كتــــــــــــــــــــاب     ۱

 
 

محمد گل خان مومند  ( پښتــــو بابا )

:

ليکـــــــــــــــــــــــوال

دافغـــــــــــــــان ځوانــــــــانوادبي ټولنـــه

:

خپرنـدويه  ټولنــــه

مسكو ـــ روسيه  د۲۰۰۴ ز كال جولاى

:

د چاپ ځاى اونيټه


 د نثر لیکلو هنر چاپ شو

د نثر لیکنې په برخه کې د پښتو ادب د استاد اسدالله غضنفر لیکنې چې په بېلابېلو وختونو کې یې لیکلې وې، په یوه ټولګه کې چې د نثر لیکلو هنر نومېږي چاپ شوې. دغه لیکنې چې د استاد په وینا له ډېر پخوا یې د مجلو، غونډو او څېړنې لپاره چمتو کړې وې اوس په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په کتابي بڼه چاپ شوي دي. دغه ټولګه ټول ټال ۴۶ لیکنې لري چې په ښه کاغذ او ښه صحافت باندې چاپ شوي دي. دغه کتاب چې ۳۵۰ مخه لري د سیدانو د کلتوري ټولنې له خوا یې مالي ملاتړ شوی. هغوی په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب کې لیکل شوې ده لیکي، چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د اروښاد سیدمجیب احمد د مړینې د پنځم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی.

د کتاب په لومړی پوښتۍ په ښکلې بڼه د کتاب نوم چې «د نثر لیکلو هنر» دی لیکلی شوی او ورسره ځینې نور اړین انځورونه هم پکې ځای پر ځای شوي دي، د لومړۍ پوښتۍ په پای کې د لیکوال نوم ذکر شوی دی. په دویمه پوښتۍ کې د خپرندویې ټولنې نښان او نوم راغلی او ورسره د ای اس بي این نښه هم لګېدلې ده. دغه کتاب ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا دغه نښه توزیع شوې ده.

په دغه کتاب د استاد غضنفر د سریزې پرته د خپرندویې ټولنې یادښت او د سیدانو د کلتوري ټولنې یادونه هم چاپ شوې ده.

د استاد دغه ټولګه کولای شي د ادبیاتو، ژورنالیزم او ټولنیزو علومو د محصلانو لپاره ښه لاسوند وي. د یادولو دې وي چې د دغه کتاب لوستل او عملي کول د هر لیکوال دنده ده، او په ټینګار سره ویلی شم چې دغه علمي کتاب که ځوانان مطالعه کړي نو ډېر څه به ترې زده کړي.

د دغه کتاب مینه وال کولای شي دغه کتاب په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې او په نورو ولایتونو کې د همدې ټولنې له څانګو او نورو کتابتونونو ترلاسه کړي.


 (( خاموش فيلسوف))کتاب چا پ شو

دافغان لیکوال او فیلسوف ارواښاد استاد اسد آسمایي دیاد غونډې دمقالو ټولګه د(خاموش فیلسوف) په نوم په دې وروستیو کې دپکتیا پیژندنې دعلمي سیمینار په ویاړ دپکتیا د اوښتون کلتوري ټولنې له خوا په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راووت.

دغه کتاب دهیواد نامتو لیکوال،شاعر او ژورنالست علم ګل سحر تدوین کړی  دی، چې ټول ټال پکې څوارلس علمي مقالې دفلسفې او ادبیاتو په موضوع او دغه راز داستاد آسمایي د ناڅاپي مړینې په ویر کې د افغان کلتوري ټولنو دخواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

د(خاموش فیلسوف) کتاب د کمپوز چارې علم ګل سحر او دپښتي ډیزاین یې تکړه لیکوال او شاعر محمدداودتپاند سرته رسولې دي.

په دې کتاب کې دڅیړندوی محمد نبي صلاحي،جان محمد مخکښ،پوهنوال رسول باوري، استاد نجیب منلی، اصف بهاند، پروفیسور عیدالخالق رشید، عبدالغفور لېوال، علم ګل سحر،محمـدامین بسـمل، نور محمد لاهو  ، انور وفا سمندر، فاروق فردا، اسدالله بلهار جلالزي مقالې او داستاد آسمایي د ناڅاپي مړینې په ویر کې دعلم او ادب دخپراوي ټولنې پیغام، داستاد آسمایي دیوه دوست پیغام، د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ، د زرمت دادبي بهیر ،دافغانانو دکولتوري ټولنې،دقلم نړیوالې ټولنې دخواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

دغه کتاب دچاپ په لومړیو شپو کې د لوستونکو له تود هرکلي سره مخ شوی، دپکتیا داوښتون کلتوري ټولنه په پام کې لري خاموش فیلسوف کتاب د ځینو نورو مقالو په زیاتونې سره ددوهم ځل لپاره هم چاپ کړي.

پلوشه امین


  

دلنډو کيسو ټولګه(بې موره ) له چاپه راووته

په ناويانو مطلبـــــــونوپســـــــې ګرځي

چې خيالونه شاوخوا ځير ځيرکـاته کا

ښکاروي نــــــــوې نادرې معنـــى ګانې

دفکرونو شهبازان چـــــــــې الواتــــه کا

 

دځوان،تاند شاعر اوليکوال رفيع الله روشن په نازکو اوهنري ګوتو ليکل شوى ،دلنډوکيسو لومړنۍ ټولګه(بې موره)په ښکلي اواورنګينه پښتې د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه.

دغه ټولګه چې پرپښتۍ يې  ديوې کوچنۍ  داسې يو انځور کښل شوى چې مجبوريت اونهيلي يې له ورايه په رڼوسترګوکې ښکاري چې دکتاب له نوم سره ډېرښه سمون خوري،همدارنګه دکتاب پر شا  دليکوال ښکلى انځوراودښاغلي محب الله (الله يار)لخوا يې لنډ ژوندليک ليکل شوى دى.

په دغه ټولګه   دهېواد پياوړي ليکوال،شاعر او ژورنالېست قاضي محمد حسن حقيار،(دخودرويه غاټول وږمې) او.تکړه    شاعرې اوليکوالې زرلښتې حفيظ د(دالفت دګل بڼ نوى ګل)ترسرليک لاندې   ليکنې کړي  اودکيسه ليکلوپه فن کې يې  دښاغلي روشن هڅې، هاند اوانځورګري  دستاينې وړ ګڼلي ،چې هغه  يې لا هڅولى  ،دته يې دنېکمرغه ،روښانه ،له برياوو اوخوښو دډک سباوون  لرلو هيلې کړي دي.

دغه کتاب په داسې حال کې له چاپه راووت چې په دې وروستيوکې زموږپه هېواد کې دپخوا په انډول  لنډې  کيسې ته  دليکوالو، پام کم شوى دى .

 داکتاپ چې ليکوال   خپلې درنې مور ته ډالۍ کړى،دوه ويشت داسې لنډوکيسوته پکې ځاى ورکړ شوى دى ،چې اکثره يې واقعيت اودټولنې ددردونو انځورګري روښانه کوي ،په ١٤٠مخو نوکې په سپين کاغذ او ښکلي صحافت دخوست ولايت دمقام لخوا دزرو ټوکو په شمېر له چاپه راووت.

  دغه کتاب په ډېرساده نثر اوفصيحه  ژبه ليکل شوى    .اوپه کيسو کې  تلوسه  ساتل شوې ده

ښاغلى رفيع الله روشن دلنډوکيسوترڅنګ،ښکلي شعرونه،ادبي ټوټې،سياسي تبصرې اومقالې  هم ليکي،چې ډېرى يې په  ورځپاڼو،مجلوکتابونو،او زيات شمېر انټرنيټي سايټونوکې خپاره شوي دي.

 .

زه دلوى خداى په دربارکې ده  ته دلابرياووپه هيله  لاسونه لپه کوم.

شفيق الله  احمدزى


  شين خالۍ(ناول)

د شين خالۍ ناول چې د هيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي سميع الدين افغاني نوی اثر  دی له چاپه راووت ٠

د افغاني صيب پـــدې اثرد هيواد وتــلی شاعــر ، ليکوال او ادبـــي څيړونکي ښـاغلي شهسوار  سنګروال  يـوه څيړنيزه سريزه ليکلې اوهمدارنګه د «خپلې خبرې »تـــر سرليک لاندې د افغاني صيب خپلې لنډې خـــبرې   او پــه همدې  ډول ښاغلي نجم الدين  سعيدي «دشين خالۍ کيسه د انځوريزې شاعرۍ يوه ژوندۍ بيلګه» تر سرليک هم خپل نظر څرګند کړي دي٠

دا اثر په ښکلې د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې  له خوا په ښکلې بڼه له چاپه راووت ٠

موږ افغاني صيب ته د هغه دنوی اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوي خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠

په درنښت

د حق دلارې کلتوري ټولنه

اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه

د کتابونو د چاپېدو د زیریو په لړۍ کې نن یوه علمي او څانګیز کتاب ته وار رسېږي چې د یوه تکړه ځوان لیکوال په مټ او زیار د چاپ په ګاڼه سمبال شوی. هو دغه څانګیز قاموس «انجنیر جاوید کوټوال» ژباړلی او په ډېرو برخو کې یې اړینې زیاتونې کړي دي. یاد شوی قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی. دغه کتاب په ۴۵۰ شاوخواپاڼو کې چاپ شوی او ښکلې رنګه پوښتۍ لري. په لومړۍ پوښتۍ یې «د انجنیري فورمولونو قاموس» لیکل شوی او د هغې لاندې یې ژباړه په انګریزي ژبه لیکل شوې ده. همدا پوښتۍ د انجنیري وسایلو په انځورونو ښکلې شوې ده. د کتاب په وروستۍ پوښتۍ کې درمل صاحب د کوټوال په اړه څو کرښې لیکلي چې د پاسه پرې د کوټوال صاحب انځور اېښودل شوی.

د انجنیري څانګې پوهان دغه قاموس د برقي انجنیرۍ، سیول انجنیرۍ، میخانیک انجینرۍ، کیمیا او هوا ایستنې په برخه کې ګټور لاسوند ګڼي او زیاتوي چې د انجنیرۍ پوهنځي برسېره د اقتصاد او ساینس پوهنځي محصلین هم  ترې ګټه اخیستلی شي.

دا چې زه د دې برخې څانګپوه نه یم نو ځکه خپل نظر یې په منځپانګه نه شم ورکولی خو د علمي او څانګیز کتابونه چاپېدل د پښتو ژبې د بډاینې لپاره اړين بولم او د قلم له ټولو څښتنانو څخه غواړم تر څو خپل قلم د پښتو علمي-څانګیز کتابونو ته وقف کړي تر څو د پښتو ژبې د علمي پانګې لمن پرې ډکه شي.

تاسو کولای شﺉ دغه قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له کتابتونونو څخه ترلاسه کړﺉ، او که غواړﺉ د قاموس په اړه خپلې اړینې لارښوونې، نیوکې او وړاندیزونه له کوټوال سره شریکې کړﺉ، په لاندې برېښنالیک ورسره اړيکه ټینګه کړﺉ.

jawed.kootwal@gmail.com

زه د یاد شوي قاموس د چاپېدو له امله خپل ګران ملګري  جاوید کوټوال او ټول افغان ولس ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او لوی څښتن څخه غواړم چې د دغه ځوان لیکوال استعداد نور هم پیاوړی شي او خپل قلم د تل لپاره د علمي څانګیزو کتابونو لپاره وقف کړي.

 په درنښت
سیدعبدالله ولي زی


دښاغلي لېوال نوې شعري ټولګه ( ته زما ټوله شاعري يې ) څو ورځې دمخه په کابل کې د الحاج محمد حسن حسام په مالي لګښت د زرو ټوکو په شمېر خپره شوې . دغه ټولګه کابو اوه سوه (٧٠٠) مخونه لري اود لېوال ټوله چاپ او ناچاپه شاعري په کې خپره شوې ده . ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې د نوموړي څلور شعري ټولګې او درې منظومې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې دي .

م . محبوب

 «سبا به ناوخته وي» کتاب چاپ شو

سبا به ناوخته وي« د افغانستان دثبات او پرمختيا څو مسلې» کتاب چې ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکلی او  دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی، د لوستونکو د لوستنې لپاره اوس تیار دی

 دا یو ډیر ښه زیري دی  چې له دې خبر شو چې په دغه کتاب د علمي پوهې په محدوده کې زموږ تنده ماتولای شي؛ او زه د دې زیري رسول تاسو ته اړين بولم؛ او غواړم څو کرښې د کتاب د چاپېدو په مناسبت ولیکم .

 کتاب په ۱۵۴ مخونو کې په ښکلي او ښه کاغذ چاپ شوی او پښتۍ یې په رنګه کارډ کاغذ کې چاپ شوی؛ او پکې  یوه سریزه، یوه پایله او ۲۲ بیلابیلې لیکنې یو ځای شوي دي؛ چې ټولې د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره تړاو لري . د هرې مسلې سببونه سپړل شوي؛ بیا یې د حل لارې هم په نښه شوي، او چارواکواو مسولانو ته پکې مشخص وړاندیزونه شوي او ترې غوښتل شوي دي؛ چې که د دغو مسلو حل ته نن اقدام و نه کړي او معقولې، علمي او عملي پالیسي ګانې ورته جوړې نه شي؛ نو سبا به ناوخته وي . د هرې موضوع په باب ارقام، حقیقتونه، مثالونه او ملي او بین المللي تجربې هم ذکر شوي؛ چې لیکنو ته یې یو مستدل او منطقي شکل ورکړی دی . لیکنې په احساساتي او د ورځې مود ګرمونکې او راپارونکي ډول نه دي لیکل شوي؛ بلکې برعکس په استدلال، د مالوماتو او مثالو په وړاندې کولو، حوصله او سنجش لیکل شوي؛ او لوستونکي هم دغه ډول له ځان سره بیايي .  کتاب د ثبات، توازن، انکشاف، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، ملت جوړونې او نورو موضوعاتوپه باب بیخي نوي مالومات وړاندې کوي .

 د دې کتاب په سریزه کې ډاکټر صاحب لیکي:

« په افغانستان کې ...... د دې دوامداره بې ثباتيو او ورانيو اساسي علتونه څېړل پکار دي او د هغو په وړاندې د داسې تدابيرو نېولو ته اړتيا ده، چې دا هېواد نور کرار، با ثباته او ولس يې نېکمرغه شي .نن سبا په هيواد کې د بې ثباتۍ او کمزوري دولت د ستونزو په باب پوښتنې هر چېرته اورېدل کېږي . ددې کتاب لومړنۍ ليکنه زياته پر دې پوښتنه متمرکزه ده، چې ولې افغان دولتونه کمزوري او هيواد زياتره بې ثباته وي، نورې لېکنې يې په اوږده موده کې د حل په لارو تمرکز کوي، چې که نن د هرې يوې په باب روښانه پاليسي او پلانونه جوړ شي، د هيواد له پرمختګ او د دولتونو له پياوړتيا او دايمي ثبات سره مرسته کوي او که نن دغه کار ونه شي، سبا به ناوخته وي او بيا به زموږ سترې ستونزې لا ډېرې وي، چې د هېواد د لا بې ثباتۍ، د ولسونو تر منځ د بې باورۍ او ژورو ټولنيزو او سياسي ستونزو سبب به شي.»

 لیکوال په خپله سریزه کې لاندې هیلې کړي دي :

« هيله لرم افغان مشران او پا ليسي جوړونکي دومره وخت پيدا کړي، چې دا لنډې ليکنې ولولي، او د اړوندو برخو چارواکو ته لارښوونې وکړي، چې په خپلو برخو کې جامع او اړينې پا ليسي ګانې او پلانونه ورته جوړ او پلي کړي. همدا راز هيله لرم افغان ځوانان دا کتاب په مينه ولولي او د هېواد د نن او سبا د ستونزو د حل لپاره ترې انګېزه واخلي .»

 د ډاکټر صاحب یوازې دغه کتاب نه؛ بلکې د ده سره ناسته او ولاړه هم ځوانانو ته ډېر داسې څه ور زده کوي چې په ريښتینې توګه ورته اړتیا لري . که غواړئ چې د افغانستان دثبات او انکشاف په برخه کې اړین او ویښونکي مالومات ترلاسه کړئ؛ نو خامخا دغه کتاب ولولئ. د دغه کتاب په ډېرو لیکنو کې ډېر ښه منطقي دلایل د قناعت ورکولو لپاره راغلي چې د ځوانانو سره د منطقي بحث او نه احساساتي کېدو په برخه کې مرسته کوي .

 تاسو کولای شئ دغه کتاب د دانش خپرندویې ټولنې څخه په لاندې پته او له نورو کتابتونونو څخه هم ترلاسه کړئ : د څلورمې حوزې څلور لارې، مروارېد هوټل ته مخامخ، ملي مارکیټ، کابل یا هم دانش کتابتون، د پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ، احمدي پلازه، میوند واټ-کابل .

 باید یاده شي چې دغه کتاب به ډېر ژر د افغانستان د لوړو زده کړو په پورتال کې په پرلیکه بڼه هم ولوستی شئ.

 په پای کې زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله ټول افغان ولس په ځانګړې توګه افغان ځوانانو، د کتاب مینه والو او خپله ډاکټر صاحب محمدابراهیم شینواري ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی څخه د ډاکټر صاحب د لا بریاوو او لاس ته راوړنو په تمه یم . په دې هیله چې د ډاکټر صاحب قلم همداسې فعال پاتې شي؛ تر څو افغان ولس ته ژر ژر داسې زیري ولري .

 په کتاب کې تر سریزې وروسته لاندې عنوانونه راغلي دي :

کمزوري دولتونه؛ بې ثباته هیواد؛

د افغانستان په ثبات، توازن او انکشاف کې د اسلام رول؛

آيا زموږ ملي هويت ټينګ دى که لړزاند؟

په افغانستان کې د ژبو مسئله؛

اقليت او اکثريت؛

متوازن انکشاف؛

د ښځو او نجونو پوهنه او کار؛

کادري توازن؛

د ديني او عصري زده کړو مسئله؛

آيا موږ د ښار او کلي توپير له منځه وړلاى شو؟

د نفوسو د بې کنټروله زياتېدو په وړاندې څه پلان لرو؟

آيا چټکې ښاري کېدنې ته تیاری لرو؟

په افغانستان کې ملت جوړونه؛

له تشدد نه ډکې لانجې، د لانجو مخنيوى او ملت جوړونه؛

آيا دلته د حکومت يوازې يو ماډل بريالى دى؟

آيا افغانان جګړه مار دي، جنګيالي که د عدم تشدد لارويان؟

تر ډيورنډ کرښې ها خوا زموږ نه بېلېدونکې برخه که تېر شوی تاريخ؟

يو څاڅکى اوبه په کومه بيه؟

آيا افغانستان د يو بې طرفه هېواد په توګه تضمينېداى شي؟

بهرنۍ مرستې: سېروم که سنډروم؟

آيا نړيوالتوب فرصت دى، چېلنج که خطر؟

آيا نړيوال په افغانستان کې سوله غواړي؛ که جګړه؟

آيا افغان مشران ملت ته هيله ورکولاى شي?

نتيجه

 په درنښت

سیدعبدالله ولي زی


 د دانش خپرندویه ټولنه  د کتاب مینه والو ته زیری ورکوي چې د پوهنمل محمود نظری د«د قیامت نښې»  کتاب په ښه صحافت،  په زرو ټوكونو كې خپور او بازار ته وړاندې شوی دی  . په دې کتاب کې د قیامت په اړه  د ټولو دینونو باورونه او عقیدې په ګوته شوی دي  او د قیامت د نښو په هکله هراړخیزمالومات را ټول شوی دی.

مینه وال کولی شي دا کتاب په  دی لاندې پته تر لاسه کړي

اســــد دانـش مطبـــعه

د څلورمې حوزې څلور لارې، مرواريد هوټل ته مخامخ

ملي ماركېټ، كابل

Cell: 0700-449298/0799-209272

دانش كتابتون، پخته فروشۍ كوڅې ته مخامخ،

احمدي پلازه، ميوند واټ، كابل. ټليفون: 0771144317

Email: danish2k2000@yahoo.com

WWW.DANISHPRESS.COM


 

داتمانزى (چارسده) دسيمې دځوان اوتکړه شاعرنويدجان راهي شعري مجموعه زماغزل کې ستاتصويردى په دوهم ځل  په   ١٢٠  مخونوکې د  ١٠٠٠  ټوکه په شمېر چې تازه له چاپه راوتلې ،  ١٤٠  غزلې او ٥ نظمونه لري . سريزه يې   اباسين يوسف زى اواکرام الله ګران ليکلې ده .

تليفون  :  ٠٠٩٢٣٣٢٩٥٠٠٧٨٣

rafiullah.mandokhail@gmail.com


 

د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د دویم ځل لپاره
 او ۹ نور کتابونه په دې اونۍ کې چاپ شول!

د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود چې مخکې  په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوی و، دا ځل دغه کتاب مستقبل خپرندویې ټولنې د دویم ځل لپاره چاپ کړ. دغه کتاب ما سیدعبدالله ولي زی لیکلی او د استاد اسدالله غضنفر، پوهندوی عبدالاحد مسلم او ډاکټر سیدنصیر احمد سمونو او وړاندیزونه ترې بشپړ علمي کتاب جوړ کړی. دغه کتاب به زموږ له ماشومانو سره داسلامي ارزښتونو د زده کولو په برخه کې مرسته وکړي چې په ټولیزه توګه په دغه کتاب کې د اسلام پنځه ستنې په بشپړه او لنډه توګه په انځوریزه بڼه تشریح شوي دي. برسېره پر دې تاسو کولای شئ په دغه کتاب کې د قرآن کریم د تلاوت آداب، د یووالي (توحید) په اړه مالومات او د سهار او ماښام دعاګانې ولونئ.

په دویم چاپ، کې د لومړي چاپ ډېرې ستونزې حل شوي او اړینې سمونې پکې شوي دي، عربي متنونه په ښه او ښکلې بڼه پکې لیکل شوي دي. دا کتاب به ډېر ژر د افغانستان د لوړو زده کړو په پورتال کې په پرلیکه بڼه ولونئ.

مستقبل خپرندویې ټولنې د دغه کتاب د چاپېدو تر څنګ په دې اونۍ کې ۹ نور پښتو اسلامي کتابونه هم چاپ کړي چې نوملړ یې دلته تاسو ته وړاندې کوم:

Ø      روغتیا بښونکي عادتونه د آغلې جمیلې همت ژباړه

Ø      سیدجمال الدین افغاني اند او ژوند د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه

Ø      د لویدیځ مشران وايي: اسلام او مسلمانان له منځه یوسی د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه

Ø      د حق او باطل په جګړه کې الهي سنت د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه

Ø      د حق او باطل د جګړې په هکله ۲۵ مقالې د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه او ټولونه

Ø      په اسلامي علم او ادب کې پسوللي ښځې د آغلې ډیوې همت لور لیکنه

Ø      اسلام د دوه لاري په سر د ښاغلي  عبدالمالک همت ژباړه

Ø      د حق او باطل جګړې تاريخي حقایق، پایلې او عبرتونه د ښاغلي عبدالمالک همت لیکنه

Ø      مسیحیت له توحیده تر تثلیثه د محمد شفیق جاوید راټولونه او لیکنه

پورته یاد شوي کتابونه د خورا ارزښت خاوندان دي او د اسلامي امت په تېره بیا د پښتنو د راويښولو لپاره غوره کتابونه ګڼل کېږي. چې د پښتو ژبې د علمي پانګې په بډاینې کې لویه لاسته راوړنه ده. زه د پورته یاد شویو کتابونو د چاپېدو له کبله ټول اسلامي امت، پښتون ولس او د دغو کتابونو لیکوالو، ژباړونکو او ټولونکو ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی څخه دوی ټولو ته د نورو علمي لاسته راوړنو هیله لرم.

له نورو ټولو درنو پوهانو، د قلم څښتنان او خپرندويو ټولنو هیله کوم چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره همدا شان په اونۍ کې ۲ یا ۳ کتابونه چاپ کړي ترڅو زموږ ژبه د علمي پلوه ډېر ژر یوه غني ژبه شي.

دغه کتابونه تاسو کولای شئ د مستقبل خپرندویې ټولنې په څانګو او د هېواد په نورو کتابتونونو کې ترلاسه کړئ.

په درنښت

سیدعبدالله ولي زی


 

د« له ټولو پوروړی» په نامه سیاسي طنزی ټولګه چاپ شوه

 د دانش خپرندویه ټولنه  دطنز مینه والو ته زیرۍ ورکوي چې د هیواد تکړه طنز لیکونکی  پوهنمل  محمود نظری  اتمه طنزی ټولګه یې په ښه صحافت،  په زرو ټوكونو كې خپره او بازار ته وړاندې كړه ده.
 د طنز مینه وال کولی شي دا کتاب په  دی لاندې پته تر لاسه کړي.

اســــد دانـش مطبـــعه

د څلورمې حوزې څلور لارې، مرواريد هوټل ته مخامخ

ملي ماركېټ، كابل

Cell: 0700-449298/0799-209272

دانش كتابتون، پخته فروشۍ كوڅې ته مخامخ،

احمدي پلازه، ميوند واټ، كابل. ټليفون: 0771144317

Email: danish2k2000@yahoo.com

WWW.DANISHPRESS.COM    


 د ځوان شاعر ښاغلي طالب منګل
شعري ټولګه (سپوږمې ژاړي)چاپ شوه

 د ځوان شاعرطالب منګل شعري ټولګه ((سپوږمې ژاړي)) له کابل نه صميم ادبي  ټولنې په ښه صحافت، رنګه پښتۍ، سپين كاغذ، په يو زر ټوكونو كې خپره او بازار ته وړاندې كړه..

نوموړې ټولګه يو سل پنځه دېرش(١٣٥) مخونه لري،  چې په کې غزلونه اونظمونه چاپ شوي دي

كه څه هم دمنګل صيب شاعري له څو كلونو راهيسې په هېواد كې د ننه او له هېواده د باندې په چاپي خپرونو او ګڼو پښتو انټرنېټ پاڼو كې خپريږي، خو په كتابي بڼه يې دا لومړۍ شعري ټولګه ده.

کله چې د پښتو پاڼو له لارې د منګل صيب شعرونه خپرېدل نو هغه په ډېر کم وخت کې خپل شهرت  د ننه په هېواد او بهر کې لاسه ته راوړ،خو دی د نور وځوانانو پر خلاف خپل شهرت دومره نه خوښوي.

  دامريکا متحده ايلاتو په (واشنګټن )ښار کې فرهنګپال ورور داوود شاه هلمندوال  دښاغلي منګل له شعر سره دخاصې  مينې له کبله   دې ته ورودنګل چې د خواږه شاعر شعري ټولګه  چاپ او د خلکو تر لاسونو يې ورورسوي.

ښاغلی طالب منګل دخوست اوسيدونكى دى او له نهو كلونو راهيسې په ژورنالېزم كې د بوختيا ترڅنګ شاعري هم كوي، د شاعرۍ عمر يې ښايي له ژورنالېزمه اوږد وي،ښاغلي منګل ته خدای ښه غږ ورکړی او دخپل خوږ غږ او شعر لاامله ډېر مينوال لري.

ډېر شعر پېژندونكي، چې د منګل شعرونه يې لوستي او يا اوريدلي دي، پدې اند دي، چې منګل د ځوانو پښتنو شاعرانو په ليكه كې يو سرلارى او نوښتګر شاعر دى.

ښاغلى منګل نه يوازې چې شاعر دى ، بلکې يو ښه ژورنالېست او ليکوال هم دى او په دې برخه کې داسې په تول برابر ناچاپ(۴) اثار لري چې د ټولنې دردونه ، کړاونه ، ځورېدل ، او نيمګړتياوې يي په ډېر هنر سره د قلم په پسته ژبه ځاى پر ځاى کړي دي او انشاالله چې دا به هم ډېر ژر د چاپ پر ګاڼه وپوښل شي او ستاسو تر خوږو لاسونو به درورسيږي .

 هېره دې نه وي چې ښاغلي طالب منګل يو بل د شهکارۍ ګام هم د پښتو ژبې د بډاينې لپاره اخيستى دى ، چې هغه ګام دې (درې سوه منګل کرښو) په نوم، د يو داسې چوکاټ ايښودل دي ، چې تر اوسه پورې زموږ په پښتو ژبه کې نه شته او نه هم ليدل شوى دى .

 کله چې دا  (منګل کرښې )د نېټ له لارې خپرې شوې نو د ادب پېژندونکو او د ادب د مينوالو له خوا دتود هرکلي سره مخامخ شوې.

ددغو (درې سوه منګل کرښو)د چاپ او خپرولو ژمنه هم درسره کوو چې انشاالله دا به هم ډېرې زر چاپ او خپرې شي ، تر څو ستاسو ادبي تنده پرې خړوبه شي .

ددغو (درې سوه منګل کرښو) د چوکاټ ايښودو او دشعري ټولګې (سپوږمۍ ژاړي)مبارکي ټولو،شاعرانو،لــيکوالانو،اود ادب مينوالو ته د زړه له اخلاصه وړاندې کوم.

هېره دې نه وي چې تاسو دا شعري ټولګه(سپوږمۍ ژاړي) د هېواد په هر ولاېت کې تر لاسه کولی شی.

 ويبلاک: http://talibmangal.blogfa.com

ايمل ادرس : talib.mangal@yahoo.com

 رفيع الله زيار
خوست
    


 زه په ((زه)) پسې ګرځم

د پښتوپه ادبي نړۍ کي يوبل کتاب خپورسو ،دکتاب نوم دی ، زه په ((زه)) پسې ګرځم ، نوموړي کتاب يوه نوې موضوع تر بحث او څيړني لاندي نيولې ده ، چي دهر چاه دپاره به په زړه پوري وي.

نوموړی کتاب يوولس فصله لري ، چي هرفصل يې يوبانډاردی. ليکوال په دغوبانډارونوکي هڅه کوي،چي د خپل خيال انډيوال سره يوځای خپل ريشتنی زه پيدااوکشف کړي.هغه خپل انډيوال ته وايي :چي زه په هر ځای او هروخت کي پسې ګرځم.هم دننه کتابوکي،هم دباندي په کوڅواوبازاروکي پسي ګرځم.هم په خپلد ځاني تجريبوکي،هم دنورو په مفکورواونظريوکي پسي ګرځم.هم په نفس او ځان منني کي،هم په جسم اودماغ کي پسي ګرځم.هم دنه فکرکولو په ټپ ولاړ حالت کي اوهم دزړه په تل اوانساني فطرت کي پسي ګرځم .

ليکوال وايي: چي زه په((زه )) پسي ګرځم اوبيا زياتوي چي دغه دوهم ((زه)) چي ما په غټوتورو ليکلی اوپه قوسينوکي مي نيولی دی اواوس  په دغه کتاب کي ور پسي ګرځم ، هغه يوازي زما دپاره نه ،بلکي دهر چا دپاره يوزه دی.هغه يو اصل ((زه)) دی.او په دې ارزي چي هرڅوک ورپسي وګرځي،هغه کشف او پيداکړي. او بيا ووايي:راځی چي موږ ټوله يوځای اوپه ګډه ورپسي وګرځو.

ننګيالی بڅرکی


معصومه څېره د هغه کتاب نوم دى چي  ارواښاد عبدالصمد روحاني  ته ويل سوي ويرني پکي راغونډي سوي دي  دا کتاب هلمند کلتوري ادبي ټولني چاپ کړى  چي راټولوونکى يې  د همدې ټولني مخکښ غړى  شامحمد درويش ((خوندى)) دى  نومړي وويل چي دا کتاب يې د ارواښاد روحاني سره د بې کجي ميني او مګرتيا زيږنده ده 

ښاغلي درويش زياته کړه چي دا يوازي دده نه بلکه د ټولو هلمنديانو غوښتنه وه چي د روحاني د ياد د ژوندي ساتلو لپاره دي داسي يو ګام پورته کړل سي

نومړى وايي ((روحاني بۀ ماته درويش لالا ويل ياني خالي درويش يې نه راته ويل او د مشر ورورغوندي به يې عزت راکوئ ، دا زما د روحاني سره زياته مينه او خلوص وو او بل دا د ټولو هلمنديانو غوښتنه وه چي له نيکه مرغه دا کار ما وکړ ))

نومړى کتاب د ارواښاد روحاني د ملګرو په خاصه توګه د فرهنګ پالو او ژورنالستانو د تود هرکلي سره مخ سو د ارواښاد روحاني کشر ورور حضرت محمد محمدي ددې کتاب په اړوند وايي څه وخت چي ددې کتاب د چاپ خبر ورکړل سو له خوښۍ يې ځآن نسو کابو کولاى

(( څه وخت چي ماته درويش صاحب ټليفون وکړ چي راسه د روحاني کتاب چاپ سوى دى زه پر موټر سايکل سپور موم دومره خوشحاله وم ما ګمان کاوه چي په تياره کي سپور يم ، چي کتاب مي و کتى ډير ښه چاپ سوى وو او ډيره خواري وربآندي ختلې وه چي د ټولو نه مننه کوم ))

ښاغلى محمدي زياتوي هغه وخت زيات خوشحاله کيږي چي څوک د روحاني د ياد د ژوندي ساتلو په اړوند څه وليکي

(( که څوک ووايي چي ما روحاني باندي راپور جوړ کړى يا مي د هغه په ياد کي شعر ليکلي او يا مي ليکنه کړې دومره خوشحاله کيږم که ټول افغانستان هم راکړي نه ورباندي خوشحاله کيږم ))

نومړى کتاب په ډير ښۀ کيفيت په کويټه کي د صحاف نشراتي موسيسې لخوا چاپ سوى پر پښتۍ د غروب انځور سړي ته د ارواښآد روحاني شهادت ور په زړه کوي په ياد سوي کتاب کي پر سريزو سر بيره  لسګونه مرثي شعرونه چي د هلمند ، افغانستان او ان د نړۍ د يو شمير هيوادونو څخه راليږل سوي دي ځاى لري

 د شعرو راټولوونکى دکتاب په سريزه کي وايي نېت يې لاره چي د روحاني د خپلو شعرونو يوه ټولګه چاپ کړي خو يوازي يې د ارواښاد درې شعرونه موندلي  چي د همدې کتاب په پيل کي ايښودل سوي

ارواښاد روحاني  په هلمند کي د بي بي سي او پژواک خبريالي کول چي د ١٣٧٨کال د جوزا پر ١٨مه د لښکرګاه له زړه څخه نادرکه او په سبا ياني د جوزا پر ١٩ مازديګر مهال يې مړى د بولان په هديره کي و موندل سو

تر دا مهاله د روحاني دياد د ژوندي ساتلو په موخه بيلابيل کارونه تر سره سوي لکه  په هلمند کي د روحاني په نوم د يوې  ښوونځۍ نومول ، په لندن کي د شهيدانو پر څلي د ارواښاد روحاني خښته ور زياتيدل او د پژواک خبري اژانس په دفتر کي د روحاني په نوم يوه سټډيو نومول دي  چي معصومه څېره يې په خپل ډول کي لومړى دى  او ددې تر څنګ د انټرنيټ په يوشمير پاڼو کي هم  ورته ځايونه ځانګړي سوي دي

که څه هم دولت ژمنه کړې وه چي د روحاني قاتلين به نسي خو تر دا مهاله يې په ښکاره ډول څه نه تر سترګو کيږي .


د سولی د ورځې په ویاړ  چاپ شوى کتاب !

زموږ جنګ ځپلې  ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري  بلکه  د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، له بده مرغه  دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو  تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم  ډیره منفی اغیزه کړې  او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم  ،ورورګلوۍ  او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې  او لاس نیوی  روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه   ډیره کمزوری کړې ده .
د هیواد اقتصادي راغونې لپاره بهرنۍ مرستی هم پکاریدلی شي خو د ټولنی ذهني راغونه  بیا یوازی د افغانانو کار دې پدی لاری کی هیڅ  کوم بهرنۍ هیواد زموږ مرسته  نشي کولې د ا د هیواد د هر شاعر لیکوال
ژورنالیست او د ټولنې د ړوند آندي ملی او اسلامی دنده ده چی  دا ملي  ارزښتونه  بیرته راژوندی کړي او په  هیوادکی دسولی او امنیت دراتلو پخاطر خپل ټول قوت پکار واچوي  پری نیږدي  زموږ دا  ویجاړ  وطن نور هم د جنګ په سرو لمبو کی وسوزي او د هری ورځې په تیریدو سره د کونډو رنډو او یتیمانو په شمیر کی نور هم زیاتۍ راشي.

د سولی پیغام کتاب زموږ  د جنګ نه راوتلی رنځوری  ټولنی کی د سولی او ورورګلوي د پیغام د خپرولو په
موخه د
سپتامبر د ۲۱ می  د سولی د بین المللي ورځی په ویاړ خپره  سوې ده، پدی کتاب کی د حفیظ الله خالد یو شمیر پښتو او دری شعرونه او لیکنۍ چې  وطن کی د سولی، پخلاینۍ او روغې جوړې  د ضرورت په اړه دي  راټول سوي  دي ، دا کتاب په ۹۰ مخونو کی د دانش د خپرندوی ټولنې لخوا  په ډیر  ښه  صحافت له چاپه راوتیلی ده ،  څرنګه چی لیکوال د کتاب په سریزی کی هم ورته  اشاره کړې د کتاب اکثر لیکنې  د هیواد دپیښو په مقابل کی د لیکوال  غبرګون او د زړه آواز ده. د بیلګی په توګه کله چی هغه اوري دهیوا  د ښوونځي  چې  د وطن راتلونکی نسل د ښوونی او روزنی ځای دی په بیرحمۍ سره  سوزول کیږي اویا خبریږي  چی د بلیونونو ډالرو بهرني مرستو او بین المللی ټولنې  په موجویت  کی د هیواد په ځینو سیمو کی  زموږ هیواد وال د بیوزلۍ او نیستي نه  د وچی ډوډۍ د اخستلو وس نلري او دی ته مجبوریږي چی د ډوډۍ پرځای واښه وخوري  خالد لکه خپلو نوروهیوادوالو  د خپل وطن  پدی  ناوړه حالت ځوریږي او د وطن حال تر عنوان لاندی  خپل غبرګون د داسې زړه بوګنونکو  پیښو په  مقابل کی  د نظم په ژبه داسی بیانوي  :

هرښوونځې چی په وطن کې نن سوځیږي
زړه می اور واخـــل
ي هـــډونه می ویلیږي
چې د ولږې نه انس
ـان هلته واښه خــوري
څنــګه ستوني ن
ـه بـه زمــا ډوډي تیریږي    ....

همدا رنګه   حفیظ  خالد د هیواد په ځینو نورو تراژیدی پیښو چی په لسګونه کورنی یی د غم په تغر کینولي  د نظمي لیکنو له لاری خپل  اعتراض پورته کوي  او د جنګ د ټولو ښکیلو غاړو نه  غواړي چی نور دی زموږ  دی سوزیدلي بڼ ته اور نه اچوي..

 د کتاب مینه وال کولی شي  د سولی پیغام  له لاندنیو پتو  ترلاسه کړي :

 په کابل کی د  دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری

د  ویانا په ښار کی  د آریانا پلورنځي  د ویانا د ښار شپاړسمه ناحیه

په نورو هیوادونو کی زموږ ګران هیوادوال کولی سی د کتاب د لاسته راوړلو لپاره د هسکو بشري ټولنی سره په تماس کی شي د کتاب د پیرودلو عاید به د هسکو د خیر ښیګڼی د ټولنی له لاری افغان بی پلاره او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لار ه کی  وکارول شي .

د هسکو د ټولنی ویب پانه:


www.help-afghan-school-children.org
د ټولنی بریښنا لیک :

hasco@chello.at


دا شعري ټولګه چې د خښي کولتوري ټولنې په زيار او د دې ټولنې د مشر او ادبپال شخصيت الحاج عبدالوکيل "اټک" په مالي لګښت خپره شوې، څه د پاسه ١٤٠ مخونه لري او د نوموړې خوږژبې پښتنې شاعرې د تېرو څلورو شعري ټولګو د غور چاڼ تر څنګ نوي شعرونه هم پکې شامل کړاى شوي دي. د دې شعري ټولګې د ارزښت او هنري جوړښت په اړه ډاکټر محمد زبير حسرت او فيض الوهاب فيض ليکنې کړې دي چې په ټولګې کې شاملې کړاى شوې دي.

د "له ما نه مۀ بيلېږه" د ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د اسد دانش کتابتون او نورو پلورنځيو او خښي کولتوري ټولنې سره تماس نيولى شئ.



 



 



 



 



 



 



 



 



 

دا کتاب د ځوانې ژورنالیستې مریم وكيلي كښلى  دی چې  په المان کې يې خپلې زدکړې د‌ډیپلوم په اخیستلو سره پای ته رسولې دي .

ددې کثاب نوم دی :

Journalism Afghan Style

Besonderheiten Afghanistans Medienlandschaft und ihre 

ددی  کتاب پلټنې او څیړنې په ۲۰۰۵کال کې  په کابل کې ترسره  شوې دي . 

په افغانستان كې دژورنالستانو او لیکوالانو کار او ناپییلتوب او د بیان ازادي په دی کتاب كې څېړل شوي دي . 

په افغانستان كې درسنیو تاریخ دافغانستان په ملي ارشیف او دافغانستان دعلومو په اکاډمۍ كې پلټل شوی ، پیدا او ثبوت شوى دى .  

د پوښتنلیکونو په واسطه د     ۱۵۰  افغان ژورنالستانو څخه پوښتنې شوې دي. دلسو نورورسنیو دمسئولینو اواډیټرانو سره مركې شوې دي. 

دنورو مسئلو ترڅنګ دافغانستان د راډیو ګانو، تلو یزونونواو ورځپاڼو خپرونې او د هغوۍ تقسیم دافغانستان دژبو په پرتله څېړل شوی دی.  

 دا کتاب به په نږدې راتلونكې كې انشاالله په پښتو او انګلیسی ژبو وژباړل شي.

  د ښاغلو فرهنګپا لو څخه هیله كېږی چې خپل د څیړنو په ترڅ كې ددغه نوي کتاب نه ګټه واخلي.   دهیواد نه بهر اوسیدونكي هیوادوال کولای شي دا کتاب  د خپلو پوهنتونونو په کتابتون كې شامل کړي تر څو ددې کتاب نه هغه بهرنیان هم ګټه واخلي کوم چې زموږ د هیواد په اړه څیړنې ، پلټنې او لیکنې کوي.

 ددې کتاب د ISBN نمبر  دی       6-244-86573-3-978

 تاسوکولای شـئ  دا کتاب د     amazon    انلاین پلورنڅي نه هم تر لاسه کړئ .

ډنمارکي لیکوال ( څغولوس اوګو ) لیکلی او زمری محقق    په پښتو  ژباړلی  دى ، په ۲۰۰۰میلادی کال کی د ۱۰۰۰ ټوکو په تیراژ په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې په مرسته چاپ شوی دی . کتاب   د هغو ځوانانو لپاره چې په بهرنیو هیوادونو کې را لوی شوي او د خپل پلرني هیواد په هکله لازم مالومات نه لري ، ډېر ګټور اثر دی . هیله من یو چې د قلم څښتنان او مربوطې فرهنګي ټولنې ترو وسه وسه زیار وباسي چې د ګران هیواد افغا نستان په اړوند د بیلا بیلو کتابونو  په ژباړلو سره د هیوادوالو علمي او فرهنګي تنده څه ناڅه ماته کړي .

د نوموړي کتاب د تر لاسه کولولپاره په لاندينۍ پته اړيكې  ولرئ :

Mahaqiq@hotmail.com

بله پاڼه

 

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com