|
« داغلي زړونه » شعرې ټولګه له چاپه راووته
«داغلي زړونه» د هيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي سميع الدين «افغاني »نوې شعري ټولګه چې زموږ د هيوادوالو د داغلي زړونو، هيلو او ارمانونو يوه وړه شانې بيلګه ده د چاپه راووته ٠ پدغې شعري ټولګې دهيواد نامتو علمي شخصیت ښاغلي څېړندوی حبيب الله« رفيع »صیب یوه ښکلې سریزه لیکلې ده او همدارنګه دوطن پيژندل شوې ليکوالې اوشاعرې ،اغلې «زرلښت حفيظ »چې زموږ د هيواد د ښځودنهضت يـــــوه با تور ه او په هيواد مينه شاعر ه اوليکواله ده د «داغلي زړونه» تر سرليک ليکنه کړې د ه٠ پدغې شعري ټـولګې د هیوادشاعر او ليکوال ښاغلي افضل« ټکور» صیب هـــم د ( زه دوهم يم ) تر سرليک ليکنه کړې اوپه اوسني عصر کـــې په کتابو نو د د سریزو د ليکلو اود افغاني صیب د شاعر ی په اړه یې خپل نظر څرګند کړی دی٠ دغه شعرې ټولګه په ښکلي د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې له خوا په ښکلي بڼه دچاپه راووته ٠ موږ« افغاني » صيب ته د هغه دنوي اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوی خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠ په درنښت د حق دلارې کلتوري ټولنه اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه |
