د ښاغلي گل شريف درې اثره د
چاپ په گاڼه وپسولل شول
د نوو كتابونو د پېژندنې په لړ كې درې
نوي آثار چې د ښاغلي گل شريف په زيار
چمتو او له چاپه راوتلي دي ، در پېژنو
:
۱
ـ طلايي متلونه :
دا اثر چې د حجم په لحاظ كوچنى خو له
عالي محتوى نه برخمن دى ، نږدې د
۱۵۰۰
نړيوالو او افغاني متلونو ټولگه ده . دا
ټولگه د څېړونكي
بسم
الله حقمل په تقريظ او د ژباړن په
سريزې پيل او د چاپ شمېر يې زر ټوكه
دى . په لوستلو كې د آسانتيا په خاطر د
مانا له مخې په جلا فصلونو ويشل شوى چې
لوستونكي كولاى شي د علاقې وړ متل په
بيړه پيدا كاندي . د يادولو وړ ده چې
ژباړن دا نړيوال متلونه په دومره ساده
ژبه ژباړلي چې د لوستو په مهال داسې
فكر كيږي چې گنې خپل د پښتو ژبې متلونه
دي .
۲
ـ گيدړې لېوه څنگه محاكمه كړ ؟
دا د ماشومانو لپاره كيسې د سرڅېړونكي
مير احمد گوربز او څېړونكي بسم الله
حقمل په تقريظونو او د ژباړن په سريزه
پيل شوى دى ، نږدې بينځلس نكلونه لري .
۳
ـ د ټوكو گوډى
پورتنۍ ټولگه هم د خوست د فرهنگيانو
د خپلواكې ټولنې د مشر څړونكي بسم الله
حقمل په تقريظ او د ليكوال په
سريزې سره پيل كيږي . په كتاب كې نږدې
پينځه سو ه ټوكې - ټكالې ژباړل شوې
او په خپل ځاى كې افغاني ورسره يو ځاى
شوي دي .
دا كتابونه كولاى شئ په مسكو كې د
89261071032 او په خوست ولايت
كې د 0700797967 تليفون
شمېرو سره د اړيكو نيولو له
لارې لاس ته راوړئ .



