د تــل افغــــــان
بلنـــــــــــه
د لــــــــــــوى او
بخښــــــونكـــي څښتــــــن( ج ) په نامــه :
هغــو هېـــوادونو چـې
وگــړو يې خپلــوملــي گټـــو ته په درنــو
سترگـــو كتلـــي دي ، نېكمــــرغيو ته
د رسېـــدو لارې يـــې په ډېرې چټكتــــــيا وهلې
دي . د ملــــــــي گټـــــــــو خبــــره د
ملـــــــي يــــــــووالى په شتــــون
كــــې كېــــداى شي .
په هېــــواد كــې
د وروستېـو لسيـــزو له پېښو څخه له
راپېښو مادي او مانيزو ناورينونو او ناتارونو څخه
د وتو او د يـــو خپلـــــواك ،
سرلــــوړي ، سيـــال او د پرمختللــــــي
اقتصــــادي نظـــــام درلودونكــــــي
هېـــــواد افغانســــتان د درلــودلــو
لپـاره ، افغــــــان ولس له بل هر
وخت څخـــه اوس او له بل هرڅــــه
څخــــه زيـات ملـي يووالــــي ته
اړ دى ، ملـي يـــووالـى هېڅــوخت په
ډېركيــــــانو كـــې د لږكيو د انحــــــــــلال
په مانــا نــه دى ، ملــي يــووالـى په
يـوه هېــواد كـې د مېشتـو وگــړو تر منـځ د
ورورۍ ، باور او نيــاو
بل نـوم دى او د دغه هېـــــواد
ملي گټــې تضمينـــوي .
ټولنيز نياو يا اجتماعي عدالت او ولسواكي
زموږ دټولنې نورې غوښتنې دي . زموږ په اند
ديموكراسي د هر چا لخوا د هر روا او
نا روا كار د كولو اجازې ته نه وايـــــــي
، بلكې ولسواكي دحكومتونو لخوا د يوه هېواد پر
ولــــــــس د هاغه بنسټيز يا اساسي قانون
د ټولو مندرجو موادو له استثنا پرته عملي
كولو ته وايي چې د هغه هېواد ولس
په مستقيم ډول پخپله او يا په
غير مستقيمه توگه د خپلو ريښتينو ټاكلو
استازو لخوا د ټولنې د واقيعتونو او
ارزښتونو په پام كې لرلو سره تصويب
كړى وي . د ولــس حكومت كولو ته ولسواكي وايي ، نه
پر ولس حكومــت كولو ته . ټولنيز نياو د
پخـــې ولسواكۍ پايله ده . ټولنيز
نياو او ولسواكي د يو بل زېږوونكي
او زېږېدونكي توكي دي . له ولسواكۍ ټولنيز عدالت
منځته راځي او ټولنيز نياو ولسواكي
پخوي .
نو راځــــئ
كه وينا كوو ،كه ليكنــه كــوو، كه شعــر
وايو، كه سيــاست كـوو ؛ خپلــه ټوله
پوهـــــــه ، استعـــداد ، ځـــواك او هڅې
د ملي يـوالي د جــــوړونـكو توكــو
ياعنـاصرو پـه روزنه او پالنــه كې وكـاروو
او هغــــوۍ ته چـــې يا په نا
پــــوهۍ او يا د نــــورو په لمســــون زمـــوږ
د ملـــــي يــــــوالي او ملــــــي گټـــــو
دښمنـــــان دي ، ځــــواب
وركونــــــكي واوســو .
په درنښت
د تل افغـــان وېب سايټ مسئـــول
چلونـكى