سنګر د پياوړى اجمل خټک د کار قدر کوى نو زۀ کۀ هر څو د بائى پاس اپرېشن چپو وهلے يم د خټک صېب په قافله کښې به ځم. هغوئ ماته په يؤ ټاکلى سرخط د مقالې ليکلو دعوت هم راکړو. بيا د خټک صېب ځوى ايمل خان خټک ما سره په فون تماس ونيوو. په ١٢ اپرېل ٢٠٠٦ء مې خپل پاسپورټ ايمل خان ته ورکړو. مقاله مې د اجمل خټک صېب په شخصيت وليکله.

¯

په ١٧ اپرېل ٢٠٠٦ء د ګل په ورځ د سحر اوۀ بجې د سپين جومات پېښور په خوا کښې د ټولو ملګرو جمع کېدل وو. ما په راحت اباد کښې منن[1] دى کره شپه وکړه. او بيا سحر اوؤ بجو له اشرف على په خپل ګاډى کښې سپين جومات ته ورسولم. سعديه بى بى، اطهر على او منن راسره هم وو.

ګران سيف الرحمٰن سليم د ګلوزو (پېښور) نه راغلے ؤ. د ٧٦ کالو دا ځوان زلمے بوډا د پښتو ممتاز شاعر دے. ګران طاهر افريدے راغلے ؤ چې د بوړه ايف ار د مير اکبر خان ځوى دے. د جرس مدير پاتې دے او ځانګړے افسانه نګار دے. سفرنامې ئې هم چاپ دى. ډېر ښۀ سړے دے. هغه د کراچۍ نه راغلے ؤ.

څلورم ملګرے شوکت شرار صېب انجينئر ؤ چې د سوات مينګورې نه راغلے ؤ. پنځم زۀ اسرار د طورو وم. په سروبۍ کښې روک شوے ووم خو بيا راته ښاغلى انورزېب مانېروال راياد کړل چې تۀ موجود ئې. ايمل خان هم راورسېد. کوچ تيار ؤ. بېګونه سمبال شو. پاسپورټونه ايمل خان راکړل. کوچ د اسلاميه کالج د ګېټ مخې ته د درې پروفيسرانو اباسين يوسفزى، پروېز مهجور او ډاکټر ياسين اقبال په انتظار کښې ودرېدۀ. دوئ پاؤ کم اتۀ بجې راورسېدل او د پاکستانى افسرانو روايت ئې قائم وساتۀ.

پروفيسر اباسين يوسفزے د خانپور ادينزو (دير) د برادرخان ملک ځوى دے. قابل استاد، شاعر او کمپيئر دے. د هر چا خوښ دے. په ټى وى ئې دنيا وينى او مينه ورسره کوى.

پروفېسر ډاکټر مهجور د پښتو اکېډمۍ پېښور غړے دے. د خويشکو (نوښار) د زرين خان ځوى دے. محقق دے. صوفى شاعر دے. نيک انسان دے.

ډاکټر ياسين اقبال د تولاندۍ (صوابۍ) د پرنسپل محمد يعقوب خان قابل ځوى دے. پى ايچ ډى ئې د سائنس په يوه شعبه کښې کړې ده. په ميټريل انجينئرنګ کښې مهارت لرى. د پښتو شاعر دے. په قام مئين دے. زما د ځوانى مرګ خورئى اشفاق د لوبو دا ملګرے ماته خپل خورئے ښکارى.

مونږ لس تنه په فلائنګ کوچ کښې طورخم ته ورسېدو. پاسپورټونه او بېګونه وکتے شول. يو صاحب چائے راکړې او په افغانستان وردننه شو.

¯

کلونه اوشو چې افغانستان د اور په لمبو سوزى او د هېواد مادى او معنوى وجود ئې په غم اخته کړے دے. ځوانان مړۀ، ودانۍ لوټې لوټې او مال حال تالا ترغه شو. که خارجى خواخوږى وو که وطن وال جنګيالى وو. د جهاد په نوم راغلى دوستان وو خو هېواد ئې برباد او قبيلې ئې بې کوره کړې. او بيا د مذهب په نوم وطن لا زيات کړون وليد. بيا نو په خارج کښې ناستو افغانانو ليکوالو دنيا ته خپل فرياد ورسوو. په امريکا، ناروے، جرمنى، پېښور او کوئټه کښې د افغانانو اخبارونه، مجلې او کتابونه چاپېدل چې د افغانستان دننه پس جنګى واکمنى ئې دنيا ته ښکاره کړه. او نن په افغانستان کښې د سوزېدلى ګلستان د بيا ابادولو کوشش په جمهورى طريقه کېږى. په دغه هېواد کښې انتخابات شوى دى. د قامى جرګې وکيلانو په ووټ وزيران ټاکلى دى. صدر حامد کرزئى قابل او قامى غړى د ځان صلاح کار کړى دى. د پوهاند سيد اميرشاه حسن يار غوندې تکړه عالم ته ئې د لوړو زده کړو د وزارت دنده په غاړه کړې ده. او د پښتو ژبې ستر محقق، نقاد او عالم زلمے هېوادمل ئې د مطالعاتى چارو صلاح کار ټاکلے دے. د دې دپاره چې په جنګ زپلى وطن کښې د زده کړې عمل ته په تُندۍ وده ورکړى. په دې ضمن کښې په مختلفو علمى، ادبى او سائنسى موضوعاتو د علمى څېړنې سيمينارونه کېږى او نوے مترقى اسلامى جمهورى افغانستان جوړېږى.

مونږ چې د طورخم په مقام افغانستان ته دننه شو نو وموليدل چې د دواړو غاړو نه خلق پاکستان او افغانستان ته ځى راځى. مونږ سره د افغانستان مامورينو په رَڼه ټنډه پخېر راغلاست وکړو. په نياز ئې چائے راکړې. د سرحد مسئول په خوږو خبرو ونمانځلو او په درناوى ئې د جلال اباد په لور په دوه کوچونو کښې رخصت کړو.

د ننګرهار والى طورخم ته زمونږ مخې ته خپل استازے رالېږلے ؤ. په جلال اباد کښې د قبائلى چارو رئيس محترم شاه پور خان صېب زمونږ استقبال وکړو. دغلته سفارتکار  بابرى صېب هم ؤ. غالباً د افغانستان په وخت يوه بجه د جلال اباد په ښار کښې مونږ ډوډۍ وخوړه، د ماسپښين مونځ مو وکړو او بيا ګاډو ته وختو. رئيس صېب راسره ؤ.

په جلال اباد کښې د حضرت باچاخان{ مزار دے. مونږ ټولو هلته حاضرى وکړه. يو قارى د کلام پاک تلاوت وکړو. بيا مو د بابا{دپاره د مغفرت دعا وکړه. د بابا{د مزار عمارت مرمت او ارائش غواړى. دلته د باباzپه نوم يوه ليسه جوړول پکار دى چې ورو ورو د پوهنتون درجې ته ورسى. دا کار په لره پښتونخوا کښې د بابا{د شتمنو عقيدتمندانو د وَسْ خبره ده. د هغوئ په ډله کښې داسې جاګيردار او سرمايه دار شته چې د افغانستان د زده کړو د وزارت سره تماس ونيسى او د باچاخان{ په نوم د هلکانو او جينکو دپاره يوه ليسه جوړه کړى. د باچاخان{په مزار شېرمحمد نومې يؤ څوکيدار مقرر ؤ. باچاخان{د ازادۍ مجاهد ؤ، مصلح ؤ، د صبر جنګ ئې کولو، د تشدد خلاف ؤ او ديندار پښتون مسلمان ؤ.

وړاندې د افغانستان د نوموړى شاعر استاذ ګل پاچا الفت{ قبر ؤ. د ګل پاچا الفت{ د پلار نوم ميرسيد باچا ؤ. مونږ د استاد الفت{ په مزار په جمع فاتحه وکړه. ګل پاچا الفت{ يؤ خندان ظريف طبع او د سمندر تل ته رسېدونکے ذهين انسان ؤ. زړۀ ئې د مينې ډک ؤ. نظم او نثر دواړه ئې ښکلى وو. بې کينې سړے ؤ. په خوئى خصلت او لفظونو کښې ئې ښکلا وه. الله پاک دې ورله مرتبي اوچتې کړى.

دلته رئيس صېب پاتې شو او مونږ وړاندې لاړو. په جلال اباد کښې د ننګرهار د قومى ټى وى نه ښاغلے نصير احمد صافى زمونږ ځينو ملګرو سره په اختصار خبرې وکړې او زمونږ عکسونه ئې واخستل. ما د ټى وى د نمائنده د يؤ سوال په جواب کښې ووئيل:

" زۀ محسوسؤم چې په خپل کور کښې ګرځم. مونږ د پېښور او مردان د سيمې پښتانۀ د کابل د درياب او د اباسين اوبۀ څښو او د دې دريابونو په اوبو خپلې زمکې اوبۀ کوو. زمونږ ژبه، نسل، کلتور او دين يؤ دے. مونږ د يؤ بل وروڼه يو. نو دا وطن راته خپل کور ښکارى."

هم دا ډول خبرې سليم راز او سيف الرحمٰن سليم هم وکړې. عموماً زمونږ د ټولو دغه ډول تاثرات وو. په جلال اباد کښې د پوهنځى يؤ استاد ته ما خپل دوه کتابونه ورکړل.

اوس مونږ سروبى ته په درينجکو روان شو. ما خپل يؤ لاس په سينه کلک ايښے ؤ او په بل مې وړاندينے سيټ کلک نيولے ؤ. ما سره د خپلې شلېدلې سينې غم ؤ خو چاته مې اظهار نۀ کوؤ. د غرونو سيل زما فکر ته مېدان فراخ کړے ؤ. چې سروبى ته ورسېدو نو څلورنيمې بجې وې. دلته مو اودس وکړو. بيا مو د مازيګر مونځ وکړو او شنې چائې مو نوش کړې. او بيا فلائنګ کوچ ته اوختو. مونږ ټول لس تنه وو. زما نه په شمېر کښې ځان ورک شوے ؤ. انور زېب انجينئر خبر کړم چې تۀ خو دا دے موجود ئې. او د خندا يوه لطيفه ئې ميندۀ کړه. اوس مونږ د لَته بَند په لاره روان شو. دا لار وه که سړک ؤ! د ټينک يا بلډوزر دپاره خو بده نۀ وه خو د ژوبل افغانستان په غاړو غرونو کښې د اسلام اباد د سړکونو توقع هم لېونتوب دے. دا کوږ ووږ سړک هم دم غنيمت ؤ. ما د ډرائيور نه تپوس اوکړو:

"باچا ستا نوم څۀ دے؟"

وئيل ئې "خان زاده".

ما وے "خان زاده تۀ خو زمونږ د مردان ژبه وائې".

"صېب زۀ ډېره موده په مردان کښې ووم".

" مردان کښې دې څۀ کار کولو؟."

" صېب ما به ټرک چلولو. کراچۍ پورې به تلم. ډېره موده مې خان زاده خان له غنم راوړل. دا ډېر ښۀ خلق وو. مزدورى به ئې په وخت راکوله او ډوډۍ به ئې هم راکوله".

"خان زاده! دا چې مونږ ئې په جلال اباد کښې زيارت وکړو دا بابا تا ليدلے ؤ؟" 

" او صېب دا خان ډېر نر سړے ؤ. ما ئې جنازه هم ليدلې وه. د ډاکټر نجيب زمانه وه"

"خان زاده! دا طالبان څوک وو؟"

" صېب والله دا خو رقم رقم خلق وو. په دوئ کښې د دې خاؤرې فرزندان وو. خفه کېږه مۀ. ستاسو د خاؤرې پښتانۀ پکښې وو. پنجابيان، ايرانيان او عرب پکښې وو. او نور خلق وو".

د لَته بند لار مونږ وار بې واره په لتو وهلو. د انور زېب نرۍ ملا خو دړدونه کول. دا ځوان سړے د ملا دړد بيا روستو هم ډېر په عذاب کړے ؤ. تبې نيولے ؤ.

زمونږ ډرائيور ډېر په هُنر او چابک دستۍ فلائنګ کوچ زغلولو. د ماښام مونځ به مونږ په بت خاک کښې کوو. په لار کښې ملا عمر کلے راغے. دلته د چينار د ونې لاندې د پلاسټک په کرسو کښېناستو. قهوه نوشِ جان شوه. دا يؤ ښکلے ځائے ؤ. چينې پکښې وې. په بت خاک کښې مو د ماښام مونځ وکړو. نو د بګرامۍ په اولسوالۍ ورغلو. او د بجلو په پړق پړوق کښې د موټرو په ګورم کښې د افغانستان په مرکزى ښار کابل وردننه شو. د کابل ښار غوړېدلے ګلزار ؤ. ښکته هم رڼاګانې وې او ګېرچاپېر په غرونو هم برقى چراغونه ځلېدل. اتۀ بجې د ماسخوتن مونږ د کابل افغانستان د عالى تحصيلاتو مرکز ته ورسېدو.

دلته محترم پروفيسر صابر خويشکى مُعينِ وزارتِ تحصيلاتِ عالى او رئيس د ليليه (مهمان خانې) مونږ ته په مينه او محبت پخېر راغلاست ووئيل او د اوسېدلو دپاره ئې کمرې راکړې. زۀ او ګران ډاکټر مهجور صېب د خويشکو (نوښار) چې د پښتو اکېډمۍ پېښور پروفيسر دے په يوه کوټګۍ کښې راغلو. دې کوټګۍ کښې د ضرورت فرنيچر ؤ او ورسره جُخت تشناب هم ؤ.

د کابل هوا خوږه او رُوح افزا وه. مونږ غسل اوکړو مونځ مو اوکړو، ډوډۍ مو اوخوړه او بيا اودۀ شو.

په ١٨ اپرېل ٢٠٠٦ء زۀ وختى ويښ شوم. د مانځۀ نه پس ناست ووم فکر اوړے ووم " دا په تېرو شلو پنځه ويشتو کلونو کښې په افغانانو څۀ تېر شول. مرګونه، لوټ، تالان، هجرت، د ابادو منزلونو او کورونو ورانول، نړؤل، سوزؤل. د پوهنځيو، ليسو او پوهنتونونو بندول او ورانؤل. د سپينو، تورو او غنم رنګه خارجيانو د دې غريب او ښکلى وطن په جمال اور لګؤل د ستم  ګرۍ يوه خونړۍ کيسه ده.

خو نن د افغانستان د بيا ابادولو هڅې کېږى. د نوى حکومت په جوړېدو تعليمى ادارې په غزېدو دى. په دغه تعليمى ادارو کښې په مجموعى ډول د زده کړې کوونکو شمېر په زرګونو دے. يوازې د کابل په پوهنتون کښې د محصلينو شمېره شپږو زرو هلکانو او جينکو ته نزدې شوې ده. د څلور سوو نه زيات استاذان پکښې کار کوى. دا تعليمى زيار جارى دے. په هرات، کندهار، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، جوزجان، بدخشان، کندوز، سمنګان او فارياب کښې تعليمى هلې ځلې روانې دى. دولت سره د پيسو پنګه کمه ده. د عمارتونو کار اټال دے. وران کورونه کنډر کنډر عمارتونه بيا جوړول غواړى. د امنيت مسئله هم ده. ما فکر کولو چې که افغانان يؤ ځل بيا په مينه او محبت يؤ بل ته غاړه ورکړى، د تورو، سپينو او غنم رنګه خارجيانو نه ځان اوساتى، ټولې قبيلې يوه جرګه يؤ ملت شى نو ډېر زر به دا ژوبل شوے ملک اباد شى. پرونے غم هېرول او د سبا فکر کول دى.

په ١٨ اپرېل ٢٠٠٦ء د مازيګر شپږ بجې ګاډى راغلۀ او مونږ د حفاظتى مامورينو په شرکت د کابل د ښار انټرکانټى نينټل هوټل ته لاړو. ګران اجمل خټک او ډاکټر خورشيد عالم په دغه هوټل کښې وو. ډاکټر راج ولى شاه خټک هم په خپل امتيازى مزاج د "لَته بَند" د لَتُو نه ځان بچ کړے ؤ. سليم راز د طبقاتى ټولنې د امتيازاتو نه پخوا هم ګيله من ؤ او نن هم دے. ما سره د خپلې شلېدلې سينې فکر ؤ. خو د اجمل خټک ضُعف او ناروغتيا لا زيات فکرمند کړے ووم. او په دې خبره بې انتها خوشحاله ووم چې د افغانستان دولت او د لوړو زده کړو وزارت په دولتى سطح د پښتون قوم د بې جوړې انقلابى شاعر او ممتاز نثرنګار د علمى او ادبى خدماتو قدر کوى او د پوهنځو او پوهنتون طالب علمان د هغۀ د علم او فکر او فن ځنې استفاده کوى.

د انټرکانټى ننټل په ډيوډۍ (Lobby) کښې ښاغلے اعتماد خان هم موجود ؤ. د اټک پټروليم لميټډ دا کنټرى ريپريزينټيټيو د اجمل خټک ملاقات له راغلے ؤ. دا صاحب په کابل کښې ملازمت کوى. دلته يؤ زلمے هلک ؤ چې د هغۀ مور شاعره وه. د خټک صېب ملاقات له ئې ځوى رالېږلے ؤ. خټک صېب هغه پېژنده. نوم ئې زما نه هېر دے. خټک صېب د ډاکټر خورشيد عالم د قربانۍ، د هغۀ د جدوجهد او د سليم راز د هلک وانۍ د جوش يوه واقعه بيان کړه. د کراچۍ په هفته وار اخبار کښې چا "حياناک" د باچاخان{ خلاف يؤ ازارى بيان ورکړے ؤ. سليم راز د اخبار دفتر ته د ملګرو سره لاړ او د باچاخان{په عزت ئې ننګ اوکړو. هغه بيان باز توبه ګار شو او په خپل پُوچ بيان ئې د ستومانۍ اظهار هم په دغه اخبار کښې چاپ کړو.

¯

دغلته مونږ وار په وار خپل شعرونه واؤرول. د انټرکانټ دغه لابى به زمونږ دا مشاعره او د ځنې شاعرانو لطيفې يادې ساتى. خټک صېب دې شعرونو ته يؤ دَمْ تازه شو:

تا چې زلفې راخورې کړې زړۀ مې خور شو
سودائى دې کړم د سوده مې زړۀ تور شو
ما ودان کابل په خوب کښې دے ليدلے
که تالا پکښې زما د کاکا
[2] کور شو

 

(اسرار د طورو)

په دغه مشاعره کښې د سيف الرحمٰن سليم غزل بوډاګانو کښې ځوانى پيدا کړه او د سليم راز د يؤ شعر مصرع خو سمه د کابل د مڼو مربه وه:

" زما خپله تجربه ده"

سليم راز د رڼا په طلب کښې هم د خپل خيالى چراغ نه علاوه بل چراغ پسې نۀ ځى. ځنې صوفيان خو نۀ په دېر وى او نۀ په حرم. بس په رڼا مئين وى.

اباسين د عام و خاص خوښ شخصيت دے. او په هره موقع د خپل تخلص حق ادا کوى. ډاکټر ياسين، ډاکټر خورشيد عالم او طاهر افريدى د يورپ خبرې کولې. او اباسين د "ياد ساته" په غزل کښې د نوابِ دير هغه دير په اباسين لاهو کړو. د لطيفه ګويۍ په حقله زما رائې دا ده چې د يؤ اديب او تعليم يافته پښتون په ژبه خواږۀ پاستۀ الفاظ راتلل ښه خبره ده. بيا پروفېسر خو زۀ Abbot ګڼم. نو د دو‌ئ په ژبه پاکيزه لفظونه ډېر ښۀ لګى.

په ١٩ اپرېل ٢٠٠٦ء د عالى تحصيلاتو د وزارت په مرکز کښې په يو لوئى هال کښې په نهه نيمې بجې د سيمينار افتتاح اوشوه. په ډپه د افغانستان د تعليم مرکزى وزير محترم پوهاند امير شاه حسن يار او د زده کړو د محکمې رئيسان، مسئولين او محققين پروفيسران ناست وو. د افغانستان اسلامى جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت دا سيمينار د نوميالى شاعر، پياوړى ليکوال او ټولنيز شخصيت اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کليزې د علمى څېړنيز سيمينار په نوم ترتيب کړے ؤ. دا د ١٣٨٥ لمريز کال د وري دېرشمه نېټه او د چارشنبې ورځ وه. د مجلس صدر زمونږ مشر ملګرے ښاغلے سيف الرحمٰن سليم ؤ. په خوا کښې ورسره ګران اجمل خټک ناست ؤ.

د قرآن عظيم الشان د تلاوت نه وروسته د افغانستان د اسلامى جمهوريت د جمهور رئيس پېغام پوهاند دکتور سيد امير شاه حسن يار (وزير تعليم) واؤرولو.

د پوهنې د وزارت پېغام ښاغلى محمد صديق پتمن واؤرولو.

د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوى د وزارت پېغام هم واؤرولے شو.

د کابل پوهنتون پېغام ډاکټر عبدالحئ نظيفى وړاندې کړو.

د کابل د روزنې او ښوونې د پوهنتون پېغام پوهنمل شېرزاد ووئيلو.

د ننګرهار د پوهنتون پېغام پوهندوى امان الله حميدزى راؤړے ؤ.

د دې نه پس محترم اباسين يوسفزى دد اجمل خټک په شخصيت يؤ ښکلے نظم واؤرولو.

دې ټولو شخصيتونو او ادارو د علم او ادب او د شعر او فکر په حواله او د پياوړى اجمل خټک د فولادى عزم او نۀ ستومانه کېدونکې پاکې انسانى جذبې په حواله د دې لوړ پښتون د فکر او خدمت څېړنې ته تبريکات وړاندې کړل. او د افغان قوم د ملى روايت مطابق ئې خټک صېب او د هغۀ ملګرو ته د مينې او ورورولۍ په ژبه تود هرکلے ووئيلو. په اخر کښې اجمل خټک په ناروغه وجود او په خوږه ژبه د افغانستان د اسلامى جمهوريت د رئيس اعلٰى حامد کرزى، د هغۀ د صلاح کار محقق اديب شاعر پوهاند زلمى هېوادمل، د ستر پوهاند دکتور سيد امير شاه حسن يار (وزير تعليم)، د دولت د همکارانو، د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو د عالمانو، پروفېسرانو او د افغانستان د ټولو وروڼو تشکر اوکړو چې هغۀ او د هغۀ ملګرو له ئې دومره عزت ورکړو. هغۀ په جذباتى انداز کښې ووئيل چې:

" زما مور او خور به په مزدورۍ پردې مېچنې اوړولې او زما تربيت ئې اوکړو."

هغۀ ووئيل زما دا نظريه او مفکوره ده:

چې نشه د استبداد لرى په سر کښې
ماته يؤ دے کۀ مغل دے کۀ افغان

 

هغۀ ووئيل " زۀ د ټولو قومونو د ازادۍ قائل يم. د ظلم خلاف يم. ظالم که مغل دے که افغان دے، زۀ د هغۀ مخالف يم." هغۀ زياته کړه " زۀ مظلوم يم او خارجيانو ته وايم چې تاريخ دروغ نۀ وائى. افغان هغه قوم دے چې په رضا به درسره دوزخ ته لاړ شى خو په زور ئې جنت ته هم نشئ بوتلے."

هغۀ زياته کړه چې "پاکستان اقبال ته څۀ څۀ نۀ وائى. اقبال وائى:

آسيا يک پيکرِ آب و گِل است
ملت افغان در آن پيکر دِل است

 

دا افغان ملت د ايشيا په وجود کښې زړۀ دے. که زړۀ بې قراره وى نو د ايشيا وجود به بې قراره وى او چې ايشيا کښې بې قرارى وى نو دنيا کښې به امن نۀ وى."

اجمل خټک ووې:

پښتو او فارسى د افغانستان غټې ژبې دى. دلته تاجک او ازبک هم شته. ترکمن هم شته. دا ټول افغانان دى. په دې ژبو تاسو ګېرچاپېر ګاونډيانو سره د ورورولۍ تعلقات جوړولے شئ. د لرې پښتونخوا اوسېدونکى ستاسو وروڼه دى. يؤ نسل، يوه ژبه، يؤ دين، يؤ کلتور لرو. پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان اؤ ترکمنستان، ټولو قومونو سره ستاسو ورورولى جوړېدے شى. دا ورورولى ستاسو په ګټه ده. دا ورورولى د ايشياء په ګټه ده او دا ورورولى د ګردې نړۍ په ګټه ده. نن دنيا ته د امن ضرورت دے. چې امن راشى نو ترقى به اوشى. زۀ خو رڼا وينم. ماته ښکارى. ستاسو مستقبل زمونږ مستقبل روښانه دے. ځکه زۀ وايم چې: